د پېښو مدیریت او د احساساتو کنټرول!

د انسان ژوند د خوږو او ترخو ټولګه، او د لوړو او ژورو څخه ډک نا معلوم سفر دی چې انسان پکې د مرموزې ماضي څخه د یو نامعلوم مستقبل په لور حرکت کوي.

انسان د ژوند په اوږدو کې مختلف پړاوونه وهي او د ډیرو پیښو شاهد وي، دا پړاوونه کله کله ډیر ستونزمن او کله بیا ډیر آرام تیریږي، مونږ د ژوند ستونزې او پرمختګونه تر ډیره د تقدیر پر اوږو ور آچوو او ځان پکې تر ډیره دخیل نه بولو، کله کله خو بعضې بې انصافه انسانان خپلې بریاوې د خپلو هلو ځلو نتیجه بولي او خپلې ماتې بیا د تندي پر لیکو ور تپي او وایي چې دا د قسمت معامله ده.

دا قضاوت نه یوازې دا چې صحیح ندی بلکې د غلت قضاوت نوم هم نه شو ورکولای، ځکه د قضاوت له اصولو سره اړخ نه لګوي.

مونږ ټول مسلمانان بې له شکه په تقدیر باور لرو او د ټول نظام چلوونکی هماغه یو ذات بولو چې دا نظام یې پیدا کړی دی، خو باید دا هم له یاده ونه باسو چې هر انسان د خپلو اعمالو په ترسره کولو کې خپلواک دی، او په مقابل کې د خپلو اعمالو مسؤل هم دی، دا چې له یوې خوا په اعمالو کې آزاد، یو او له بلې خوا یې مسؤلیت هم را تر غاړې دی، نو مونږ باید د ژوند له ټولو اړخونو سره مسؤلانه او محتاتانه چلند وکړو، نه بې مسؤلیته او احساساتي چلند، په ژوند کې که له کومو سختو او نا څاپي پیښو سره مخ شو، نو باید له تدبُر او تفکر څخه کار واخلو، نه دا چې د احساساتو لاندې راشو او یو نا سنجول شوی عمل ترسره کړو.

له لفظي لحاظه کیدای شي څوک دا ووایي چې احساسات د احساس جمع ده، چې دا خبره یې په خپل ځای کې صحیح ده، خو په حقیقت کې دا دوه الفاظ (احساس، احساسات) په خپلو کې یو له بل څخه ډیر لرې دي، ځکه احساس د یو سالم درک له مخې د یوې موضوع په اړه عاطفي، سپیڅلي او صحیح درک ته وایي، خو بر عکس احساسات د یوې موضوع په اړه هیجاني، توند او بې مسؤلیته غبرګون ته وایي.

ددې لپاره چې یو منظم ژوند او خوشحاله اروا ولرو نو که د ژوند له هرې ستونزې سره مخ کیږو، نه باید له احساساتو کار واخلو بلکې د ستونزې د سالم مدیریت او ختمولو په فکر کې شو، دا خکه احساساتي چلند نه یوازې دا چې زمونږ ستونزې نه حلوي، بلکې لا نورې ستونزې زیږوي، ځکه ډیرې ستونزې زمونږ د غلطې پریکړې له امله مونږ ته پیدا کیږي.

نو دا چې مونږ د یوې غلطۍ د جبران او حل لپاره بله غلطه لار (احساسات) ټاکو نه یوازې دا چې صحیح کار به مو نه وي کړی، بلکې هلا کوونکی عمل به مو ترسره کړی وي، ځکه یو معقوله ده چې، ( فکر بې له عمله بې ګټې دی، خو عمل بې له فکره هلا کوونکی دی).

احساساتي انسان تر ډیره وروسته په خپل کړی عمل پښیمانه وي او د خپل کړي عمل د جبران په فکر کې وي، چې تر ټولو آسانه او قانع کوونکې لار ورته د مقابل لوري څخه د بخښنې غوښتل وي، خو حقیقت دادی چې مونږ باید لومړی فکر او بیا غبرګون وښایو، نه دا چې لومړی غبرګون او بیا فکر وکړو ځکه کله چې یو عمل ترسره شي بیا د بخښنې غوښتل او پښیماني کیدای شي یو څوک بیرته راضي کړي، خو دا حقیقت باید له پامه ونه غورځوو، هغه څه چې مونږ باید نه واې کړي، همغه مو ترسره کړي، چې پښیمانتیا بیا زمونږ کړی عمل نشي جبران کولی.

کله کله خو د احساساتي عمل څخه د انسان په زړه او روح کې جوړ شوی زخم دومره ژور وي چې حتا بیا په پښیمانتیا او بخښنې غوښتلو هم نه کوشېر کیږي او دا زخم د یو نا علاجه ناسور په شکل د ژوند تر پایه د انسان د ژوند په هنداره کې د یو تور داغ په څېر پاتې کیږي.

نو د دې لپاره چې په ژوند کې پښیمانه نشو او پر خپل ځان حاکمیت ولرو، نو د ژوند په هره چاره، د پېښو په سالم مدیریت او د ستونزو په ختمولو کې د احساساتو پر ځای له حوصلې، تدبُر او سالم مدیریت څخه کار واخلو.

محمد داود قریشي