د پښتو او سنسکرېټ د شخصي نومځرو پرتله ،، ته

لیکنه:  ډاکتر ماخان میږی شینواری

د هر څه له مخه:

له ټولو ځوانو لیکولانو او ژبپوهانو څخه دا هیله: چې څه لیکي، نو په هغې به ته -پرته له تا – په دې لیکنو نور لوستونکي هم وپوهولی او باوري کړی شي.

ناسم ویونه څنګه پیژنو؟

زما د پخوانیو لیکنو څخه لنډ:

۱ – هغه ویېنې یا وینا وې، چې ټولیزې نه وي، ناسمې دي.

۲ – هغه کره پیژندلرونکي څه، چې په نورو ژبو کې سم یا ناسم وي، په پښتو کې هم  همهغسې باور لري.

۳ – هغه څه چې د پیداېښت سره په مخامخوالي کې وي ناسم دي.

اوس راځم د لیکنې موخې ته.

زموږ د ځوان لیکوال او ژبپوه ښاغلي اربازخان ساپی لیکنه مې ، چې  د تاند په منلې خپرونه کې د ،، مارچ په ۱۵-م ۲۰۲۰ کې د ،، د پښتو او سنسکرېټ د شخصي نومځرو پرتله ،، سرلیک لاندې خوره شوې وه، ولوستله او پوره خوښ شوم، چې زموږ ځوان ادیبان او ژبپوهان دومره هڅاند دي. د هر څه له مخه ورته د ډېرو بریاو هیله لرم.

زما هیله چې منلی اربازخان ساپی څخه یې لرم دا ده، چې زما لیکنه ځانیزه ونه نیسي، دا د یوه سپینګیري لیکنه ده، چې یواځې او یواځې موخه ترې زموږ د ژبې سمون او یو له بل سره مرسته کول دي او بس.

زه هم چې له ډېره وخته مې د ژبې سره داسې لږ څه ځان بوخت کړی، غواړم، چې دا خپل اند له تاسو سره د دې لیکنې په هکله ګډ کړم، خو د دې له مخه یو څو یادونې:

لومړی: د نومځاینیوي په هکله زما یوه لیکنه د تاند په درنه خپرونه کې خوره شوې او هلته یې ډولونه هم روښانه شوي، چې په هغې هم مشوره سره کیدی شي.

دویم: د لته د نومځاینیوو او د هرې پوهنې او پوهنیز څه په هکله ټولیز: یو څه چې ټولیز باوري نه وي، هغه سم نه دي.

د نومځای نیوي په هکله هم داسې نه کیږي، چې یو څه دې د دریم کس له پاره باوري، د لومړي او دویم له پاره دې بیا باوري نه وي.

دریم: د دې لیکنې په هکله مې پرته له پروفیسور رشید صیب څخه د بل چا څه ونه لوستل، چې د هغې په هکله څه د ویلو نه لرم، ځکه چې نه پرې پوهیږم.

له بلې لور به وګورو، چې په دې لیکنه کې ډېر نوښتونه شته، چې باید ژبپوهانو ورته پام کړی وی او دا نوښتونه یې سم بللي وی په دلایلو او یا یې باید رد کړي وی، په پوهنیزو دلایلو. دا چې دا کار نه دۍ شوی، خواشینوونکی دی.

هیله ده، چې لږ ترلږه زما لیکنه ولولي او دا هم راته سمه کړۍ او یا یې ومني. ژبه د ټولو ده او مسئولیت هم د ټولو دۍ.

بیا هم دا په دوه ماناو دۍ:

الف: دا چې یا هر څه سم دي او یا

ب- د دې په مخامخ د لیکلو څه نه لرو او یا

ت- په غوره والي یې باوري نه یو یا راته غوره نه برېښي.

زموږ دژبې وده هم په ګډ اند او ګډ کار کې ده.

په هر ډول چې وي، زه مو ګډ کار ته رابولم.

د منلي ساپي صیب په لیکنه کې نومځاینیوی پوښتنه کې راغلی، چې ګوندې یواځې د دریم کس له پاره باوري دۍ.

د نومځانیوي له پیژند وروسته موږ د منلي ساپي صیب په لیکنه کې لولو:

،، د پورتنيو پېژندو پر اساس، نومځری تل د نوم پرځای راځي. چې یوازې په درېیم شخص(غایب) کې دا خبره تطبيق وړ دی او بس.،،

دا پورته نو زما د دوېمې یادونې له مخې ناسمه ده، ځکه چې ټولیزه نه ده.

منلی ساپي صیب بیا لیکي:

،، په لاندينيو بېلګو کې یې ګورو:

که ووایو: “زه احمد یم”. نو دلته پوښتنه پيدا شي چې دا د “زه” ویی دلته د کوم نوم پرځای راغلی او د کوم نوم له بیاځلي راتګ څخه یې مخنيوی کړی؟ نو دلته د نومځرو په اړه د دوی تعريف یوڅه د تعامل وړ ښکاري.،،

دا چې دا د تعامل وړ ښکاري، ولې او له بلې خوا د ،، دا دتعامل وړ ښکاري،، د سمون یا نه سمون له پاره د باور وړ  یا پوهنیزه ویېنه ده، په پوهنه کې د ،، تعامل وړ یا نه وړ،، څه ځای نه لري. یا دا (یو څه) داسې دۍ او یا نه.( په دې هکله زما د سم اند کتاب کتلی شۍ).

لنډ: یوه وینا یو رښتیا ارزښت رښتیا یا نارښتیا لري یانې وینا یا رښتیا ده او یا نا رښتیا. یو دریم حالت نه شته.( زما د سم اند کتاب).

او همداسې دا لاندې:

،، یا بله بېلګه، که ووایو چې “زه زمری یم.” ؛ دلته بیا پوښتنه پیدا کېږي چې دلته نومځری څه دی؟ نو طبعاً ستاسو ځواب به “زه” وي او وایاست به چې د لومړي شخص د نوم پرځای راغلی دی. که موږ د “زه” پرځای نوم راوړو؛ نو ایا دا غونډله به معنا ولري؟

ځواب منفي دی.،،

 

دا هم په دې مانا چې د نومځاینیوي پېژند بیا ټولیز نه شو او له دې امله ناسم باید وي.  نه. ناسم دی.

 

ګران لیکونکی بیا لیکي:

 

،، د دې بېلګې پر اساس: “احمد زمری یم.” دلته چې نوم د نومځري پرځای کارېدلی، جملې خپله معنا او مفهوم له لاسه ورکړی او هېڅ معنا نه ورکوي.،،

 

دلته خو دا نه دۍ ښوول شوی، چې ولې. یو څه باندې چې پوهنیز قضاوت کوو، باید و ښوول شي.

 

بیا لولو:

 

,,یا که ووایو “زه کور ته ځم.” او دلته د “زه” پرځای نوم وکاروو، نو دا بڼه خپلوي “احمد کور ته ځم.”.,,

 

نه پوهیږم، چې دا دې ولې ناسمه وي. دا یوه وینا ده او یو رښتیا ارزښت رښیا یا نارښتیا لري. دلته هم پوهنیز دلیل نه شته.

 

لولو:

 

،، بله بېلګه: “ته زمری یې.”  که په دې غونډله کې موږ بیا هم د پورتني جملې په څېر د نومځري پرځای نوم وکاروو نو بیا هم هماغه نتيجه په لاس راځي. له “ته زمری یې.” څخه ” محمود زمری یې.” جوړېږي چې هېڅ معنا او مفهوم نه لري.،،

 

دلته هم د پورته په څیر څه روښانه شوي نه دي او ناسموالی یې ناسم دۍ.

 

بیا لږلږ:

 

،،موږ په ګرامرونو کې ویلي چې نومځری د نوم پرځای راځي او د نوم له بیا راتګ څخه مخنيوی کوي، چې دغه قاعده یوازې په درېیم شخص(غایب) کې د تطبیق وړ ده. لکه په دې جمله کې، “هغه/دی زمری دی.” دلته “هغه/دی” نومځری د درېیم یوګړي پرځای راغلی. دلته که د “هغه” پرځای نوم وکاروو؛ نو جمله داسې بڼه خپلوي: “احمد زمری دی” چې دا جمله معنا هم لري او مفهوم هم.،،

 

دا بیا له ټولیزوالي لرې کیږي، چې باید وینا ناسمه وي.

 

لولو:

 

زموږ په ګرامرونو کې د نومځري په اړه راغلی تعريفونه یوازې په درېیم ګړي کې د تطبیق وړ دی او بس. د لومړي او دویم شخص په مورد کې دا تعریفونه هېڅ د تطبیق وړ نه دي.

 

پورته ټولو ته لنډه یادونه: دا نومخاینیوی، نو نومځاینیوی یا نومځری نه شو. دا ،، زه،، ، ،، ته ،، … په نو څه وي؟

 

لولو:

 

،،که نومځری داسې تعريف کړو چې “نومځری هغه کلمه ده چې د نوم پرځای راتلای او د نوم له بیا ځلي تکراره مخنيوی کولی شي.”

 

بیا نو نومځاینیوی نه شو، نو څه یې باید وبولو؟

 

بیا هم لولو:

 

،،پورتني تعريف کې “کولی شي” هغه کړ(فعل) دی ،چې د نوم پرځای د نومځري د راتګ یا نه راتګ احتمال ښکاره کوي. مطلب دا چې نومځری کېدای شي هم د نوم پر ځای راشي ،هم  رانه شي.،،

 

داپوهنیزه لیکنه نه ده. ،، راشي، هم رانه شي..

 

اوس نو راځۍ، چې دا پورته رد شوې ویېنې  وڅیړو، سمون او ناسمون یې په دلایلو روښانه کړو:

 

اوس د دې پورته ناسم بللو غوڼدالو ته راځم، چې سمې دي او ولې. دا به داسې لنډ وڅیړنم:

 

که ووایو، چې  “زه احمد یم”.

 

دلته خو په روښانه توګه ،، زه ،، احمد له پاره راځي. دی کړی شي ووای، چې زه؟ احمد، احمد یم. داسې خو موږ په ورځنیو خبرو که هم وایو. یا وایي اخمد، اخمد یم. او یا که څوک یې وانه وري یا له پیله دا پوښتنه کوي وایې، چې: ته څوک یې؟

 

نو هغه بیا ورته وایي، چې:،  زه احمد یم،،

 

یا له پیل څخه یو له احمد پوښتي، چې:،، ته څوک یې،، هغه ورته وای: ،، زه احمد یم،،

 

په پورته کې د ،، ته ،، په ځواب کې ،، زه،، او ،، څوک،، په ځواب کې ،، احد،، دۍ. یانې د ،، ته ،، نومځاینیوي له پاره ،، زه ،، ن راغلی.

 

که دی په پوښتنه کې، چې ،، ته څوک یې،، ووایي: ،، احمد، احمد یم،، هم سمه ده. دا چې احمد همغه وی دی، نو د بېلېدونې یا کامه  له لارې سره بیلیږي. داسې هم ویلی شي: ،، زه، احمد یم،،د زه پسې داسې لږ دمه هم ناشونې نه ده.

 

بیا: ته څوک یې ؟

 

زه احمد یم. یا احمد، احمد یم. داسې هم ویلی شي: احمد یم، احمد.

 

زه څوک یم؟

 

ته احمد یې. یا احمد یې، احمد یا احمد، احمد یې.

 

هغه څوک دۍ؟

 

هغه احمد دی.

 

احمد، احمد دۍ.

 

هغه؟ احمد. احمد دۍ.

 

څوک یې؟

 

،،زه یم،، او هم ،،احمد یم،،یا هم ،، زه احمد یم،،یا داسې پوښتنې او ځوابونه:

 

۱ – څوک یې؟ ،،، زه یم،، یا ،، احمد یم،،.

 

۲ ـ ،، ته څوک یې ؟ ،، زه احمد یم،، یا ،، ته څوک یې؟، ،، احمد،،….. او داسې نور هم.

 

دې باندې نور نه غږېږم، هیله ده، چې ستاسو مینه وې دې خبرو ته هم را پارولې وي.

 

بله یادونه مې چې لروده، هغه د درانه ساپي صیب دا لا ندې لیکنه ده:

 

،،پښتو ژبه کې نومځری یا ضمير د عدد، جنس او حالت له مخې ګردانېږي، چې په سنسکرېټ کې هم همدا شان دی.

 

عدد: له عدد څخه مراد دا دی، چې یو نوم په ژبه کې مفرد دی که جمع.،،

په پښتو ژبه کې موږ د عربي انډول داسې لرو: عدد، ګڼ یعنې هغه څه، چې د یوه څه څووالی او څومره والی ورسره ګڼل کیږي یا که غواړۍ څرګندیږي.

 

متعدد، ګڼ. د ډېروالي یا متعدد له پاره هم ګڼ په پښتو کې کارول کیږي. دلته دا کسان ګڼ ولاړ دي یا دا ونې ګڼې کښینول شوي.

 

تعداد ګڼون، چې موږ یې دا اوس څومره والی هم بولو.

 

دلته په دې لیکنه کې د لیکونکي موخه  عدد څخه تعداد یا ګڼون یا څومره والی دۍ، چې د یوه یا ډېرو له پاره کارولکیږي.

 

په دې هکله مې ګومان دۍ، چې د تاند په درنه خپرونه کې یوه لیکنه خوره شوې او که وشو، نو یوه بله لیکنه به هم وکړم، چې د ګڼونو سره څنګه سر او کار لرو او څنګه یې لولو.

 

په لیکنه کې راغلي:

 

،،…نومځري هم لري، او منځګړی«مخنث» بیا د  بې‌ساه څيزونو او حیواناتو له‌پاره،،

 

موږ دې منځګړي یا مخنث ته نرښځی وایو او داسې انسانان هم شته.