د پښتونخوا په قبایلي سیمه اورکزیو ایجنسۍ کې چاودنې ۲۵ کسه وژلي دي

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې پېښه د اورکزیو په کلایا سیمه کې په یوه بازار کې د ګڼې ګوڼې پر مهال شوې ده.

سرچینې زیاتوي چې په پېښه کې ۲۵ کسه وژل شوي او تر څلوېښتو پورې نور ټپیان دي.

تر اوسه ددغه پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

د چاودنې څرنګوالی هم نه دی مشخص شوی؛ خو په اړه یې څېړنې روانې دي.

په سیمه کې خلک د توکو د رانیولو لپاره راټول شوي وو او سخته ګڼه ګوڼه وه، چې درنه چاودنه پکې وشوه او یاده مرګ ژوبله یې خلکو ته ورواړوله.

ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي او د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی. د برید په سیمه کې تر ډېره شعیه وګړي مېشت وي.