د غورځنګ مشر منظور پښتین د لاهور موچي ګیټ غونډې وړاندې په فیسبوک پاڼه خپلو پلویانو ته په یو ويډیو پیغام کې ويلي وو د پاکستان د رسنیو پرواه مه کوئ ځکه چې ستاسو غږ د نړۍ هرې ورځپاڼې ته رسي.
د منظور پښتین دې خبرې ته په کتو نړیوالو رسنیو د پښټون ژغورنې غورځنګ ولسي پاڅونونو لیکنې او تبصرې کړي دي.
د الجزیره تلویزیون په ویب پاڼه راغلي دي.
د پاکستان لاهور ښار کې په زرګونو خلک د پښتنو دحقوقونو لپاره راغونډ شوي.
د رائټرز خبري اژانس رپورټ دی.
د حکومت او پوځ د فشار باوجود د بشري حقونو لپاره اواز پورته کونکو پاکستانیانو د ٨٠٠٠ نه زیات خلک راغونډ کړي دي.
بی بی سي انګلیسي ویب پاڼه لیکي:
د قبايلی سیمې ځوان منظور پښتین د پاکستان پوځ په لړزان کړی دی.
د امریکا غږ انګريزي پاڼه لیکي:
دپاکستان پښتانه د خپلو حقوقونو لپاره راوتلي دي.
واشنګټن پوسټ لیکي:
په پاکستان کې پولیسو یو پښتون ځوان مړ کړو نو بل ځوان را پاڅیدو او غورځنګ يې پیل کړو.
په هندوستان کې یو ویب پاڼه دي پرنټ لیکي:
کله چې د سرې خولۍ په سر کړی سړی خبره کوي نو په زرګونو پښتانه دهغه خبرې ته غوږ نیسي.
دغه راز د نړۍ په ګوټ ګوټ کې نړیوالو رسنیو د منظور پښتین خوځښت برحقه ګڼلی او په پاکستاني رسنیو یې نیوکې کړي چې د بیان د ازادۍ پرخلاف د منظور پښتین د غونډو خبرونه نه خپروي.
منظور پښتین د یکشنبې په ورځ به لاهور کې زرګونه پښتنو ته په وېنا کې وویل چې نور یې پوځ په یوه او بله نشي ډارولی.
جمشید ملکزی