د پښتو ژبې او ادب د مخکښ سرلاري خوشحال خان خټک هیومانیستي فکر

لیکوال : رحمت الله حکیمي

(علمي مقاله)

مخکینۍ خبرې:

له پخوا نه د خوشحال خان خټک منظوم او منثور اثار لولم ، خوند ترې اخلم ،ټولنې ته ډېر څه په کې وینم، له ښه مرغه دادی اوس دماسترۍ په دوره کې دهمدې پیاوړي شاعر اولیکوال دافکارو په هیومانیستي اړخ د لارښود استادپوهاند یارمحمد یزال لخوا علمي موضوع راته سپارل کیږي، د خوشحال خان خټک افکار بلوري غمي ته ورته څوبعدي رڼاوې خپروي پښتو ژبې او ادب ته یې داسې  ساه ورکړه، چې د ډېریو شرقي او غربي لیکوالو د حیرت ګوتې ورته په غاښ شوې د انساني ژوند په ټولو خواو یې خپل درانه افکار د انسان د هوساینې په پار راسره شریک کړي چې په هر خوا یې تحلیلي کار کول ستره حوصله غواړي، ما هم زړه لوی کړ دنوموړي په هیومانیستي افکاروباندې مې څه ناڅه تحلیلي اوسپړنیز کار وکړ، د دې موضوع دروښانه کولو هڅه مې وکړه چې ایاد نوموړي له خولې د انسان پالنې نارې وتلې که نه؟

سریزه:

لیکوال او شاعر د ټولنې سترګې دي، چې وګړو ته ژوند په رېښتیني توګه تفسیروي، دا هله شونې ده چې لیکوال دخپلې ټولنې ورهاخوا بشري ارزښتونو ته ژمن او بې له کوم توپیري چلند څخه انسان ته په درنه سترګه وګوري، دا چاره د بشري ټولنو د اړیکو د ټینګښت موثر پیوند (ادبیات) رامنځ ته کوي، هر لیکوال د بشري ټولنې یو غړی بلل کیږي طبعي ده چې انسان ته به د خپل مافی الضمیر هغسې اظهار کوي په کوم چې دی د ضلالت نه رڼې لارې ته رهبري کیږي ادبیات هم په همدغو بشري ټولنو کې د پیاوړو، افاقي فکره حساسو او ذوق لرونکو لیکوالو په مټ  هله رامنځ ته کیږي، چې د خپلې پنځونې سوژه انسان وګرځوي.

د بشرپالنې فکر د هر انسان فطري غوښتنه ده، چې ځینې یې د خپلو محددویتونو له امله نشي بیانولای مګر په نړۍ کې ډېری داسې لیکوال او شاعران شته چې د ټول بشریت تنده د انساني ارزښتونو له چینې څخه ماتوي، چې پښتو ژبه او ادب هم په دې عرصه کې له چا کم نه دی د هر شاعر او لیکوال له خولې څخه يې د هیومانیسي فکر ناره وتې، چې دلته ما د نوموړو له جملې څخه د پښتو ژبې او ادب د مخکښ سرلاري خوشحال خان خټک په هیومانیستي فکر څه ناڅه رڼا اچولې.

لنډیز :

که دخوشحال خان خټک فن او هنر له هره اړخه وکتل شي د بلوري غمي په څېر څو بعدي ښکلاوې لري، یو هم دده دافکارو هیومانیستي ښکلاده، د نوموړي په افکارو کې به ډېر د بشرپالنې څرکونه لګیدلې وي دلته په لنډ ډول د نوموړي ځینې شعرونه او ویناوې او د هغه چا خبرې چې نوموړی یې دهیومانیستي لیکوالو په کتار کې درولی په هیومانیستي تله کې په تحلیلي توګه اچوم ، داباید واضح شي  چې نوموړي واقعاً له دې اړخه انساني تنده ماته کړې که نه؟ لومړی مې په هیومانیزم (انسان پالنه) په پېژندنې رڼا اچولې وروسته مې د خوشحال هیومانیستیک افکار په دریو برخو کې څېړلي الف ـــ انسان پېژندنه ب ــ د انسان او انساني ژوند هغه ښکلاییز عناصر چې د ټولو شریک دي لکه (همکاري، نیکي، اتفاق، عدل، سخاوتمندي، علم، انساني نیرنګونه، د ملګري انتخاب، تواضع، بې له توپیري چلنده افاقي مینه ، ازادي ، اودمیړني ځانګړنې)  ج ــ دښوونې او روزنې په عرصه کې دخان هغه افکار چې د نړیوالو مفکرینو افکارو ته ورته هیومانیستي رنګ اوخوند لري، ددې موضوع دلیکلو دپاره دموثقو ماخذونو نه استفاده شوي ، چې تحلیلي سپړنه به یې دا وضاحت کوي چې خان هیومانیست لیکوال او شاعر دی اوکه نه؟ پیل یې دهیومانیزم له پېژندنې کوو ورپسې په همدغه آینه کې دخان افکارو ته تم کیږو :

هیومانیزم:

انساني ارزښتونو ته ژمنتیا،  دهغه سره مینه لرل، په لیکنو کې ددې مفکورې ترویج او انځوریز کیدل دشاعر او لیکوال هیومانیستي بلل کیږي .

هومانیزم له لغوي اړخه  لاتیني کلمه ده چې معنا یې انسان پالنه ده ، هومان انسان دوست ته وايي چې د هوماني معنا انسانیت، مروت، شفقت او انساني صفات دي په اصطلاحي لحاظ هغه فلسفه ده، چې انسان ته دخپلو تاملاتو په مرکز کې ځای ورکوي اودټولو شیانو محور یې ګرځوي او دانساني اصالت ، ودې او غوړیدو ته ښه شرایط برابروي . ( ۷ ــ ۱۷ مخ )

هومانیزم دیوه فکري او روحي حالت دی چې د انسان شخصیت او ودې بشپړتوب مقدم ګڼي ، عبدالرسول بیات يې د لغاتو په فرهنګ کې داسې راپېژني: (( په اګاهانه ډول فکر اوعمل کول اوپرانساني حیثیت باندې ټینګاراو اصیل انسانیت ته لاس رسی کول دي . ))

هیومانیزم دبشریت په تفکر کې یو مترقي میلان دی ، چې دانسان سره دزیاتې مینې په څرګندولو کې دظلم ، تعصب ، کینې او تنګ نظریو په مخالفت راولاړیږي او دانسان دنیکمرغه ژوند په ټاکلو کې په دغه اخلاقي او انساني اصل تکیه کوي.

انسان دبشري ټولنې غړی دی  ((ارسطو یې ټولنیز حیوان ، ګرتسن یې متفکر حیوان او سقراط یې ځان پېژندونکی حیوان بولي . ))  ( ۸ ــ ۸ مخ )

کارل مارکس انسان د اجتماعي مناسباتو مجموعه بولي، که په لنډ ډول ووایو چې انسان دخپلو خلاقو کارونوپه جریان کې دعلم او هنر ډېرو سترو بریالیتوبونو ته رسیدلی د خپلې بشردوستانه مبارزې په لار کې یې په میلیونونو انسانان د اجتماعي مصیبتونو، ټولنیزو بې نظمیو، طبقاتي تضادونو او داسې نورو آفتونو څخه ژغورلي او په دې لاره لاپسې روان دی.

د انسان پالنې رڼه لاره  د یوه فلسفي او ادبي غورځنګ په ډول په (۱۴ مه او ۱۵مه ) پیړیو کې په ایټالیا کې رامنځ ته شوه او ډېر ژر داروپانورو هیوادونو ته انتقال ش،دغه فلسفي فکري لاره دفرهنګ دنویو لاملونو په پایله کې رامنځ ته شوه چې دانسان مقام ته په ډېر زیات احترام قایل وو  او انسان یې دټولو شیانو معیار او ترازو وګڼلو.

له ښه مرغه پښتو ژبه او  ادب په خپل تاریخ کې داسې ستر شاعران او لیکوال لري چې د خپلې ټولنې له بریده بهر په نړیواله کچه د انسان پالنې ولولې یې د هر چا غوږونو ته رسولي اوخپل هیومانیستي افکار یې دنورو شاعرانو اولیکوالو  لکه هېرودیت، شکسپیر، تولستوی، ټاګور، علامه اقبال او نورو په څېر په خپلو پنځوونو کې انځوریز کړي.

((په ګډو نورمونو لکه  دنیکۍ اوبدی ، دوستی او دښمنی ، کسۍ او ناکسۍ ، ظلم او مظلومیت ، ازادۍ او غلامۍ ، علم او عدل )باندې یې له خپل هیومانیستي فکره رڼا اچولې، نوموړي په معنوي لحاظ دخپلو تلپاتو انساني افکارو پرمټ زموږ سره اوږه په اوږه روان دي . )) ( ۲ــ    ۲۰۷ مخ )

انسان پالنه

دانسانیت تاریخ داثابتوي، چې حقیقي انسان پال هومانیست متفکرین د( ښه کوه بدمه کوه!) پر پرنسیپ باندې باوري وو یعنې ددوی هومانیزم فعال اواکتیف وو خوشحال خان خټک هم یو حقیقي او اکتیف انسان پال وو، ډېر زړور دژوندي زړه خاوند، حیات دوست او اجتماعي انسان وو، په ډېر جرآت سره یې انساني کړنې اوخویونه بیان کړي دټولنې وګړي یې دې ته متوجه کړي چې په دې کړنو کې هغه لار ونیسئ چې وګړي په سمه لاره رهبري کوي ، نوموړی  انسان ته په لوړ ارزښت قایل دی انسان یې تربل هرچا ښه پېژندلی دلته یې دشعر هغې برخې راوړو چې دانسان پېژندنې افکار او اقدار ترې ډېرښه څرګندیږي :

لکــــــه کـــــار لـــــري نــــظر  ـــ هســـــــــــې ژبه کا اثر

ماهیت یې مونده نشي      ـــ چې څه څېــــــز د ابشر

هم ترکیب د نیک او بد دی  ــــ هم معجون د خیرو شر

هم فرشته دی هم حیـــوان  ـــــ هم مومن دی هم کافر

کله اور کله اوبــــــه شي   ــــ کلـــــه تـــــوره کلـــــــــه سپر

څه خو لږ تر خدای راکوز دی  ــــ که یې نــــــه دی برابر

دا وچاته کړې خوشحاله   ــــ دمستیه شـــــــور او شر

( ۴ ــ  ۴۵ مخ )

بل ځای دانسان په جوړښت او نیکۍ کولو خبرې کوي وګړي ښو کړنو ته رابولي وايي :

خـــــو یوه ساه یــــــې بود دې هـــمدا دی

 

یوموټی خاوره یې جود  دې همدا دی

نــــــــــور سود دې نه وینم په دا دنیا کې

که څو نیکي وکړې سود دې همدا دی

(۴ ــ ۴۶ مخ )

پورته بیتونه  انسان ته دا درس ورکوي ، چې دا دنیا دازمیښت دنیا ده، هرچاته په کار ده چې ددغه ازموینې څخه بریالی راووځي دیوه کس نه دنیکۍ تمه لرل ، نیکي خوښول دهر انسان فطري ځانګړنه ده ، خان لومړی دانسان په جوړښت غږیږي ، ورپسې دهغه دجوړښت سره سم نوموړی داسې مثبتو  کړنو ته رابولي چې په دارینو کې ورته دسرلوړۍ پګړۍ ورپه سر شي؛نو خان دانساني مزاج سره سمه هیومانیسي فکر انځوریزکړی .

خوشحال خان خټک دانساني نیرنګونو څخه وګړي داسې اګاه کوي :

فکر مې کړی چـــــــــې دا انسان دی

ځینې فرښتي دي ځیــنې شیطان دی

ځینې سړي دي په خوی خصلت کې

ځینې بېشکه لـــــــــــــــــــــکه ددان  دی

(۳ ــ ۴۹ مخ )

پورته بیتونه  انسان ته دهغه انسان ځانګړتیاوې بیانوي، چې ظاهراً انسان ښکاري مګر باطن یې دحیوان صفته خویونو څخه ډک وي؛ داچې خان چې په انسان پېژندنه کې ستره تجربه لري وګړي دانساني نیرنګونو څخه اګاه کوي دهوښیارتیا اوځېرک والي درس ورکوي پورتنۍ وینا یې له خولې وځي .

د خوشحال خان خټک په اشعارو کې دانسان او انساني ژوند ښکلاییز عناصر

مرسته او همکاري کول :

همکاري د ټولنیز ژوند ساه ده همدې اصل ته په پام خوشحال خان د انسان مغرور او عالي جناب نوم پورته کوي وايي:

وګــــــــړي واړه کــــــــارونــــــــــه خپل کا

مردان هــــغـــــه دي چې کار د بــــــــل کا

څوک چـې ارام ګټي د نیکو نام ګټي

دخـــــــــــوږو زړونــــــــــــو دارو به تل کا

( ۴ــ ۴۶ مخ )

تحلیلي کتنه : که پورته څلوریزې ته پام وکړو خوشحال خان هغه څوک غښتلی او دښه ژوند څښتن یادوي ، چې د دردمنو درد خپل بولي .یودبل سره مرسته اوهمکاري کول دبشري ټولنې درغښت اساسي توکي دي، هېڅوک په یوازې ځان بریمن ژوند نشي ترسره کولای، خان په دې پوهیده چې خاني ، حکمراني اومشرتوب په خپل نوبت تېریږي یوازینی څېز چې دده په ښه نوم پاتې کیږي هغه ښېګنه ، ښه عمل او همکاري کول دي ،  په منطقي لحاظ که له یوه عدد سره نور حسابي ارقام ملتیا ونه کړي ؛ نو دابده پورې به مو دشمېریز سیستم واحد یو وي ، چې داپه خپله دشمیر مفهوم له منځه وړي ، همدا شان انساني ټولنه د وګړو ګډ کور دی باید چې یوبل ته په کې دهمدردۍ لاس ورکړل شي؛ ابن سینا او فارابي اونورو مفکرینو دخوشحال خان ویناوو ته ورته ویناوې کړي ابن سینا وايي : (( که انسان وغواړي ، چې دنوروله مرستوپرته دژوند لاره ونیسي سمه نه ده، انسان باید یودبل دځینو اړتیاوو دلرې کولو لپاره خپلې قواوې په کار واچوي ، چې داډول دټولنو دتشکیل سبب کیږي . ))  همداشان بل ځای کې فارابي وایي : (( فاضله مدینه ( هیومانیستي ټولنه )هغه ټولنه ده چې انسان پالنه په کې ارزښت ولري چې مهم عناصر یې تعاون او خوشبختیو ته ځان رسول دي . ))  زما په اند په پورته څلوریزه کې لوړ هیومانیستي فکر څپې وهي ، چې هیڅوک ترې سترګې نشي پټولای .

 

اتفاق ( یووالی )

د بشرپالنې بل مهم عنصر چې انساني ټولنې لوړو پوړونو ته خېژوي هغه اتفاق او یووالی دی، خان نوموړې موضوع ته داسې اشارې کوي:

څوڅوښادۍ دي په دا افاق کـــې

واړه به بیا مومې په اتفاق کـــــې

څوڅو غمونه یا محنتونـــــــــه دي

یا په دروغ کې دي یا په نفاق کې

( ۳ ــ ۴۶ مخ )

بل ځای وايي :

پنځه دې ګوتې کـــــــــه یـــــــــوه نه وي

دنورو ګوتو چـــــاربــــــــه دې څــــــه وي

دلاس خوبي ده پــــــــه پنـــــځه ګــــــوتې

چې سره جوړې وې کار به دې ښه وي

(۷ ــ  ۱۰۸ مخ )

تحلیلي کتنه : که نوموړې مفکورې ته دخپلو تجروبونه وروګورو له کوره نېولې تر نړۍ پورې  دملتونودکامیابۍ راز په یووالي کې دی، چې انسانانو ته د ( سوکالۍ ، کامیابۍ ، استقلالیت اوښه ژوند کولو ) تاج ورتړي، فارابي په خپل اثر ( اراء اهل المدینه الفاضله ) کې وايي : (( ټولنه دانسان دبدن داعضاوو سره ورته ده ، زړه په بدن کې ریس دی ، چې ټولې چارې تنظیموي همداشان په انساني ټولنه کې ولسمشر باید همداسې چاره ترسره کړي . ))  دخان له خولې څخه په همدې مفهوم دبریا دغه ناره وتې چې دهر انسان دپاره اغېزمنه نسخه بلل کیږي .

عدل:

عدل دانساني ژوند سېستماتیک جوړښت دی ، چې په راعایت کولو سره انسان ته هوساینه ورپه برخه کیږي په اړه یې خان  خپل فکر داسې سندریز کړی.

په خصلتونـــــــــــو کــــــې عدل انصـــــــــــــــاف ښـــــــــــه دی

له ښو له بــــــــــــــــدو سره زړه صـــــــــــــــــــاف ښـــــــــــــــه دی

چې څوک دې غاښ مات کاته یې هم غاښ مات کړه

که عذر خواه شي غاښ یې مــــــــــــــــــعاف ښـــــــــــــــــه دی

(۳ ــ ۴۷ مخ )

تحلیلي کتنه : انسان له آدمه تر دې دمه دعدل او انصاف غوښتونکی دی، عدل په انساني ژوند کې دانسانیت نورمونه برابروي، په وسیله یې ټولنه دافاقیت څلي ته خیژوي بالمقابل بې عدالتي ده، چې وګړي دخپلوحقوقو څخه لرې ساتي اوټولنه دتاترین په ژۍ دروي ؛ نو همدې ته په پام دبشري ټولنې دهوساوالي ، پرمختګ مهم عنصر عدل او انصاف دی چې خوشحال خان خټک په دې اړخ کې هم خپل هیومانیستي فکر سندریز کړی .

 

سخاوت :

دسخاوتمندۍ په باب خوشحال خان خپل هیومانیستي فکر داسې انځوریزکړی:

نامرد هغه دی چې چاته څه ورکــــــــــا

منت دپاسه ورباندې زبــــر کـــــــــــــــــا

په رنځ کې ومره هغه دارو مه خوره

چې په منت یې وتاته څوک درکـــــا

(۳ ــ ۴۸ مخ )

تحلیلي کتنه : فقر هغه ناوړه پدیده ، چې په انساني ټولنه کې دهر ډول ناخوالو په سر کې ځای لري ، ددې ناوړه پدیدې دله منځه وړلو بهترینه لاره سخاوتمندانه فکر دی چې په ټولنه کې فقر ، بېوزلي له منځه وړي ، دوګړو ترمنځ دخوشحاله ژوند لارې چارې برابروي همدې په پام خوشحال خان خټک په نوموړی موضوع خپل هیومانیستي فکردانسان دهوساینې په پار انځوریز کړی .

علم :

خوشحال خان خټک دعلم دترویج او علم زده کړې دپاره څومره ښکلې نسخه وړاندې کوي :

په هغه جهان به خلاص وي له عذابه

چې دلې یې سریکار وي له کـــــــتـابه

(۶ ــ ۸ مخ )

تحلیلي کتنه : په نړۍ کې دمثبت بدلون ستر مبلغ کتاب دی  چې دجهالت تورې تیاري یې دخپلو تور په رڼا سره وویشتلې خان  همدې ارزښت ته په پام وايي چې دکتاب سره ملګري وکړئ، همدا یوازینی ملګری دی  چې تاسو ته دناخوالو څخه دنجات لاره پیداکوي، دفارابي هومانیستي ټولنه هم په دریو آرونو ( علم ، عمل او فضلیت ) جوړه ده چې علم یې اړین رغښتي توکی بلل کیږي پورته بیت واقعاً دمطالعې او کتاب لوستنې  نظریه په سړي باندې هومانیستي مزه څکلای شي.

دښه ملګري انتخاب:

خوشحال خان خټک دملګري ټاکلو دپاره  داسې نسخه وړاندې کوي :

داپند دې هرڅوک سره سنـــــــــد کــــــا

هوښیار به نه وي چې څوک حسد کا

همراه چې ښه وي بد سړی ښــــــــــه کا

همراه چې بد وي ښه سړی بـــــــــــد کا

(۳ ــ ۵۰ مخ )

تحلیلي کتنه: دخوشحال خان خټک پورتنی وینا انسان  ته دملګري پېژندلو او نیکۍ کولو درس ورکوي ،په ژوند کې دښه ملګري انتخاب دبریا راز او هدف ته د رسیدنې مهمه لاره ده ، چې وګړي افاقي پوړونو ته رسوي، په ولسونو کې هم دغه خبره ډېره پخه رېښه لري ، چې دتور دیګ سره کښېنې توریږې ، خان همدې ته په پام دښو او بدو ملګرو محک په پورته ډول انځوریز کړی.

ډېریو شرقي او غربي پوهانو دخوشحال خان خټک په اثاروګوتې وهلې هغه یې دافغاني ټولنې دادبیاتو دملاتیر ګنلی اودنوموړي په اثارو کې دهیومانیزم څرکونه په ګوته کړي، یوه هم ډاکتره خدیجه فریروزالدین بیګم ده ، چې دخوشحال خان خټک په ژوند او هنر یې د دوکتورا تیزس ( ډېزرټیشن ) لیکلی یوځای لیکي : (( دخوشحال دشهرت لوی لامل هیومانیزم ( وګړپالنه )  ده ، چې بې له کوم توکمیز اومذهبي توپیره یې ټول بشر ته په درنه سترګه کتلي اودټولو انسانانو سره یوشان خواخوږي ښيي، دخپلو سپېڅلو هیومانیستي احساساتو په اور کې یې ټوله نړۍ توده او روښانه کړې؛ نو ځکه یې خپل شعر ته له دې اړخه هم ښکلا وربښلې . )) ( ۱ ــ ۳۹۴ مخ )

دلته غواړم په هغو نقطو تحلیلي کتنه وکړم کومې چې داکترې خدیجې بیګم دهیومانیزم په کتار کې درولي:

انساني ارزښت اوتواضع

خوشحال خان دغه نظریه چې هر انسان ته باید په ارزښت قایل واوسو داسې هیومانیزمه کړې :

چاته سهل نظر مه کــــــــــــــړه     په هر سر کې دخدای سِر دی

دمزري څخه که زور دی          دلـــــــــــــــــومبړي څخه رای شته

ځېرکي دقارګه کـــــــــــــوره     کـــــــــــــروفر که دهمای شته

هیڅ مکان ترې خالي نه دی     په هر لـــــــوري کته خدای شته

( ۴ ــ ۸۷۲ مخ )

تحلیلي کتنه : انسان بایددنرګیست په داسې جامو کې ځان ونه پیچې چې نور وګړي تر نظر هیڅ ور شي،ځکه د هر ژوندکړي په خلق کیدو کې بیل حکمت دی، دخان پورتنۍ ویناموږ ته دتواضع ، زړه سوي عاطفي درسونه راکوي دهغه شاعر خبره راپه زړه کوي چې وايي :

هیڅ تحقیر دصغیر مــــــــــه کــــوه کبیره

ګرداب وګوره دریاب حلقه بګوش کا

دهر ژوندګړي په پیداکیدو کې بیل راز دی ، انسان باید نفس ماتوونکی فکر ولري؛ همدې ته په پام خوشحال په خپله پورتنۍ وینا کې دانسانیت رښتیني نورمونه بیان کړي چې درته هیومانیستي مفکوره تمثیلوي .

خپلواکي ( ازادي ) :

د ازادۍ په اړه خوشحال خان خټک خپل فکر دیوه انسان دپاره داسې هیومانیز کړی وايي :

ازادي تـــــــر پاچـــــــاهیـــــه لا تــــیری کا

چې دبل دحکم لاندې شي زندان شي

(۷ ــ ۱۰۰ مخ )

تحلیلي کتنه : په بشري ټولنه کې انسان په فطري ډول له ازادۍ سره ټینګه اړیکه لري، دبل لوړ غږ په ځان نه مني، خان ته انساني مزاج ښه معلوم دی ځکه یې ازداي تر پاچاهیه ورته لوړه کړې اوانساني غوښتنه یې دهومانیستي اړخه سندریزه کړې .

میړنی اومیړانه :

میړنی یوصفتي او نسبتي کلمه ده ، په پښتني ټولنه کې یاده کلمه، دهوساینې اوسرلوړی درانه  مفاهیم له ځانه سره وړي ، خان په لاندینو بیتونو داسې وړاندې کړي چې انسان په هوسااوپه ځان بسیا ټولنه  وربرابروي وايي :

مــــــرد هــــغه چـــې همتناک برکتناک

له عالمه سره خــــوږ په زیست وژواک

مخ یې مخ ، قول یې قول عهد یې عهد

نه دروغ ، نه یــــــې فریب ، نه تش تپاک

لږ ویل ډېر یې کـــــول پـــــــه خاموشی کې

دغونچې غوندې خوله ډکه سینه چاک

( ۴ ــ ۷۱ مخ )

تحلیلي کتنه : انسان له آدمه تر دې دمه له دروغو ، فرېب ، دوکې او بې وفایۍ څخه ځوریږي ، همدا ناوړه کړنې دي ، چې ټولنه دتاترین پر ژۍ دروي، ددې دپاره چې په ټولنه کې دهوساوالي روح وچلیږي خوشحال خټک هغه سړی میړنی بولي چې په وعده وفا کوي ، رښتیا وايي ، فریب او دوکه نه کوي، په لږو ویلو عمل کويي ، چې دنوموړي دغه نظریه دټول بشریت دپاره بهترینه نسخه ده .

افاقي مینه :

خوشحال خان خټک صوفیانو او ټول بشریت ته دافاقي مینې داسې درس ورکوي چې هیومانیستي څرکونه په کې له ورایه ښکاري اودعرفي اعظم دې ویناته ورته (( درحیرتم که دشمن کفر و دین چراست ـــ  ازیک چراغ کعبه وبت خانه روشن است )) وايي :

که مسجد ګورې کـه دېــــــــر

واړه یودي نشتــــــــــــه غـــــــیر

یومو بیا موند په هرڅه کې

چې مې وکړه دزړه ســــــــــیر

هغه ځای په سیر ګرځـــــــــــم

چې ترې نه رسیږي غیــــــــــــر

( ۴ ــ ۹۹ مخ )

تحلیلي کتنه : خوشحال خان خټک داصولوپسې هڅه کوي په فرعوکې ځان بندول دهیڅ انسان دپاره نه خوښوي ، دیوه صوفي دافاقي مینې ډېوه یې بله ساتلې اوپه رنګارنګ توپیرونو یې ایمان نه درلوده، دنوموړي په اند یوازې یوازې یوه رڼا ده چې ټول لمانځتونونه روښانه کوي، په هره لاره ځان رڼا ته رسول دبشریت موخه ګڼي، دنوموړي دامفکوره واقعاً هیومانیزمي خوند لري ، چې دبشر هر وګړي ته په کې لاره ښودل شوې، همدا مفکوره بل ځای دعشق له دریڅې څخه داسې سندریزه کوي :

عاشقان یې صد هزار یوه معشوقه  – پــه هــر لوري ورپسې دي په پی پی

څوک په کور د ننه ناست ورسره کیل کا – څوک همیش ورپسې ګرځي لی په لی

که پورته بیتونو ته پام وکړو خان محبوب  ته رسیدل غواړي هغه که په هره لاره وي وايي ستاسو رڼا په کار ده هغه که د هر څومره سوریو نه رالویږي  همغه رڼا ده .

یعنې مذهب یوه روحاني هیله او داسې خپلوي ده، چې بنده او څښتن سره نږي کوي ، دغه نېږدې کیدنه که په هر لاره شوې وي نېږدې کیدنه ده، خپل اصلیت ته لاره باسي دهمدې امله ټول بشر ته دیوه رښتیني مسلمان په توګه په یوه سترګه ګوري نو وايي :

مستظهر په عفوشــــــوی بیا پرخاش دانتقام

داکار دمردۍ نه دی پرې پوهیږي خاص وعام

دخپل دین ، دخپــــل مـــلت سیلـــــه ثنا کا

مومنان دي ، کــــه ترســــادي ، کـه جهود  دي

(۴ ــ ۴۰۲ مخ )

داګتره خدیجه بیګم دپورتنیو بیتونو په اړه وايي : (( خان غوښتل چې دفاني او لافاني ترمنځ نه شلېدونکې اړیکې پیداکړي او خلکو ته وښيي چې څښتن دټول بشر شریک دی اوپه هر ځای کې دخپل مخلوق لیدنه کوي او دغه داصل او وصل بیلابیلې لارې بیرته په اخر کې دوصل په لاره ورګډوي . )) ( ۱ ــ ۳۹۷ مخ )

دښوونې او روزنې په عرصه کې نړیوالو مفکرینو ته ورته دخوشحال خان خټک هیومانیستي جاج :

خوشحال خان خټک دښوونې په عرصه کې دبشرپال فکر پلیونی اومبلغ دی کاندید اکاډمیسن محمد صدیق روهي دخان دغه ډول اثار څېړلي په اړه یې وايي: (( دخوشحال خان دستارنامه دښوونې او روزنې ټول عمده مسایل لکه دښوونې او روزنې اېډیال ، تعلیمي نصاب ، دتدریس میتود ، چاپیریال ، دوراثت موضوع اونور په عالمانه توګه څېړلي . )) ( ۶ ــ  ۵ مخ )

دبیلګې په ډول انګریز فیلسوف جان لاک دسپینې لوحې په وړاندې کولو سره په فلسفه کې ستر انقلاب راوستلووویل یې: (( دماشوم ماغزه دسپینې لوحې په څېر دي او له تجربې نه وړاندې په مغزوکې کومه فطري مفکوره نشته . )) خوشحال په همغه وخت ( ۱۶۸۹ م ــ ۱۶۱۳ م ) کال کې وايي : (( دهلک زړه لکه سپین کوره کاغذ هسې دی هرڅه چې پرې وکاږې هغه حرف پرې پریوزي . )) همدارنګه بل ځای دنوموړي دغه تیوري دکامینوس له نظریو سره ورته دی چې وايي : (( په ښوونه او روزنه کې دجنس ، طبقې ، اجتماعي او اقتصادي موقف توپیر نه کوي، دده په اند بادار او غلام ، نر او ښځه ټول دعلم په زده کړه مکلف دي . ))  ( ۶ ــ  ۷ مخ )

تحلیلي کتنه : انسانانو یو له بل سره د( انس ) په کلمې سره کډې او ټینګي لري، طبعي ده چې یو دبل درد بې له جغرافیايي، قومي او سمتي توپیرونو څخه محسوس کوي، ټولوته یې په یوشان دهوساینې ناره له خولي وځي، که پورته نظریو ته پام وکړو جان لاک او کامینوس نه دخوشحال خټک کلیوال وو اونه دده دعقیدي ملګري مګر د دریو واړو له خولې څخه دانساني ژوند دارتقا په موخه رڼې لارې په ګوته شوي علت یې دادی چې انسان پالنه ددغسې وړو پولو نه ورهاخوا یوه بیله لاره ده چې روڼ اندي او پیاوړي مفکرین یې راته په ګوته کولای شي .

پایله

هغوی چې  وايي ? خوشحال خان خټک دقومي ، ژبني پولو ورهاخوا دبشر دپاره څه نه دي وړاندې کړي .) تیروتي اوخپلې خبرې دې بیرته واخلي ، خوشحال خان خټک دانسان پېژندنې له هغې فاکولتې نه ډېګرې اخیستې چې دغه ټولنیز اوفکري موجود یې ذره په ذره څېړلی او د(( لقد خلقناالانسان فی احسن تقویم .))  ( سورة التین  ۴ ایت ) له چینې څخه سېرابه دی بله داچې  که خوشحال خان هیومانیست نه وای؛ نو ولې به دده په اثارو شرقي او غربي لیکوالو ګوتې وهلې؛ نو اوس په یقین سره ویلای شوچې خوشحال خان خټک دپښتو ژبې او ادب هغه وتلې څېره ده، چې دخپل قوم ، ژبې او نورو محدوده پولو ورهاخوایې ټول بشریت ته دنجات لاره ښودلې .

وړاندیزونه

دموضوع سره سم مې دښاغلي اسدالله غضنفر هغه خبره خولې ته راځي ، چې ویل یې ماچې کله دجادوګر هنر دکتاب مقالې راټولې کړې، پلار ته مې وویل چې داکتاب وګوره چاپوم یې، پلار مې مریض وو، لږ لږ یې وکتلو راته وویل چې که دخوشحال خان اولنډۍ په اړه څه په کې لرې چاپ یې کړه، ددې معلومیږي، چې نوموتی شاعر او لیکوال دپښتني ادب رښتینې ساه چې دپښتوادب درانه اثار یې په خپلو مرغلرو ښکلي کړي، هیله  ده ، چې په نوموړې او ددې نه ورهاخوا دخوشحال خان خټک دژبې او قلم نورښکلایز اړخونه رابرسیره شي .

د پښتو ژبې او ادب دلا ارتقا په موخه

اخځلیکونه :

۱ : ــ بېګم فېروزالدین ډاکتر خدیجه ، دخوشحال خان خټک ژوند او هنر ، داجمل ښکلي ژباړه ، دافغان کلتوري ټولنو جرګه ، دانش مطبعه ، کابل ( ۱۳۸۷ ل ) کال ،(۳۹۴ ــ ۳۹۷ مخونه )

۲ :ــ پوهنوال شاولي خان ، خوشحال پېژندنه ، دویم چاپ ، ختیځ خپرندویه ټولنه ،(۱۳۹۲ ل ) کال ،(۲۰۶ ــ ۲۰۸ مخونه)

۳ : ــ عثمان محمد عارف ،خوشحال خټک او دده ادبي مکتب ، علومواکاډمي ــ کابل (۱۳۶۱ ل) کال ( ۴۵ ــ ۵۰ مخونه )

۴ : ــ خټک خوشحال خان ، کلیات ، دعبدالقیوم مشواڼي په زیار دویم چاپ ، دانش خپرندویه ټولنه ، پېښور ( ۱۳۸۷ ل ) کال .

۵ :ــ شکیب څېړندوی عبدالظاهر ، دخوشحال خټک اشعار دبدیعي ښکلا له نظره ، علومو اکاډمي ، شعیب مطبعه (۱۳۸۸ ل ) ( ۱۰۱ ــ ۱۰۲ مخونه )

۶ :ــ  روهي اکاډمیسن محمد صدیق ، دخوشحال دمفکورو لنډ جاج ، دخوشحال کلیات ، مقدمه لومړی ټوک ، دافغانستان علومو اکاډمي ، دژبو ادبیاتو مرکز، کابل (۱۳۵۹ل ) کال ( ۵ ــ ۸ مخونه )

۷ : ـ منګل څېړنوال سلطاني ، هیومانیزم دشرقي او غربي فلاسفه و له نظره ، محله جنګی پشاور ، ( ۱۳۹۰ ل ) کال .

۸ : ـ  مندوزی مرستیال سرمحقق ولي محمد ، هیومانیزم ، اریانامطبعه ، (۱۳۶۸ ل ) کال .

۹ : ــ  عثمان ، داکتر عارف، دخوشحال خان خټک څلویښت پندونه ، داشرف عظیمي په اهتمام ، دخان د درې سوم تلین دبین المللي سیمنار په ویاړ، (۱۳۵۸ ل ) کال کابل .