د پېښور ځایي عدالت د ثنا اعجاز او جمیلې ګیلاني د نیولو امر وکړ

د پښتون ژغورنې غورځنګ په لاریون کې د ګډون له کبله له مقدمې سره مخ د دوو ښځینه سیاسي فعالو ثناء اعجاز او جمیله ګیلاني ضمانت په تېره جون میاشت کې عدالت منلی وو، خو پرون یې بیرته رد کړ او د هغوی د نیولو امر یې وکړ.

ښځینه سیاسي فعاله ثناء اعجاز وایي، چې د پېښور ضلعي عدالت د چنګاښ پر ۳۱مه د دوی ضمانت رد کړی دی، خو وایي دوی به بیا هم د خپلو حقونو لپاره مبارزه پرېنږدي.

د نوموړو په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ په ګڼ شمېر فعالانو د پېښور چاوڼۍ پولیس تاڼې د جنورۍ پر ۲۹مه وروسته له هغه د بغاوت په تور مقدمه درج کړې وه، چې دوی د تحریک د مشر منظور پښتین د نیول کېدو په ضد لاریون کړی وو.

ثناء اعجاز او جمیله ګیلاني محکمې ته تر نیول کېدو مخکې د ضمانت درخواست ورکړی وو، چې سېشن محکمې د جون پر ۲۵مه دوی ته د ۸۰ زره روپیو له جمع کولو وروسته، لنډمهالی ضمانت ورکړی وو، خو  د چنګاښ په ۳۱مه یې د دوی دایمي ضمانت رد کړ.

که څه هم په مقدمه کې پر دوی د پاکستان د آیین له مخې د دغه هېواد د جوړېدو د مخالفت، بغاوت، مجرمانه سازش، د بېلابېلو ډلو تر منځ د دښمنۍ او د عامه امنیت د خرابولو تورونه لګېدلي وو، خو دوی دا تورونه ردوي او وایي چې په سوله ییزه توګه یې د منظور پښتین د نیول کېدو په ضد او د پښتنو د حقونو لپاره لاریون کړی چې دا یې حق دی.