دوشنبه , 29 اپریل 2024

د ځان او ذهن د ارامولو رازونه!

که ملايکه هم شې بيا به هم ستا د وزرونو شور په ځينو خلکو ښه نه لګېږي او خبرې به درپسې کوي، د نورو قضاوتونه او تر شا خبرې باید ستاسې په ژوند اغېز ونه لري.

ته دې خپل کار کوه او اجر يې له خدایه غواړه دا د خلکو دنده نه ده چې تا دې درک کړي او د تا له زړه سوي او ښه ځوانتوبه دې خبر شي.

له چا سره چې کومه ښېګڼه او لطف کوې، بيرته هغسې توقع مه لره چې له تاسره دې هم باید ورته ښېګڼه وشي.

که چا ناځواني درسره کړې وي، دوکه يې درکړې وي ان که ته پوه شوی هم نه يې، خدای ته يې خوشې کړه، خو بيا په هغه شخص باور مه کوه.

دنيا ډېره پراخه ده ، دنيا ډېره سخي ده، د هيچا برياليتوب او پرمختګ بايد‌د تا طبيعت در خراب نه کړي او نه د هغو کاميابي ستا د پرمختګ لاره ډب کولای شي!
نور احمد عایل