د پاکستان مرکزي پارلمان او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پاکستاني پولیسو تېره شپه د پېښور په تهکال کې نیولی دی.
نوموړي ویلي، دا په سوله ییزه او دموکراتیکه توګه د خپلو حقونو غوښتلو لپاره زموږ سزا ده.
د داوړ په خبره، د منظور پښتین نیول کېدل به د دغه غورځنګ د غړو هوډ نور هم پیاوړی کړي او د دوی په مروال به بده اغېزه ونکړي.
همدا راز داوړ د پښتین د ژر تر ژره خوشي کېدوغوښتنه هم کړې ده.
د پاکستان حکومت تر دا مهاله په دې اړه کوم څه نه دي ویلي.
تر دې مخکې د محسن داوړ او علي وزیر په ګډون د دغه غورځنګ نور غړي هم د پاکستان د حکومت لخوا نیول شوي و چې بېرته خوشي کړای شوي دي.