د ځاني پرمختګ پلان څه ته ویل کیږي!؟

د ځاني پرمختګ پلان څه ته ویل کیږي!؟
د ځاني پرمختګ پلان هغه الزامي څه نه دي چې مدیر یې له کلنۍ ارزونۍ وړاندې تاسې پر ترتیب کولو مجبوروي؛ ځاني پرمختګ پلان هغه دی چې د راتلونکي لپاره ستاسې هیلې او خوبونه مو ستاسې د سترګو پر وړاندې ساتي.

د یو ښه پلان درلول تمرکز دربخښي، د بریا پر لور مو د پرمختګ د طرح په ترتیب کې درسره مرسته کوي، غوره پرېکړې کولی شئ، له شاتګ مو ساتي، که د پلان له مسیر پر غلط لور لاړ شئ، بېرته مو خپلې لارې ته سموي. د یو واضحه پلان درلودل مو رواني صحت ته هم ګټور تمامیږي، د یو هدفمند حس په لرلو ستاسې سره د روحي فشار او ویرې په کمولو کې مرسته کوي.

که تر اوسه مو نه وي انګیرلي چې پر کوم لور روان یاست، یا مو کوم پنځه کلن پلان نه وي ترتیب کړی، همدا یې وخت دی، فکر پيل کړئ چې په راتلونکي کې څوک شئ او په کوم ځای کې واوسئ. له پوهنتون نه تر فارغېدو وروسته د دندې د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوئ او یا هم د کار بازار هغه ډول نه وو چې تاسې یې فکر کړی و، دا یې یواځنۍ لار ده چې ځان منظم او خپل راتلونکی موقف پيدا کړئ.
د ځاني پرمختګ پلان په لیکلو کې لاندې اوه مرحلې په پام کې ولرئ:

۱. خپلې موخې مو مشخصې کړئ.
هغه څه چې په ژوند کې یې په ريښتیني مانا غواړۍ، وپلټۍ؛ هغه ستاسې اوږدمهاله موخې دي. د ژوند له ۲۱ ویروونکو مرحلو څخه تاسې په یوې ویروونکې مرحلې کې یاست. هرڅه درته بې نظمه ښکاري او په هر لور نا امیدي وي. په دې پوهېدل چې په راتلونکي کې څه غواړئ شۍ نه یواځې د پلان لومړۍ برخه ده، اما ستونزمنه هم ده. یو ځل که په دې پوه شوۍ چې څه کول غواړۍ، همدا خوب او خیال مو احساسات را کابو کوي او د بې نظمۍ پر مهال ثبات او نظم رامنځ ته کوي. په هر صورت، ستاسې د ژوند موخې به ستونزمنې وي، باید سترې او ویروونکې ښکاره شي، او په ټوله کې به پر تاسې فشار راوړوونکي وي.

تاسې به همدا ستر ګامونه په وړو وړو ګامونو ووېشئ، تر دې وروسته به همدا موخې د ادارې او ترلاسه کېدو وړ وي او تاسې به یې ترلاسه هم کړئ. اما مخکې له دې چې پورته چاره ترسره کړئ، ستاسې موخې باید تاسې رام کړي. د دې لپاره چې تاسې د خپل راتلونکي په اړه فکر کوئ او پلان ترتیبوئ. په دې برخه کې ډار عادي او طبیعي دی، ځکه د خپل ژوند په اړه پلان جوړوئ، په حقیقت کې دا یوه جدي موضوع ده.

۲. همدا موخې مو د لومړیتوب له مخې ترتیب کړئ.
له دې وروسته تاسې اړتیا لرئ، ټول هغه واړه ګامونه چې ستاسې د سترو موخو د ترلاسه کولو لامل ګرځي، په پام کې ونیسئ، اړتیا ده چې همدا لنډ مهاله موخې مو د لومړیتوب له مخې ترتیب کړئ. په یاد ولرئ چې په یو واري هیڅ هم نه شی ترسره کولی، بار بار هڅې به مو له ناکامۍ ژغوري. هغه ګامونه چې اوس یې باید پورته کړئ، په ګوته کړئ. سترې موخې ته د رسېدو لپاره مو د ځاني پرمختګ په پلان کې وړې موخې مشخصې کړئ. د بېلګې په توګه که تاسې په پوهنتون کې د ښوونکۍ په توګه مقررېدل یا هم د پوهاندۍ علمي رتبه ترلاسه کول غواړئ، همدې موخې ته د رسېدو پر لاره کې ستاسې لپاره اړینه ده چې دوکتوراء ولرئ. دا یوه ستره موخه ده، او په لاندې توګه یې په وړو وړو برخو وویشئ:

– دوکتوراء ته د وړاندیز پر پروسه ځان پوه کړئ.
– مناسبه پوهنتون او لارښوود ښوونکی پیدا کړئ.
– د مالي ملاتړ لارې چارې ورته پيدا کړئ.
– تحصیلي بورسیه پیدا او وړاندیز مو ورولېږئ/ یا هم د خپلې خوښۍ پوهنتون ته مو وړاندیز ولېږئ.
– خپل د دوکتوراء وړاندیز مو ولیکئ او تسلیم یې کړئ.

۳. همدې موخو ته د رسېدو لپاره خپلې ټاکلې نېټې غوره کړئ.
خپلې موخې ته رسېدو لپاره په ټاکلې نېټې پوهېدل اړین دي، د خپل راتلونکي انځورول د انګیزې او الهام اخستلو لپاره مهمه سرچینه ده. خیال پلو د انګېزې د ژوندي ساتلو لپاره غوره مکانیزم دی. د خپلو موخو ټاکلې نېټې د مشخص کولو له لارې کولای شئ چې قبضه یې په لاس کې واخلئ، که خپل لومړنۍ کور چې په څو کلنۍ کې به یې وپېرئ، او یا هم کله به د دوکتوراء د ترلاسه کولو د فراغت پر دریځ ودرېږئ، انځور کړئ، دا به کله وي!؟ اما خیالونه هغه یواځنۍ لار نشي کېدلی چې له لارې یې ټاکلې نېټې مشخص کړئ. اړتیا ده چې خیالونه مو پر واقعیتونو ولاړ وي، که نه؛ ناامیده به شئ. د نورو سره د هغوی د تجربو په اړه د خبرو کولو او د پروسې په اړه د پلټنې له لارې مو د خپلو خیالونو یا خوبونو ته د ريښتیا کېدو امکانات ډېر کړئ، نو تاسې به پر واقعیتونو ولاړ نظر ومومئ چې د څه توقع وکړئ. د ریالیسم (حقیقت ګرايي) فکتورونه د دې لپاره اړین دي چې له نا امیدۍ مو ساتي. له نااټکل شویو خطرونو سره مخ کېدل او ترې وتل به درسره د راتلونکي په اړه لا زده کړه در په برخه کړي، او په راتلونکي کې د ستونزو سره مخ کېدل او د مخنیوي لپاره یې د پلان په برخه کې به هم درسره مرسته کوونکي وي.

۴. ګواښونه او فرصتونه مو وپېژنئ.
د ځيني ځانګړو حالاتو او افکارو شتون؛ چې ممکن بیروني تاثر او یا هم ستاسې د خپل فکر فکر زېږنده وي، که اجازه مو ورکړه، له خپلو موخو ته د رسېدو څخه به مو مخنیوي وکړي او مزل به مو لږ کرار کړي؛ همدا ستاسې ننګونې دي. د بېلګې په توګه، دوکتوراء ته د وړاندیز کولو لپاره د انګیزې نشتون به درته ډېر تاواني وي. اما، که یو ځل مو د نن او سبا کولو او یا هم د تمرکز د لاسه ورکولو میلان/ لامل مو درته معلوم شو، پرځای یې له هغه لارو چارو ګټه واخلئ چې د خپلو موخو پر لور مو انګېزه ژوندۍ ساتي.

ډېر داسې کارونه شته چې تاسې یې د ترسره کولو وړتیا لرئ او د خپلو اړیکو څخه ګټه اخستنه چې ستاسې موخو ته د مزل رالنډولو کې درسره مرسته کوي، دا هغه څه دي چې تاسې یې ترسره کولو ته باید ژمن واوسئ؛ همدا ستاسې فرصتونه دي. د بېلګې په توګه، که کوم کنفرانس ترسره کیږي، له دې فرصت څخه ګټه پورته کړئ. پر مخ لاړ شئ، اړیکې جوړې کړئ، پوهه مو په وروستي معلوماتو لا بډایه کړئ، حتي مقاله مو واوروئ.

۵. خپلو مهارتونه ته مو وده ورکړئ یا پوهه مو لوړه کړئ.
که یو ځل پر دې پوه شوئ چې څه مو د پرمختګ مخه ډب کوي او څه درسره په پرمختګ کې مرسته کوي، همدا یې وخت دی هغه فرصتونو څخه ګټه واخلۍ چې تاسې پېژندلي دي او د همدې مزل د ترسره کولو لپاره د عمل پلان ترتیب کړئ. له دې وروسته، غیر ضروري مصرفونه مو راټیټ کړئ، ځان مو ډاډه کړئ چې انګیزه مو لا تانده ده. هر هغه څه چې ستاسې د پرمختګ مخه ډب کوي، د مخې نیونې لپاره یې حل لار شته او هغه دا چې په لومړي ګام کې د عمل پلان درلودل دي.

۶. له خپلې ملاتړې ډلې ګټه واخلۍ.
هغه څه چې تاسې یې درک ته اړتیا لرۍ، تاسې مجبور نه یاست چې هرڅه په یواځې ځان ترسره کړئ، باید ترسره یې نه کړئ. ستاسې شا او خوا ملاتړې ډله ارزښتناکه سرمایه ده، ګټه ترې واخلئ او هیڅکله هم همدې سرمایې ته په ټيټه سترګه مه ګورئ. د خپل ځاني پرمختګ په پلان کې د هغه خلکو نومونه لست کړئ چې تاسې سره مرسته کولای شي. مالي مشاور، ملګری او یا هم یو همکار مو په دې ډله کې راتللی شي. خلک تاسې سره د خپلې مرستې په برخه کې ستاسې له درک څخه پورته خوښي مومي.

۷. خپل پرمختګ مو مقایسه کړئ.
ستر یا وړوکی پرمختګ؛ اما لږ وخت پر دې ولګوئ چې د پرمختګ پر لور مو څومره مزل کړی دی. که پر دې پوه شوئ چې ډېره لاره مو لنډه کړې، انګیزه مو لا پياوړې کړۍ او کار ته کار ووایاست. او که ماتې مو خوړلې وه، له دې وروسته د اروزنې لپاره بیا هم وخت لرئ. موخو ته رسېدو پر لور پرځېدل او پاڅېدل؛ پر هر څه د صبر درلودل غوره لار ده چې ستاسې لپاره اړینه ده. خفګان، قهر، او ناامیدي هغه احساسات دي چې منزل ته مو نه رسوي او پرته له شاتګ هیڅ نه در په برخه کوي.

لږ وخت مو باید پر دې ارزونه هم مصرف کړئ چې ولې مو د موخې پر لور سم مزل نه دی کړی، ایا د مهارت او د پوهې تشه یې تشخیصوئ؟ که هو، کولای شئ د خپل راتلونکي ګام اخستلو باندې د تمرکز له لارې خپل ځان بېرته خط ته سم کړئ. همدا چاره به مو د موخې لرلو حس بیا روښانه او د موخې پر لور به کنترول بیا ترلاسه کړئ چې د پرمختګ پر لور سمه لار بلل کیږي.
ـــــــــــــــــــــــــــ
د ځاني پرمختګ پلان
لیکواله: هانا سپروس
ژباړه: حزب الله جلال