د ځان پېژندنې لپاره د ځان څخه دا ۵ پوښتنې وکړئ

ځان پېژندنه ساده کار نه دی، ځکه ځانته هېڅوک د بل چا په سترګو نه ګوري بلکې ځان هر چاته ښه ښکاري، که ښه هم نه ښکاري نو د ځان د ارزونې اړتيا موږ ډېره کمه وينو، ځان رانه هېر وي ټول وخت مو د نورو خلکو په هکله په خبرو او ارزونې تېروو، همدا سبب کېږي چې موږ د خپل ځان د پیژندنې د خپل ځان د څرنګوالي په هکله هېڅ ډول د پیژندنې دروازه ونه ټکوو، يا داسې اشاره په مخ نه راځي چې يو ځل ځان وارزوو، دا بايد په پام کې ونيسو چې د ځان د ارزونې په هکله راتلونکي خيالونه معتبر نه دي، بلکې موجود حالت د ځان پېژندنې په برخه کې بنسټیز رول لوبوي.

 

په دې ليکنه کې د ځان پېژندنې په هکله داسې ۵ پوښتنې درسره شريکوو چې ستاسې سره به د خپل ځان په پېژندلو کې مرسته وکړي.

 

١-: که د خپل مرګ په تاريخ پوهېدئ

 

که ستاسې سره يو کاغذ وای او د مرګ تاریخ مو ورباندې ليکل شوی وای، نو غوښتل مو چې ویې ګورئ، که مو لیدلی وای او خپل مرګ په تاريخ پوهېدئ غبرګون به مو څه و؟ ددې پوښتنې موخه دا ده چې تاسې که د خپل عمر په اندازه پوهېدئ څه ډول کړنې به مو کولې، پخپل ژوند کې به مو څه ډول بدلونونه رامنځته کړي و، دا هغه پوښتنې دي چې تاسې ته د ځان پېژندنې او په ځانګړي ډول د اوسني حالت په هکله مو يو واضح ليد درکوي.

 

٢-: که ستاسې په شان يو بل هم واى

 

که ستاسې په شان يو بل انسان هم وای نو ايا غوښتل مو ورسره ملګري شئ، داسې يو څوک چې ستاسې غوندې خويونه یې درلودی، څه چې تاسې کوئ همغه یې کولی، د نورو په هکله یې دا ډول فکرونه درلودی لکه تاسې یې چې لرئ، ايا د دا ډول يو انسان سره به مو ملګري او دوستي کړې وه؟ ددې پوښتنې موخه دا ده چې د ځان د خويونو په هکله ښه پوه شئ ځانته د يو بل بې طرف طرف څخه وګورئ ترڅو ځان پېژندنې ته یو قدم نور نيږدې شئ.

 

٣-: له نورو څه توپیر لرئ

 

ډېری انسانان په دې کلک باور لري چې دوی د نورو انسانانو څخه توپير لري، دوی ځانګړي دي، خو په دقیق ډول په دې نه پوهېږي چې دوی د نورو انسانانو سره څه توپير لري، يانې هغه توپيرونه او ځانګړتیاوې کومې دي چې دی یې له نورو سره لري په دې هکله کوم دقيق فکر نه وي ورسره، ددې پوښتنې موخه هم دا ده چې انسان خپل ځانګړي خويونه، خپل غښتلي خویونه او طرفونه وپېژني.

 

٤-: که مو دوکه کړې واى

 

فرض کړئ خدای نا خواسته ستاسې څخه يوه اشتباه وشوه او خپلې مېرمنې يا ملګرې ته مو دوکه ورکړه د هغه په موجودیت کې مو د بل چا سره تګ راتګ پیل کړ، مېرمن او يا ملګرې به مو هېڅکله په دې خبره نه شي، که داسې يوه پېښه وای ايا پخپله مو يوه ورځ هغې ته خپله دا ناوړه پېښه بيانوله، دا پوښتنه د ځان په وړاندې د نورو په وړاندې ستاسې صداقت کچې او د بلې خوا مو په دې هکله معلوموي چې هغه کار چې نه غواړئ ستاسې سره وشي د ځان سره یې کولو ته څنګه غبرګون ښیئ.

 

٥-: د وخت په هکله مو دريځ څه دی

 

په اوسني روان ژوند کې مو د ژوند او پاملرنې په مرکز کې کوم وخت ځای لري، راتلونکې او که اوس، په دې پوښتنه کې د اوس زمان سره ستاسې اړیکه څېړل کېږي، که مو پام اوس وخت ته وای نو بوختيا مو زياته ده او راتلونکې مو روښانه ده، خو که ټول فکر او هیله مو د راتلونکې څخه وي نو په لوی احتمال اوس وخت له لاسه ورکوئ او تر ډېره د خيال په نړۍ کې اوسېدونکی انسان ياست.

 

ژباړه : منيب الرحمان رحماني