د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې، ښايي د ترکیې ولسمشریزې ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي

د ترکي د انادولو خبري اژانس د راپورونو له مخې په ترکیه کې ولسمشریزو ټاکنو کې داسې معلومیږي چې اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوغان او سیال یې کمال کلیچداراوغلو د پرون ورځې په رای ګیرۍ کې اکثریت نه دی ګټلی او له همدې کبله به ښایي دویم پړاو ته ولاړ شي.
په راپور کې ویل شوي چې تر دې دمه ۹۶ په سلو کې د رایو صندوقونه شمارل شوي چې پکې ښودل کیږي ۶۹ کلن اردوغان د خپل سیال څخه وړاندې دی خو بیا یې هم پنځوس جمعه یو اکثریت نه دی ګټلی. په شمېرل شویو رایو کې اردوغان ۴۹.۴۴ او کلیچداراوغلو ۴۴.۸۶ په سلو کې رایې ګټلي دي. په عین حال کې د ترکیې ولسمشر ادعا کړې چې د خپل سیال څخه په ښکاره توګه مخکې دی خو تر څنګ یې دا هم ویلي که ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي، دی چمتو دی. اردوغان خپلو پلویانو ته په وینا کې دا هم ویلي چې واکمن محافظه کار ائتلاف یې په پارلمان کې اکثریت څوکۍ ګټلي دي.