? د سوريې هېواد يوه ماشومه چې د ځنکندن په حال کې يې ويل: زه به دا هرڅه خدای پاک ته وايم.
? يوه بله معصومه جينکۍ چې د سوریې له جنګه د تیښتې په حال کې وه ، يوه خبريال يې د معصومې څېرې ويډيو کوله په ژړا او زاريو کې يې ورته وويل :
اکا! د خدای لپاره، عکس مې مه اخله بې حجابه يمه!
? يوه کوچنۍ جينکۍ چې له لوږې په بد حال کې وه، ويل يې:
اې الله لږ پاتې يم چې له لوږې مړه سم، د خوراک څه شی نه لرم، ما خپل جنت ته بوځه چې ښه ډېره مړۍ پکې وخورم.
? افغانه ماشومه چې په چاودنه کې يې لاس زخمي شوی و ډاکټر غوښتل چې لاس يې عمليات کړي
ډاکټر يې د لاس عملياتو ته ځان برابروه چې دې ور غږ کړل لستوڼی مې مه پرې کوه له دې جامو ماسوا نورې جامې نه لرم.
✔️ نو که يې وګټې که يې وبايلې، د ټولو جنګونو نتيجه همدا ده.