د پوهنې وزارت وايي، نوربه ښوونځي د سیاسي بهیرونو په په واک کې ورنکړي

د دغه وزارت ویاندې نوریه نزهت د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، دغه کار له مالي او مسلکي پلوه، د افغانستان معارف ته زیان رسوي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته یې، د ښوونځیو د کارولو پرځای بدیلې طرحې ورکړي دي.

د پوهني وزارت مسؤلین د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته سپارښتنه کوي، چې پوهنه په سیاسي بهیرونو کې دخیله نه کړي او تمه یې ښودلې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې د نورو دولتي بنسټونو په همکارۍ، دمعارف بدیل پیدا کړي ترڅو معارف له دې بهیره زیانمن نه شي.

که څه هم د ولسمشریزو ټاکنو ته ۴ میاشتې پاتې دي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون، تر اوسه پورې د رأیو ورکوونکو د نوم ثبتولو او رايې ورکولو لپاره د ښوونځیو له کارولو پرته بله لاره نه ‌ده موندلې.

د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره ۲۳ زره ښوونکي د ټاکنو د مؤقتو کار کوونکو په توګه ګمارل شوي وو او په ټول هېواد کې له څه باندې ۵۰۰ ښوونځیو نه، د رای ورکولو د مرکزونه په توګه کار اخېستل شوی وو.

اوس د پوهنې وزارت وايي، په‌ دغو ټاکنو کې د ځاني ګواښونو ترڅنګ، یاد وزارته له ۳۰ میلیونو افغانیو زیات مالي زیان رسېدلی او وروسته له دې اجازه نه ورکوي چې په سیاسي بهیرونو کې له ښوونځیو کار واخېستل شي.

نزهت وايي، د ټاکنو خپلواک د هغو ښوونکو تنخواګانې هم چې د ولسي جرګي په ټاکنو کې یې د مؤقتو کارکوونکو په توګه کار کړی، تراوسه نه ‌دي ورکړي.

په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د تقویتي نوم ثبتولو په ورځو کې ځیني مرکزونه د پوهنې د وزارت له‌خوا تړلي پاتې شول چې دغه کارپه ځینو ولایتونو کې کمېسیون ته ستونزې پیښې کړي.