چهارشنبه , 15 مې 2024

د څرخي زندان مرستیال د نشه یي توکو د خرڅلاو په جرم په ۲۰ کلن بند محکوم شو

له نشه یي توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د څرخي پله زندان مرستیال د مخدره توکود خرڅلاو په جرم په ۱۹ کاله، اته میاشتې او ۲۹ ورځو بند محکوم کړ.

د نوموړي مرکز ویاند خالد مؤحد وایي ، د څرخي پله زندان مرستیال او دوه نور کسان په دغه زندان کې دننه د نشیي توکو په خرڅلاو تورن و، چې تېره اوونۍ یې محکمې ته د راکش کولو حکم صادر شو، چې له دې ډلې یو بل تن هم په ۱۳ کاله بند محکوم او دریم کس ته براءت ورکړل شو.

داپه داسې حال کې ده چې د هیواد د بیلابیلو زندانونو پر ساتونکو نیوکي دي چې د بند خونو دننه پر بندیانو نشیي توکي پلوري .