ولسمشر د میوند قول اردو د ۲۰۳، ۲۰۵، ۲۰۷ او ۲۰۹ د قومندانانو د ګومارنۍ او تبديلۍ وړانديزونه منظور کړي دي.
د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کي ويل شوي، چي د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان بريد جنرال امان الله، د تورن جنرال مهمند کټوازي پر ځای د ۲۰۹ شاهين قول اردو د قومندان په توګه ټاکل شوی او د ۲۰۹ شاهين قول اردو قومندان تورن جنرال مهمند کټوازی د لوی درستيز د کادر او پرسونل رياست د فعال احتياط بست ته تبديل شوی دی.
له بلې خوا د ۲۰۳ تندر قول اردو د لومړۍ لوا قومندان بريد جنرال محمد ناصر، د ۲۰۷ ظفر قول اردو د قومندان په توګه ټاکل شوی دی.
۲۰۹ شاهین قول اردود دويمې ضربتي لوا قومندان بريد جنرال امام نظر د بريد جنرال داوود شاه وفادار پر ځای د ۲۰۵ اتل قول اردو د قومندان په توګه ټاکل شوی او بريد جنرال داوود شاه، د لوی درستيز د کادر او پرسونل رياست د فعال احتياط بست ته تبديل شوی دی.
په وروستي مورد کي د ۲۰۳ تندر قول اردو د دويمې لوا قومندان بريد جنرال عبدالواسع، د دې قول اردو د قومندان په توګه ټاکل شی دی.
په خبرپاڼه کي راغلي چي ياد کسان د ملي دفاع وزارت له خوا وړانديز شوي وو، او د ولسمشر له خوا منظور شوي دي.