د پښتو ادبي خپرونو سرلیکنې، “سرلیکنې” دي؟

لیکنه : پوهنمل اسدالله وحیدي–

سریزه

په افغانستان کې لسګونه ادبي چاپي خپرونې خپریږي. رسمي او نارسمي علمي مرکزونه او ټولنې مهالنۍ چاپي ادبي خپرونې لري. د ډېری ادبي خپرونو مسوولین داسې کسان دي چې د سرلیکنو په اړه لومړني معلومات هم نه لري. کله چې دوی د سرلیکنو په اړه معلومات ونه لري، نو سرلیکنه نه شي لیکلی. بله ستونزه دا ده چې د ادبي سرلیکنو په اړه په پښتو کې معلومات هم نشته، نو طبیعي ده چې زموږ د ادبي خپرونو سرلیکنې به ستونزې ولري. زموږ ډېری ادبي خپرونې سرلیکنې لري. که دا سرلیکنې وګورو، کمې یې “سرلیکنې” او لویه برخه یې لیکنې دي. زموږ د ادبي خپرونو سرلیکنې ولې، “سرلیکنې” نه دي؟ سرلیکنې کومې ځانګړتیاوې باید ولري چې زموږ د ادبي خپرونو سرلیکنې یې نه لري؟ دا هغه پوښتنې دي چې په دې لیکنه کې یې د ځواب هڅه کوو.

د پښتو ادبي خپرونو سرلیکنې، “سرلیکنې” دي؟

زه دلته د سرلیکنې په تیورۍ بحث نه کوم. په دې اړه مې پخوا په یوه لیکنه کې تفصیلي بحث کړی، خو د سرلیکنې څو عمده ځانګړنې بیانوم، چې پر اساس یې بیا زموږ د ادبي خپرونو سرلیکنې ارزوو. سرلیکنې باید درې ځانګړنې ولري:

لومړی؛ سرلیکنه د کوم شخص نه، بلکې د یوې خپرونې د ادارې رسمي دریځ او نظر دی. دا دریځ او نظر یوازې د مسوول مدیر نه، بلکې د ټولې ادارې د نظر او دریځ ښکارندويي کوي. له همدې لامله له سرلیکنې سره د کوم شخص نوم نه لیکل کیږي، بلکې تر لاندې یې اداره لیکل کیږي. په سرلیکنه کې (زه) او (ما) نومځري هم نه، بلکې (موږ) نومځری کارول کیږي. استاد غضنفر په اړه لیکي: (( په سرمقاله کې د یوې پېښې یا موضوع د ردولو یا تاییدولو لپاره استدلال کیږي او له یوې رایې خبریږو. دا رایه او نظر له لیکوال سره نه، بلکې له خپرندویې ادارې سره تعلق لري)). ( ۶- ۱۸۹)

دویم؛ سرلیکنه د یوې مهمې پېښې یا بدلون په اړه لیکل کیږي. دا پېښه او بدلون باید د اړوندې برخې ګرمه موضوع وي. په یوه سړه موضوع لیکنه، سرلیکنه نه ګڼل کیږي. که خپرونه ورځنۍ وي، باید سرلیکنه یې د ورځې په ګرمه موضوع یا بدلون وي، که اونیزه وي، د اونۍ او که میاشتنۍ وي، سرلیکنه یې باید د میاشتې په ګرمه موضوع او بدلون وي. البته که خپرونه اقتصادي وي، اقتصادي، که ادبي وي، ادبي او که سیاسي وي، سیاسي موضوع د سرلیکنې لپاره ټاکل کیږي.

د سرلیکنې موضوع کله کله خپله د خپرونې پر داخلي بدلونو، ستونزو او پرمختګونو هم لیکل کیدای شي. د ټولو خپرونو لومړۍ سرلیکنه پر دې وي چې ولې دا خپرونه پیلوي. دغه راز کله په خپرونه کې د پالیسۍ، مدیر او یا بل بدلون په تړاو هم سرلیکنه لیکل کیږي.

درېیم؛ سرلیکنه خپل ځانګړی جوړښت لري. هره سرلیکنه باید عنوان ولري او تر لاندې یې اداره ولیکل شي. ددې ترڅنګ سرلیکنه درې اساسي برخې لري. لومړۍ برخه یې د پېښې یا بدلون په اړه معومات او خبر وي. دویمه برخه یې تحلیلي وي، چې پکې استدلال کیږي. درېیمه برخه یې د ادارې له خوا حل لاره، وړاندیز او یا بل دریځ وي. په سرمقاله نویسي کتاب کې په دې اړه لیکل شوي: (( سرلیکنه درې اساسي برخې لري. په لومړۍ برخه کې خبر، په دویمه کې تحلیل او په درېیمه کې پایله راځي. کیدای شي کله له ترتیب مخکې او وروسته شي، خو په سرلیکنه کې دا درې برخې حتمي دي)). ( ۷-۳۴)

اوس ګورو چې زموږ د ادبي خپرونو سرلیکنې دا ځانګړنې لري؟

له بده مرغه زموږ ډیری ادبي خپرونې د سرلیکنو پر ځای لیکنې خپروي. د سرلیکنې او لیکنې ترمنځ توپیر شته. سرلیکنه د ادارې نظر وي او لیکنه د شخص. سرلیکنه په ګرمه پېښه یا بدلون وي، خو لیکنه حتمي نه ده چې په ګرمه موضوع دې وي. د لیکنې او سرلیکنې جوړښت هم توپیر نه لري. په لیکنه کې اړ نه یو چې د سرلیکنې په شان درې برخې راولو. کله چې موږ د پښتو ادبي خپرونو سرلیکنې ګورو له دې دریو ستونزو پکې کله درې واړه، کله دوې او کله یوه حتمي وي. دا په دې معنی نه ده چې زموږ ټولې ادبي خپرونې دا ستونزې لري. د ځینو ادبي خپرونو سرلیکنې معیاري او سمې دي، خو د ډېرو بیا داسې نه دي.

موږ دلته په درې ډوله ادبي خپرونو بحث کوو. لومړی هغه چې سرلیکنې لري، خو لیکنې د سرلیکنو پر ځای خپروي. دویم؛ هغه خپرونې دي چې سرلیکنې لري او سرلیکنې یې په تول پوره دي. درېیم هغه خپرونې دي چې سرلیکنې نه لري، یا د سرلیکنو په ځای بل څه خپروي.

زه دلته لومړی ځیني هغه ادبي خپرونې را اخلم چې سرلیکنې یې ستونزې لري او د سرلیکنو پر ځای لیکنې خپروي:

زما مخ ته د (زروړانګه) په نامه د ادبي او فرهنګي مجلې د لومړي کال شپږمه ګڼه ده. سرلیکنه یې ((پوهنه د روښانه ژوندانه بنسټ تشکیلوي)) تر عنوان لاندې لیکل شوې ده. په سرلیکنه کې راځي: (( دا هغه نظریه ده چې د هر پوه او ناپوه په فکر کې…)  (۳ – ۱)

که موږ یوازې د سرلیکنې همدا برخه ولولو چې را اخیستې پوهیږو چې موضوع سړه ده او د سرلیکنه لپاره وړ نه ده. په دې سرلیکنه کې درې واړه اساسي ستونزې شته. لومړی په یوه سړه موضوع لیکل شوې چې د سرلیکنې لپاره مناسبه نه ده. دویمه ستونزه یې دا ده چې د یوې سرلیکنې جوړښت نه لري. درېیمه ستونزه یې دا ده چې د ادارې نظر او دریځ نه څرګندوي او تر لاندې یې اداره هم نه دي لیکل شوي.

دویمه مجله چې زه یې پر سرلیکنه خبرې کوم له کندهاره خپرېدونکې ( ښکلا) ده. زه ددې مجلې د ټولو ګڼو په سرلیکنو خبرې نه کوم. زه یې د شپږم کال، د درېیمې، پرله پسې دري دېرشمې ګڼې پر سرلیکنه خبرې کوم. سرلیکنه پر دې لیکل شوې چې ځوانان بايد د سبا فکر ولري: (( وروسته پاتې ټولنې سبا نه لري، په نن کې د پرون خوبونه ویني او لا ډېره د خواشینۍ وړ دا ده چې ددغو خوبونو په غلطو تعیبرونو د خپل ژوند تخیلي بنسټ جوړوي…)) (۴ – ۲)

 

د ښکلا مجلې ددې ګڼې سرلیکنه هم، ښه لیکنه ده، خو سرلیکنه نه ده. لومړی د سرلیکنې لپاره ټاکل شوې موضوع ګرمه موضوع، پېښه یا بدلون نه دی. په سړه موضوع لیکل شوې چې تر ډېره د یوې لیکنې لپاره ښه موضوع کیدای شي، نه د سرلیکنې لپاره. دویمه ستونزه یې دا ده چې له سره تر پایه د سرلیکنې جوړښت نه لري. د معلوماتو یا خبر، تحلیل او پای برخې یې هېڅ معلومې نه دي. له همدې لامله موږ ویلی شو چې دا سرلیکنه نه، بلکې لیکنه ده، چې د سرلیکنې پر ځای راغلې ده.

درېیمه مجله چې زه دلته پرې بحث کوم (پام) ده. د پام مجلې د لومړی کال د دویم ګڼې سرلیکنه ګورم. سرلیکنه یې عنوان نه لري، خو پر پښتو یې ادبیاتو یې یو عمومي بحث کړی دی: (( د پښتو ژبې لیکنی (تحریري) د لاسته راغلو اثارو په بنسټ څه د پاسه ۱۲۰۰ کلن دی خو کیدای شي په  راتلونکې کې د پښتو داسې اثار پیدا شي چې د هغه په بنسټ یې لرغونتیا زرګونو کلونو ته ورسیږي….)) (۵-۱)

د پام مجلې د دویمې ګڼې سرلیکنه له په څو لاملونو سرلیکنه نه ده. لومړی چې دا چې موضوع یې د سرلیکنې نه ده. دویم دا چې د سرلیکنې هېڅ جوړښت نه لري. سړې او عامې خبرې دي او د سرلیکنې هېڅ ډول ځانګړنه نه لري. د ځینو ادبي خپرونو سرلیکنې، له بده مرغه سرلیکنې، خو نه دي، بلکې ښې لیکنې هم نه دي.

بله خپرونه چې زه یې پر سرلیکنه خبرې کوم د ( سپیده) مجلې پرله پسې نهه ویشتمه ګڼه ده. ددې مجلې د سرلیکنې پر ځای هم لیکنه خپره شوې ده. د سرلیکنې لومړۍ ستونزه یې داده چې عنوان نه لري. دویمه ستونزه یې دا ده چې د کره کتنې په اړه یې لیکلې، خو له هېڅ ژوندۍ موضوع سره یې اړیکه نه ده ورکړې. له همدې لامله دا لیکنه ده، خو سرلیکنه نه ده.

ګڼې داسې خپرونې شته چې سرلیکنې یې “سرلیکنې” نه دي، بلکې لیکنې دي. موږ دلته پرې په تفصیل بحث نه کوو، ځکه د ټولو پښتو خپرونو د سرلیکنو کره کتنه ایله په یوه لوی کتاب کې را ټوله شي.

 

دویمه برخه چې موږ پرې بحث کوو، هغه خپرونې دي چې سرلیکنې یې له اصولو سره سمې او پوره دي یا هم لږ ستونزې لري. ددغو خپرونو سرلیکنې نه یوازې د موضوع له اړخه سرلیکنې دي، بلکې جوړښت یې هم د سرلیکنو دی. زه یې دلته ځینې را اخلم:

هیله مجله؛ د هیلې مجلې ټولې سرلیکنې ( هیله ده خپلو سریزو په لمن کې) اثر کې را ټولې شوې دي. د هیلې ډېرې سرلیکنې رښتیا هم د سرلیکنې له اصولو سره برابرې دي. د دې مجلې پر یوه سرلیکنه خبرې کوم چې په بحراني حالت کې د فرهنګي کار په اړه لیکل شوې ده. سرلیکنه هم د موضوع له اړخه سمه ده او هم د جوړښت له اړخه. هیلې دا سرلیکنه په داسې وخت کې خپره کړې چې بحراني حالت دی او دې ته د خلکو پام را ګرځوي چې په دغه وخت کې فرهنګي کار څومره اړین دی. له همدې امله دا یوه پوره سرلیکنه ده. موږ دلته د همدې سرلیکنه وروستۍ برخه را اخلو چې د هیلې اداره له لیکوالو ځانګړې غوښتنه لري: (( د همدغه ارزښت او معیار په پام کې ساتلو سره فرهنګیانو ته په کار دي چې د فرهنګی کار لنډمهاله ګټه په پام کې ونه نیسي، بلکې ددې کار اوږدمهالې ګټې ته پام وکړي او خپل زغم او هیله همداسې زیات کړي. … اداره)) ( ۶ -۱۶۴)

موږ مخکې وویل چې په پای کې باید د ادارې نظر، دریځ او یا وړاندیز وي. موږ د هیلې په دغه سرليکنه کې ګورو چې فرهنګیانو ته ځانګړی وړاندیز لري او په همدې سره سرلیکنه ختمیږي. په همدې وجه موږ وایو چې دا سرلیکنه د جوړښت له اړخه هم سرلیکنه ده.

بله مجله چې ما ته یې سرلیکنه په تول پوره ښکاره شوه (ځولۍ) ده. ددې مجلې د پنځمې او شپږمې ګڼې، (چې په یوه ګڼه کې چاپ شوي)، سرلیکنه د ځولۍ په چاپ کې پر ځنډ او دا چې ولې دوې ګڼې یو ځای چاپ شوې لیکل شوې ده. ددې مجلې سرلیکنه که څه هم د جوړښت له اړخه ستونزه لري، خو د موضوع له اړخه پوره سرلیکنه ده. په دې سرلیکنه کې د ځولۍ د چاپ د ځنډ عوامل تشریح شوي: ((…د ځولۍ په دې دوه کلن ژوند کې موږ کله د لیکنو له نشت او یا کمښت سره مخ شوي یو، کله کمزوري اقتصاد پر شا تمبولي یو او کله مو رسمي زده کړو پښې وهلي دي…)) ( ۲ -۲)

بله مجله روهي ده چې ماته یې د لاسته راغلې ګڼې سرلیکنه سمه ښکاره شوه. د ځولۍ د درېیمې ګڼې سرلیکنه په پښتو لیکدود کې پر ګډوډۍ او خپلسرۍ لیکل شوې ده. دا موضوع هم ګرمه او هم مهمه موضوع ده. په سرلیکنه کې لومړی په دې اړه معلومات ورکړل شوي چې اوس پښتو لیکدود له څه ډول ګډودۍ او خپلسرۍ سره مخ دی. په دویمه برخه کې ددې ستونزو پر لاملونو او خطرونو بحث شوی. په درېیمه برخه کې د ستونزې د حل لپاره د یوې لارې وړاندیز کوي او وايي چې که ستونزه حل نه شي ښايي ډېر ناوخته شي: (( … دې کار ته بلا پسې ویل به زموږ په اند داسې ستونزې رامنځ ته کړي چې بیا به یې حل کول او ځواب ویل ورته له امکانه وتې خبره وي. اداره)) ( ۱ -۲)

دا سرلیکنه هم د موضوع له اړخه، هم د جوړښت له اړخه او له همدې اړخه چې په یوه مهمه موضوع د ادارې دریځ بیانوي، یوه پوره او له اصولو سره سمه سرلیکنه ده.

درېیمه برخه هغه خپرونې دي چې سرلیکنې نه خپروي او یا د سرلیکنې پر ځای بل څه خپروي. سرلیکنه د ادارې رسمي دریځ بیانوي، خو اوس خپلواکې رسنۍ دا دعا کوي چې موږ خپله هېڅ خبره نه لرو، بلکې د نورو خبرې خپروو. له همدې امله هم د سرلیکنې ارزښت را لوېدلی او هم ځینو خپرونو سرلیکنې غورځولې دي. زه دلته لومړی څو هغه خپرونې یادوم چې سرلیکنه نه لري.

سبا سترګه؛ د کابل پوهنتون ادبیاتو پوهنځي د پښتو څنګې د محصلینو خپرونه ده چې سرلیکنه نه لري. ما یې څو ګڼې وکتلې، خو په یوه کې یې هم سرلیکنه نه وه.

لاره؛ د غزنی پوهنتون له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه خپرېدونکې ادبي او فرهنګي مجله ده چې سرلیکنه نه لري. ما یې له لومړۍ تر څلورمې ګڼې وکتلې، خو یوه یې هم سرلیکنه نه لري.

شمشاد مجله چې د خوشال فرهنګي مرکز له خوا له اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا پیل شوې، سرلیکنه نه لري.

نورې مجلې او خپرونې هم شته چې سرلیکنې نه لري، چې دلته یې له را وړلو تیریږو. په همدې برخه کې ځیني نورې مجلې شته چې د سرلیکنې پر ځای بل څه خپروي، چې زه دلته یوازې د افغانستان د علومو اکاډمۍ ( کابل) مجله یادوم.

ددې مجلې د ۱۳۸۸ کال (۳-۴) ګڼه مې په لاس کې ده. دلته لومړۍ لیکنه د علومو اکاډمۍ د مشر د وینا هغه متن دی چې کوم کنفرانس ته یې کړې ده. دویمه برخه یې د چلونکي یادښت تر نامه لاندې د یوه شاعر پر شاعرۍ لیکنه راغلې ده. دا دواړه د جوړښت له اړخه سرلیکنې نه دي. د علومو اکاډمۍ په نورو ګڼو کې مې هم ولیدل چې ډېر وخت په علمي، فرهنګي او ادبي غونډو کې د اکاډمۍ د مشر د وینا متن او یا کوم علمي – فرهنګي کنفرانس ته د ولسمشر د وینا متن راغلی وي. که څه هم دا هېڅکله سرلیکنه نه شي کیدلی، خو د یوې موضوع په اړه د ادارې نظر پکې راتللی شي. ښايي ددې مجلې اداره هم دا لیکنې د سرلیکنې په هدف نه خپروي. که ددې مجلې اداره دا دوې لیکنې چې یادونه یې وشوه، د سرلیکنې په نامه خپروي، نو تېروتنه ده، ځکه دا “سرلیکنې” نه دي. که یې هدف سرلیکنه نه وي، نوب یا ستونزه نشته.

پایله:

زموږ د ډېری ادبي او فرهنګي خپرونو سرلیکنې، “سرلیکنې” نه دي، بلکې یوازې لیکني دي. ښايي اصلي ستونزه دا وي چې زموږ د ادبي او فرهنګي خپرونو چلوونکي یا خو له سره په سرلیکنه نه پوهیږي او یا هم د ادبي خپرونو پر سرلیکنه نه پوهیږي. له همدې لامله عادي لیکنې د سرلیکنو په نامه خپروي. په ادبي خپرونو کې د سرلیکنو په نامه ډېری خپرېدونکې لیکنې، له څو اړخونو سرلیکنه نه دي. لومړی دا چې موضوع یې د سرلیکنې نه، بلکې د لیکنې وي. دوی هېروي چې سرلیکنې ته ګرمه موضوع او یا بدلون په کار وي، نه سړه موضوع. دویم دا چې سرلیکنه ځانګړی جوړښت لري چې تر عنوان او په پای کې یې د (اداره) تر لیکلو ورهاخو درې اساسي برخې لري. زموږ سرلیکنه لیکونکي دا جوړښت نه مرعاتوي او کیدای شي په دې اړه پوهه ونه لري. درېیم ډېر وخت سرلیکنې ددې پر ځای چې د ادارې نظر وړاندې کړي، د شخص نظر وړاندې کوي. له همدې لامله هغه سرلیکنه نه، بلکې لیکنه وي.

د یوې ښې سرلیکنې لپاره پکار ده چې زموږ د ادبي خپرونو چلوونکي سرلیکنه وپېژني او بیا پر دې وپوهیږي چې د ادبي خپرونو سرلیکنې څنګه لیکل کیږي. د سرلیکنو پر جوړښت، موضوع او هر څه باید ځان پوه کړي. که دوی سمې او معیاري سرلیکنې لیکلی شي، ښه ده او که نه پکار ده نه ده چې لیکنې د سرلیکنو په نامه خپرې کړي. په دې کې هېڅ ستونزه نشته چې یوه ادبي خپرونه دې سرلیکنه ونه لري. که زموږ د ادبي خپرونو چلوونکي سرلیکنه نه شي لیکلی، ښه ده چې خپرونه بې سرلیکنې خپره کړې. که یوه خپرونه سرلینکه ونه لري، دا عیب نه دی او اوس په ټوله نړۍ کې ګڼې خپرونې سرلیکنې نه لري. که موږ بیا هم لیکنې د سرلیکنو په نامه خپروو، دا نو د خپل ځان، خپرونې او پښتو ادبي خپرونو حیثیت ته زیان اړوو. له همدې لامله په کار ده چې له دې وروسته دا ستونزه حل شي.

اخځلیکونه

۱- اداره. اوسنی پښتو لیکدود د پراخې ګډوډۍ او خپلسرۍ په لومو کې. (روهي مجله)، (۱۳۸۸).  (درېیمه ګڼه). کابل: صمیم ادبي ټولنه

۲- اداره. بالاخره ځولۍ چاپ شوه. (ځولۍ مجله). (۱۳۸۵)( لومړی کال پنځه او شپږمه ګڼه). کابل: دانش خپرندویه ټولنه

۳ –  اداره. پوهنه د روښانه ژوندانه بنسټ تشکیلوي. (زړوړانګه مجله)، (۱۳۸۴).( لومړی کال، شپږمه ګڼه). کندهار: د کندهار د پوهنې ریاست او افغان ښوونیز روزنیز مرکز

۴- اداره.. د سبا فکر. (ښکلا مجله)، (۱۳۸۶) ( شپږم کال، درېیمه ګڼه، پرله پسې ۳۳مه ګڼه). کندهار: بېنوا فرهنګی ټولنه

۵- اداره.. سرلیکنه. (پام  مجله)، (۱۳۸۸). ( لومړی کال دویمه ګڼه). کابل: پام

۶- غضنفر، اسدالله. (۱۳۹۱) د نثر لیکلو هنر. ننګرهار: مومند خپرندویه ټولنه

۷- محمدي، سلیم. (۱۳۹۳). سرمقاله نویسي. تهران: انتشارات خاور

۸- یون، اسماعیل. (۱۳۸۷). هیله د خپلو سریزو په لمن کې. کابل: یون کلتوري یون