د پیسو ګتل هنر نه؛ مصرفول يې هنر دی

محمد نبي سلطاني

د يويشتمې پېړۍ په راتلو سره په نړۍ کې صنعتي انقلاب رامنځته شو، هرڅه بدلون وکړ، هرڅه نوي شول او هرڅه تر اړتيازيات شول؛ موبايل، کمپيوټر، تلوېزون او نور ډېر داسي توکې بازارته وړاندي شول، چې دنولسمي پېړۍ او اتلسمي پېړۍ انسانانو یې هيڅ فکر هم نه وکړى.

د دې توکو په ډېريدو سره د يويشتمې پېړۍ د انسانانو خواهشات هم زيات شول، مخکې که به يوکس په (١٠٠) زر افغانۍ دخپل کورګوزارکول، خو اوس یې په(١۰٠٠٠) لس زره هم نه سي کولاى، مخکې به يوازي داړتياوړتوکې د ضرورت په اندازه پېرل کېدل، خو اوس بې ضرورت توکې پرته له کومې اړتيا پېرل کېږي يعني داچې ديويشتمې پېړۍ انسان که څه هم په علم او پوهه کې ارتقاء کړي خو په ضايع او مصرف کې د اتلسمي پېړۍ تر انسان مصرفي اوضايع کوونکى دی.دى دپیسو ګټلو په چل پوهيږي، خو دمصرفولو په هغه نه، په داسي حال کې چې دپیسو ګټل هنر، نه بلکې مصرفول یې هنر دی.

 

دلته له زاړه څخه نيولې ترواړه پوري ټول دپيسو دګتلو په چم په اګاهانه او نااګاهانه توګه پوهيږي، خو د مصرفولو هنر یې نه لري، ځکه زموږ په عصر او زمانه کې دکومو شتمنو کسانو دشتمنيو ګټل او بايلل چې ماليدلي په دي پوه شوى يم، چې د دوى دپیسو ګته نه يو پديده پوري هنري خو لګول يي غيري هنري دي دوى لير نه بلکې نژدي ګوري . دوى اوږد مهاله ګتي نه بلکې لنډ مهاله ګتي په نظرکې نيسي.

 

د خپلو هيوادوالو غم نه، بلکې خپل غم خوري، که نن موږ دخپل هيواد ډېر پانګوال وګورو نوپانګونه به یې پرداسي شي کړې وي، چې نه یې ځان اونه یې بل ته ګته رسيږي، بلکې يوازي په غواړي چې کاذب شهرت په ترلاسه کړ،ي چې ښه بېلګه یې دنن بې ضرورته او بې اړتيا د راډيوګانو پرانستل، د تفريح ځايونه جوړل، دښځو دفيشن مارکېتونه پرانيستل اونور له اندازي څخه زيات.

دا خولا پرېږده ډېر داسي کسان دي چې داکارونه ئې هم ونه کړه، بلکې خپله شتمني یې په تفريح، سفر، انډيواليزم، ځوانيزم او يا یې تر بېځايه سياليو قرباني کړه، اوس پر وچ ډاګ ناست دې نه انډيوال، نه ځوانۍ، نې خرابات او نې مناجات په ښه ورځي، لاشونه مروړي او واخ واخ لري.

 

دغه کسان دخپلي شتمنۍ د غرور پرنيلي سپاره وه، د(١٠٠) افغانۍ شی به یې په (١٠٠٠) افغانۍ او د(۱۰۰۰) هغه به یې په(١٠٠٠٠) لس زره رانيوی، مېله، تفرېح او انډيوالتوب یې يوه نه بلکې هره ورځ وو، نه به خپل او نه به د اولس غم ورسره وو، وخوره او وچېښه او بس.

 

په کارخو داده چې څونده سړى دپیسو په ګټلو کې له هنره کار اخلي دغه ډول به یې په مصرفولو کې څوچنده له هنر، پوهي اوځيرکتيا څخه کار اخلي، ځکه هر وخت سړي ته پیسې په لاس نه ورځي اونه هم تل سړى شتمن وي.

 

که موږ دنړۍ دشتمنو او دکار خلکو ژوند ته په ژور نظر وګورو نو هغوى دپیسو دګټلو نه، بلکې د مصرفولو په هنر پوه وه، يا دي، چې اوس ئې شتمني له ميلياردو اوښتې، چې هم ئې ځان او هم ئې خپل اولس ته هم د کار ا و هم د ښه، مرفه او شوکاله ژوند زمينه برابره کړې.پيسې ئې دا ډول مصرف کړي، چې هم ئې د ځان، هم ئې داولس او هم ئې دهيواد ته ګټه رسېږي.

 

زموږ پانګوالو ته هم به کار دا ده چې پر داډول بنسټيزو کارو پانګونه وکړي، چې خير ئې ټول ملت ته رسېږي، کارخانې پوهنتونونه، مدرسې، ښوونيز مرکزونه او… جوړي کړي.

 

له هغوکارونو ډ ډه وکړي، چې يوازي ئې ګټه د يوه شخص جېب ته لوېږي او يا ئې عامه ګټه نه وي او يا يوازي د نوم او نښان لپاره وي او يا هسي د مال ضايع کول وي، ځکه دمال ضايع کول الله جل جلاله او رشول الله صلی الله عليه وسلم هم نه خوښوي ځکه رشول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

 

الله ستاسي لپاره دري شيان نه خوښوي:

١ بي فايدې بحث اوخبري کول.

٢_ ډېر شوال او جواب کول.

٣_ دمال ضايع کول.

 

نو موږ ته هم په کار ده چې دپيسو دضايع کولو څخه ډ ډه وکړو خپلي پيسې په خرابات، انډيواليزم، ملګرتوب، ځانښووني او نورو ناوړه کارونو کې مصرف نه کړو، بلکې داسي ځای یې مصرف کړو، چې هم خداى او هم یې مخلوق ته ګته ورسيږي.