د پښتون ژغورنې غورځنګ لاریونوالو، د ولسمشرغني ستاینه وکړه

د پښتون ژغورنې غورځنګ سلګونه غړو د چهارشنبې په ورځ په کوزه پښتونخوا کې د یوه پراخ لاریون په ترڅ کې د لر و بر یوه افغان نارې ووهلې او پاکستانی حکومت یې په دې وغانده، چې د پښتنو د حقونو رښتیني فعالان ګواښي او ربړوي یې، د نوموړي غورځنګ دغو کسانو د ولسمشر محمد اشرف غني او نورو افغان سیاسیونو مننه کړې، چې د منظور پښتین د خوشې کولو لپاره یې د دوی له نارې سره مرسته وکړه.

دا ناره په کوزه پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د هغو قهرېدلو پلویانو ده، چې  منظور پښتین په ملاتړ او پاکستاني حکومت پر وړاندې راټول شوي دي او نړۍ ته دا پېغام رسوي، چې دوی دې نور نه زورول کېږي او د دوی مشران دې نه ګواښل کیږي.

دوی له ولسمشر محمد اشرف غني څخه مننه کړې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د خوشې کولو په تړاو یې د بخښنې نړیوالې ادارې غوښتنه ورغبرګه کړه او د منظور پښتین خوشې کول یې لومړیتوب وګاڼه، د دې سترې مظاهرې ګډونوالو د ولسمشر محمد اشرف غني هغه ټویټ وستایه، چې د منظور پښتین د خوشې کولو په تړاو یې کړی و.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دغو غړو د ولسمشر اشرف غني سربېره له امرالله صالح او نورو سیاسیونو خوښي ښودلې او لرو بر وګړي یې یو افغانان یاد کړل.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دغو زیات شمېر کسانو پاکستاني حکومت ته په خطاب کې ویل، چې د افغان سیاسیونو هغه غوښتنې دې بدې نه مني، چې د حق پلوي کوي، بلکې پاکستانی حکومت دې افغانستان ته د ترهګرۍ له لېږدولو ډډه وکړي.

نوموړو قهرېدلو لاریونوالو د ټولو هغو خلکو قدرداني وکړه، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د نیول شوي مشر منظور پښتین د راخوشې کولو په تړاو یې په افغانستان او نوره نړۍ کې لاریونونه وکړل.

د پېښور د زده کوونکو د اتحادیې یو مشر کبیر افغان بیا پاکستاني حکومت څخه د انصاف غوښتنه وکړه، هغه په سختو ټکو حکومت ته وویل، راو انور چې یو پولیس افسر دی او سلګونه پښتانه یې وژلي لا هم ازاد ګرځي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د دوشنبې سهار وختي د جنوري په ۲۷ مه نېټه د پېښور تاکال سیمه کې د پاکستاني پولیسو په یوه چاپه کې ونیول شو، چې د خوشې کولو لپاره یې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلویانو، د افغان ولسونو په ګډون په نړۍ کې هم پراخ غبرګونونه راپارولي او له پاکستاني حکومت څخه یې د منظور پښتین د خوشې کولو جدي غوښتنه کړې ده.

درانی