د کوزې پښتونخوا زرګونه پښتنو ځوانانو چې د خپلو حقونو تر لاسه کولو لپاره په اسلام اباد کې را غونډ شوي وو ویلي که تر یوې میاشتې پورې یې ټولې غوښتنې و نه منل شي یو ځل بیا به په مدني حرکتونو لاس پورې کړي او د عدم تشدد مبارزې سره به خپل برخلیک پخپله ټاکي.
د یاد لاریون مشر منظور پشتین وايي تر لاریون وړاندې د پاکستان پوځ پښتانه دومره ډارولي وو چې د خپل حق غوښتلو غږ یې هم نه شوای اوچتولی.
دی زیاتوي چې د پاکستان پوځ د پښتنو نوي نسل د بربادۍ پسې را اخیستې وه.
منظور پشیتن په اسلام اباد کې شوی ستر لاریون د پښتنو ستره بریا ګڼي او وايي چې په ټوله نړۍ کې د پښتنو په څېر پر امنه خلک نه پیدا کیږي.
د کوزې پښتونخوا د پښتنو ځوانانو یاد خوځښت په داسې حال کې د تود هر کلي سره مخ شوی او نړېوالو ته یې دا ثابته کړه چې پښتانه ترهګر نه بلکې په دوی جګړه تپل شوې.
تر یاد لاریون وروسته د اروپايي پارلمان مرستیال رییس هم له نړیوالو غوښتنه کړې چې اوس باید هغه تاریخي تېروتنه جبران کړي چې له مخې یې د پښتنو په زړه کې د ډیورند کرغېړنه کرښه راښکله.