د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي پاکستاني پوځ یې ټولې غوښتنې نه دي منلې

د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي د دوی چې کومې مهمې غوښتنې دي د پوځ ویاند پر هغه هیڅ نه دي ویلي

د پاکستاني پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، منظور پښتین چې کومې غوښتنې ورته وړاندې کړې وې، د هغوی “جایزې غوښتنې” یې منلې دي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي چې د دوی ” غوښتنې” یې نه دي منلې.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ ویاند شهباز خان ستوریاڼي وویل، یواځې د راو انوار په نیولو او د وطن کارډ په ځینو ځایونو کې ختمولو دوی خپل احتجاجي تحریک نه ختموي او باید ټولې غوښتنې یې ومنل شي.

د پاکستان پوځ وایي د پښتون ژغورنې غورځنګ تر ټولو زیات ملاتړ د افغانستان له خوا تر لاسه کړی، چې وایي د ډیورنډ له پورې غاړې بېلابېل اوازونه ورته راتلل، خو د دې غورځنګ مشران وايي د افغانستان پر همدردۍ پاکستاني چارواکو ته پرېشاني نه ده پکار.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ویاند شهباز ستوریاڼی وایي په ټوله نړۍ کې خلکو د پښتون ژغورنې د غورځنګ په ملاتړ احتجاجونه وکړل، نو د افغانستان ولس چې له کوزو پښتنو سره په وینه، ژبه او کلتور شریک دی ضرور به یې ملاتړ کوي.

په ورته وخت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ویلي د اپریل په اتمه به په پیښور کې پراخ اعتراضونه کوي.

جمشید ملکزی