د پکتیا له زندان څخه د ۷ طالبانو د تښتېدو په قضیه کې ۱۲ دولتي مسوولان ونیول شول

د یاد ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت له زندان څخه د اووه طالب بندیانو د تښتېدلو په قضیه کې یې د لاس لرلو په تور ۱۲ کسان نیولي دي.

د پکتیا د امنیه قومندانۍ ویاند سردارولي تبسم رسنيو ته ويلي دي، نیول شوي کسان د زندان ساتونکي، مسوولان دي چې د پکتیا د زندانونو مدیر هم په کې شامل دی.

نوموړی زیاتوي، دا کسان د طالب بندیانو په تېښته کې د غفلت له کبله تر څېړنو لاندې دي او که قضیه کې یې لاس لرل ثابت شي عدلي او قضايي ارګانونو ته به ور وپېژندل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه شپې وړاندې د پکتیا چارواکو رسنيو ته خبر ورکړ چې له مرکزي زندان څخه یې اووه طالب بندیان وتښتېدل؛ خو وروسته چارواکو وویل چې په دغو ۷ تنو کې یې یوازې ۳ تنه طالبان هم شامل وو.