د پکتیکا د ویر څو تاثره!

لیکنه: ارشاد رغاند

د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د سې شنبې ورځې په سهار د یوه موټربم چاودنې له کبله لږ ترلږه ۸۹ تنه شهیدان او ۴۲ نور ټپيان شول. د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي رسنیو ته وویل،چې اکثره شهید شوي کسان ښځې او ماشومان دي. د عیني شاهدانو په وینا په بمونو د سمبال دغه موټرچلوونکي دارګون په له ګڼې ګوڼې ډ‌ک بازار کې هغه مهال خپل موټر ته چاودنه ورکړې،چې ګڼ خلک د کوچني اخترلپاره د سودا پیرلو لپاره راغلي وو. د ارګون ولسوال رسنیو ته ویلي،چې دغه موټرپه داسې سیمه کې چاودول شوی،چې یوې غاړې یې مدرسه او بلې ته جومات دی او د چاودنې پروخت په دواړو ځایونو کې ګڼ خلک موجود وو. بې مسولیته پېښه ددولت وسله والې مخالفې ډلې (وسله والو طالبانو)له رسنیو سره په خبروکې د دغې پېښې او پکې د خپلې ښکېلتیا مسئله رد کړې ده. ملي دفاع وزارت او نورو افغان امنیتي سرچینو هم په څرګند ډول نه دي ویلي،چې دغه وحشیانه حمله د چا لخواشوې ده؟ دا لومړنی او خامخا به وروستی ځل نه وي،چې د افغان ملکیانو په دغسې پراخه وژنه کې ددولت وسله والې مخالفې کړۍ پرخپلې ښکېلتیا منکریږي. ارګون هغه سیمه ده،چې د وسله والوطالبانو تر رهبرۍ لاندې د ترهګرۍ یوه خطرناکه او مشهوره ډله(حقاني شبکه)پکې زیاته فعاله او حتی حاکمه ګڼل کیږي. ولس په داسې وخت کې حیران شي،چې د دوی وژلو ته خو به له اسمانه کوم څوک نه راښکته کیږي،ځکه دولت یې وژونکي نه ورښيي،وژونکي یې مسولیت نه مني،څوک نه پوهېږي چې د ولس د وژنې عامل څوک او ولې دی؟ ظالم دښمن،کمزوری واکمن له دغسې پېښو څخه د تېرو دیارلسو کلونو یوازینی تاثر او نتیجه چې افغان ولس اخیستې،پرې سراسري موافقه لري او دا په نړیواله کچه ثابت شوی حقیقت دی،همدا خبره ده چې افغانان د یوه ظالم دښمن او کمزوري واکمن له موجودیته ډېر رنځیږي. ظالم دښمن د دین او وطن د ازادۍ په نوم د پردیواستخباراتو د حلقه به ګوش او تردې هم د ډېرژمن غلام په توګه د افغانستان پرنر،ښځو،ماشومانو او حتی مقدسو سیمود برید او ګډوډۍ لپاره د خپل بادار په حکم کې یوه ذره هم نافرماني نه کوي. د سړک غاړې ماین،وسله والې ډزې،توغندیزبریدونه او د جاسوس،کاپر او مرتد له ټاپو سره هرهغه څوک چې یې په ذوق و سلیقه برابر نه وي،د دوی د ناقصې پوهې او فتوا له مخې تر ممکنه حده دوژنې او نابودۍ وړګرځي. په مقابل کې افغانان د داسې کمزوري واکمن په واک کې دي،چې د دوی د بیا،بیا وژنو او نابودۍ د پوښتنې مسولیت یې تراوسه وجداناً په ځان لازم نه دی ګڼلی. دوی دغه ظالم دښمن ته کله د ناراضه ورور،کله غولیدلي،دوکه شوي،مجبور او نورو نومونو له ورکولو سره د ولس پر پرهرونومالګې شیندلي. د ولسمشرکرزي په یوه وروستۍ مرکه کې دا خبره کیدای شي د دغه ظالم دښمن تر هرګوزار افغان ولس ته زیات دردونکی وي،چې ویلي یې وو،د افغان وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان په توګه په جګړه کې کله هم ښکېل شوی نه دی. د افغانانو زیاته ګیله به هم خامخا له خپل دولت څخه وي،ځکه رایه یې په همدې خاطر ورکړې،چې ژوند یې له سختو خلاص او د ښه کیدو خوا ته بوځي. د پکتیکا وحشیانه برید افغان دولت ته یو بل څرګند او ټکان ورکونکی پیغام دی،چې باید خپل وجدان راوېښ او د خپل ولس ددښمن خلاف پرخپلو مسولیتونو او عملونو له سره جدي کتنه وکړي.