د پښتو ژبې لهجې..!

لیکوونکي: د وسیع ویب لیکوالي ټیم

پښتو ژبه د نورو ژبو په څیر په بیلابیلو سیمو کښې د ویونکو د موجودیت له امله ډېرې لهجې لري. دا چې د ټولو لویو او وړو لهجو بیانول مشکل اوپه عین وخت کښې له ستونزو او کړاوه ډک کار دی. نو له همدې امله غواړو دلته معیاري او د یادونې وړ لهجې په لنډه توګه وښیو:

د پښتو ژبې لهجې په دوو لوېدیځو او ختیځو لهجو ویشل شوی دي او بنسټ یې د دوو تورو (ښ،ږ) توپیرګنی چې په لوېدیځو لهجوکښې یې(ش،ژ)ته نژدې او په ختیځو لهجو کښې (خ،ګ) تلفظ او ویل کېږي، خو اوس د زیات غور او مطالعو په نتیجه کښې یوه دریمه لهجه د مرکزي لهجې په نوم د اساسي لهجو په کتار کښې شامله شوې ده.

پښتو لهجې په دوو سترو ډلو ویشل کېږي:

الف) اصلي لهجې

ب) فرعي لهجې

الف) اصلي لهجې په درې

ډوله دي چې په لاندې توګه بیانېږي:

1- لوېدیځه لهجه: چې د کندهارۍ لهجې په نوم هم یادېږي او د تاریخي افغانستان په لوېدیځو او سهیلی(جنوبي) سیموکښې ویل کېږي. په دغه لهجه کښې د پښتو د دوه ځانګړي توري (ښ،ږ) د(ش،ژ) آواز ته نږدې تلفظ کېږي او بل مهم ځانله توب یې دادی، چې په کومکي فعلونو کښې یې(ش) آواز په (س) بدلېږي. یعنې(وشو شوی دی، شته، نشته) کلمې په (وسو،سوی دی،سته،نسته) ویل کېږي.

2- مرکزی لهجه: چې د منځنۍ لهجې

په نوم یادېږي او د افغانستان په مرکزي سیمو لکه غزني، وردک، لوګر، پکتیا، پکتیکا او نورو کښې ویل کېږي.

په دغه لهجه کښې د پښتو ځانګړې توري (ښ،ږ) په خپل اصلي آواز تلفظ کېږي او د تلفظ په وخت کښې یې د ژبې منځنۍ برخه پورتني تالو سره نښلي.

3- ختیځه لهجه: چې د ننګرهاري لهجې په نوم هم یادېږي او د ننګرهار، مومند، باجوړ، اشنغر، او یوسفزوپه سیموکښې ویل کېږې. په دې لهجه کښې (ښ،ږ) د (خ،ګ) په څېرویل کېږي.

ب) فرعي لهجې: فرعي لهجې زیات

ډولونه لري چې ځینې مهم یې په لاندې توګه بیانېږي:

  • وزیرۍ لهجه: وزیري لهجه د (ښ،ږ) په تلفظ کښې د لوېدیځې لهجې د تلفظ تابع ده،خو په نورو مواردو کښې له مرکزي لهجې سره اړیکي او نږدیوالی لري. په وزیرۍ لهجه کښې هفه (الف) چې د کلمې په مینځ او پای کښې راغلی وي په (و) بدلېږي او (کال، پلار، کابل) ته (کول، پلور، کوبل) وایي. او همدا رنګه منځنئ (واو) په (ی) بدلوي او (مور، لوند، توت) (په میر، لیند، تیت) تلفظ کوي.
  • د ځټکولهجه: دخټکو لهجه د (ښ، ږ) په تلفظ کښې له لویدیځې لهجې سره سمون لري،خو په لغاتو او اصطلاحاتوکښې دختیځې لهجې سره اړیکې لري.
  • کاکړۍ لهجه: په ځینو مواردو کښې د لویدیځې لهجې او په ځینوکښې له مرکزي لهجې سره نږدې والې لري، مثلآ (ژ) د مرکزي لهجې په څېر (ز) تلفظ کوي او ( ژوند، ژبه، ژمې) د (زبه، زوند، زمې) په بڼه تلفظ کوي.
  • د احمدزولهجه: په دې لهجه کښې (ژ) په (ز) او په ځینو کلمو کښې(ش) په (س)تلفظ کوي: لکه(ژوند،مشر،میاشت) په (زوند،مسر،میاست)تلفظ کوي.
  • د وردګولهجه: یوه مهمه فرعي لهجه ده چې

د اصلي مرکزي لهجې په لړکښې شمېرل کېږي.

 

  • د پکتیالهجه: د مرکزي لهجې په کتار کښې شامله ده خو ځینې خاصې نښانې هم لري،مثلاً:ځدران او ځاځي خلک(راځه،ځي) په ځای (راڅه- څي)تلفظ کوي.
  • د اپریدیولهجه: په ځینوځایونوکښې له مرکزي لهجې او په ځینو کښې له ختیځي لهجې سره اړیکې او نزدیوالې لري. په دې لهجه کښې (ا،ی) په (و) بدلېږي او د(راشه،خورئ)پر ځای (روشه،خورو)وایي.
  • د یوسفزولهجه: یوه مهمه فرعي لهجه ده چې په اصلي ختیځه لهجه کښې لومړی مقام لري.
  • دباجوړلهجه: د ختیځو لهجوپه لړکښې شمېرل کېږي. په دې لهجه کښې(غ،ت) په (ګ،څ) بدلون مومي او (غوښه،تېښته) په (ګوښه او څېښته) تلفظ کوي.
  • دمومندولهجه: یوه مهمه ختیځه

لهجه ده چې په درونداوځیږ غږ سره ویل کېږي.

  • د خوګیانیو لهجه: په زیاترو څیزونو کښې له مرکزی لهجې سره اړیکې او نږوالی لري،خو په ځینومواردو کښې له ختیځې لهجې سره اړیکې پیداکوي. او (غوړي)ته (ِغیړي) او خولۍ) ته خېله)وایي.
  • د شینوارولهجه: یوه فرعي لهجه ده چې په ځینو کلمو کښې زېر (کسره) په زور (فتحه) بدلوي، مثلاً: (ورمېږ) ته (ورمږ) وایی.

سرچینې: پښتو ګرامر مؤلف پوهاند صدیق الله رښتین.۱۹۹۴پیښور.

🏠: د ژبژغورنې ملي غورځنګ خوست څانګه