د پولیسو سپارښتنې هغه کورنیو ته چې اولاد لري

ژباړه او راټولونه: نورالدین احمدزی

ددې په خاطر چې اولادونه مو د هغه خطراتو نه چې دوی ته مواجه دي بچ شې دغه سپارښتنې مو اولادونو ته وکړﺉ!

ستاسو د اولادونو د حفاظت په موخه هغوي ته همېشه دا توصیه وکړﺉ چې په اسلامې او ملي لباس کې وګرځي. او اسلامې او اخلاقې ارزښتونو ته ډیره توجه وکړﺉ. په دغه لیکنه کې یو شمیر موارد دي چې باید والدین ورته پاملرنه وکړﺉ.

پولیس تاسو ته توصیه کوﺉ چې خپلو اولادونو ته دا ور زده کړﺉ:

١-  نوم، عمر، د تیلیفون شماره، د اوسیدو ځای، د ښار نوم او داسې نور ور زده کړﺉ.

٢- که چیرته ستاسو ماشوم په ذهنې ډول وروسته پاتې وي. نو تاسو ورته نوم، ادرس، تیلیفون شماره…… په يو کاغذ کې ولیکې او په يو سم ځای کې يې ورته کيږدﺉ.

٣-  ماشوم ته مو ور زده کړﺉ چې تاسو ته باید ووایې چې څه وخت؟ او چیرته ځي؟ او ستاسو له اجازې پرته د چا کور ته لاړ نه شي.

٤- د اضطراری حالاتو په وخت کې تاسو یا ستاسو خپلوانو ته، او د اور وژنې ټیم سره څنګه تماس ونیسي.

٥-  کله چې په کور کې یوازي وي، سوالګر او فقیران کور ته را دعوت نه کړﺉ، او حتا دروازه هم ورته خلاصه نه کړﺉ.

٦-  هره ورځ مو اولادونو ته په ځیر سره وګورﺉ چې څه ډول؟ او کوم رنګ لباس اغوندي.

٧-  کله چې مبایل ته ځواب ورکوي باید هیڅ وخت داسې ونه وایې، چې په کور کې یوازې دي.

٨- هیڅ کله نا پېژنده اشخاصو سره په موټر کې ولاړ نه شئ.

۹- ماشوم ته مو ور زده کړﺉ چې هیڅ ځاي ته تنها لاړ نه شئ، همېشه له خپلو ملګرو سره لوبه وکړﺉ او ناپېژنده کسانو سره د لوبې کولو دعوت (بلنه) قبوله نه کړﺉ.

١٠- خپلو اولادونو ته مو ور زده کړﺉ چې کله له هغوي څخه غټ خلک له هغوي نه د غلط او یا بد کار کولو غوښتنه کوي نو دوي دې ورته په <> ځواب ورکړﺉ.

۱۱- ماشوم ته مو ور زده کړﺉ که په عمومي ځایونو کې له تاسو څخه ورک شي، نو فوری دې نظامي اشخاصو ته ځان ورسوي.

۱۲- له مسکینانو او فقیرانو څخه تحفه قبوله نه کړﺉ.

١٣- ماشوم ته مو ور زده کړﺉ که چا له تاسو څخه دا غوښتنه وکړه چې دا راز له ځان سره وساته،نو فوری يي باید تاسو ته ووايې.

١٤- همېشه په داسې ځایونو کې چې له کوره لرې، خالې او ترک شوي وي لوبې ونه کړﺉ.

۱۵- خپلو ماشومانو ته دا ور وښايې چې هر چا ته باید خپلې پيسې، طلا او سامان الات ور ښکاره نه کړﺉ.

١٦-  د مکاتبو مشرانو (مدیر،استاذ…)سره ستاسو د ماشوم د رسیدو او نه رسیدو په اړه تماس ونيسﺉ، او خپله شماره مو په مکتب کې ورکړﺉ تر څو په اضطراری حالاتو کې له تاسو سره تماس ونیسﺉ.

١٧-  د خپلو ماشومانو غټ( له هغه څخه په عمر کې ستر) دوستان ښه وپيژنﺉ.

١٨-  خپلو ماشومانو ته ور زده کړﺉ چې پولیس ستاسو دوستان دﺉ، او د ضرورت په وخت کې او یا چې کله ورک شوي وي نو پولیسو ته مراجعه وکړﺉ.

١٩-  په پارکونو او تفریح ځایونو کې خپل ماشومان يوازي مه پريږدﺉ.

٢٠-  موټر ته د ختلو پر مهال مو اول ماشومان او بیا خپله سپاره شﺉ، او د کوزیدلو پر مهال مو اول ماشومان او بیا خپله کوز شﺉ.

دا هغه څو مهمې سپارښتنې دي چې باید هغه والدین چې اولادونه لري، خپلو ماشومانو ته ور زده کړﺉ. تر څو د خطرناکو پیښو څخه چې دوی ته متوجه دي په امن کې شې.