د څېړنېزې موضوع غوراوی

لیکنه: سیداصغر هاشمي

د مونوګراف او نورو څېړنېزوکالبونو د سرته رسولو په مراحلو کې يو اساسي کار د محقق لپاره د يوې ښې موضوع پيدا کول دي، خو د موضوع پيدا کول او انتخابول اسان کار نه دى.

يو عالم وايي: (د تحقيق په مدارجو کې تر ټولو مهم کار د موضوع انتخاب دى، که چېرې يو څېړونکى له خپلې خوښې، خپلې علاقې او خپل صلاحيت سره سم موضوع انتخاب نه کړي، نوڅېړنه به یې کله هم بشپړه نه شي، که چېرې بشپړه هم شي، خو ګټه او نتايج به ترې ترلاسه نه شي.

د څېړنې موضوع بايد د څېړونکي له خوا پيدا شي او د علاقې وړيې وي، هېڅکله دې څېړونکى د بل په خوښه موضوع ته په تحقيق کولوکې زړه نه ښه کوي.

څېړونکى د تحقيق په هر ډول (مقاله، رساله، کتاب، مونوګراف، تيزس او ډيزرټيشن) کې د خپل علمي صلاحيت په نظر کې نيولو سره موضوع انتخاب کړي او دهر څېړنېز ډول کميت هم د موضوع سره رابطه لري. ډيزرټيشن کې يوه موضوع جدي څېړل کېږي او د کيفيت او کميت په لحاظ هم د نورو تحقيقي ډولونو سره فرق کوي، نو ډيزرټيشن او مونوګراف د موضوع انتخاب بايد سره توپېر ولري.

يوعالم وايي: (د څېړنې موضوع د اساس او محور حيثت لري. محقق بايد تر هغې د دې محور شاوخوا ته وګرځي، چې له موضوع سره انس او الفت پيدا کړي او د موضوع په هر اړخ له زيات فکر او دقته کار واخلي ، تر دې چې د هماغې موضوع د انتخاب فيصله وکړي او د خپل تحقيق موضوع يې وټاکي.

د تحقيق له موضوع سره د څېړونکي ذهني او فکري هماهنګي او د زړه تړاو ضروري دى، تر هغې چې ذهن په طبيعي ډول پر ټاکلي موضوع کار ته اماده ګي ونه لري، موضوع بايد انتخاب نه شي.)

هر څېړونکي ته ضروري ده، چې د تحقيق لپاره داسې موضوع وټاکي، چې علاقه ورسره ولري يا د انتخاب شوې موضوع په هکله مخکې له مخکې ضروري مواد او ګټور معلومات موجود وي.

د محقق لپاره د موضوع په انتخاب کې د کار کولو(څېړنې)علمي او فکري قوت او صلاحيت مهم دى. علم درياب دى او يو انسان د نړۍ په ټولو علومو نه شي پوهېداى د يوې ځانګړې څانګې په هکله هم يو محقق نه شي کولى چې په ټولو خواوو يې پوه شي.

د پښتو ادبياتو يو لارښود نه شي کولاى، چې ادبپوهنه، ژبپوهنه او ادب تيوري په برخه کې د ښې څېړنې صلاحيت ولري، نو له همدې امله محقق بايد په يوې خاصې برخې تحقيق کولو ته زړه ښه کړي، ترڅو چې د موضوع د انتخاب ښه حق ادا کړي.

موضوع بايدنه ډېره محدوده او کوچنۍ وي او نه ډېره لويه او پراخه وي، د هر تحقيقي ډول په نظر کې نيولو سره بايد موضوع انتخاب شي.

په مقالې کې بايد يوه محدوده موضوع د تحقيق لپاره انتخاب شي، خو د کتاب موضوع بايد د مقالې په پرتله پراخه وي.

ځينې وختونه د محقق له خوا داسې موضوع انتخاب شي، چې د مودې د کمښت او علمي صلاحيت نه درلودو له کبله د څېړنې حق ښه نه ادا کوي او په پايله کې د (څېړنې) ښکلي او ډېره غوره بڼه نه رامنځته کېږي.

که يو څېړونکى (پښتو ادب کې د غزل تاريخي بهير) باندې تحقيق کولو ته اراده کوي اول خو علمي صلاحيت د موضوع په برخه کې مهم دى، دويم موضوع ډېره لويه او پراخه ده او په يو ټاکلي زمانې وخت کې نه شي خلاصېداى.

که چېرې همدا څېړونکى (د حمزه باباپه غزلونوکې تصوف) تر سرليک لاندې پر ټاکل شوې موضوع څېړنې ته زړه ښه کړي. سمه به وي.

څېړونکى بايد خپل استعداد، ذکاوت، د موضوع سره مينه، ځانګړي علمي صلاحيت، د موضوع لنډوالى او اوږدوالى د منابعو درلودل او داسې نورې خبرې په نظر کې ونيسي او په څېړنې دې کار پيل کړي.

ځينې وختونه څېړونکې لره پر يوه موضوع باندې قلم اوچتول له دې امله هم سم نه وي چې موضوع د څېړونکي د علمي او ذهني کچې سره مطابقت نه کوي، چې دابېلابېل لاملونه کېداى شي.

کله کله موضوع ډېره پېچلې او هر اړخېزه وي، داسې هم کېداى شي چې موضوع دې د محقق په زړه نه وي او مينه او رغبت ورسره ونه لري، دا هم کېداى شي چې د موضوع اړوند دې علمي او فکري صلاحيت موجود نه وي او کله کله د ماخذونو او مراجعو او اړينو موادو او وسايلو په لاس نه راتلل د څېړنې خنډ کېږي، کله داسې هم کېږي، چې د وخت لږوالى او د څېړونکي بې تجربه توب د څېړنې په کار کې خنډونه راولاړوي.

څېړونکى بايد د موضوع سره مينه ولري او په خپله يې پيدا او انتخاب کړي، هېڅکله دې د نورو په خوښه موضوع ته د کار کولو لپاره زړه نه ښه کوي، خو د موضوع د انتخاب نه وروسته کولى شي چې د ځينو علمي مشرانو، استادانو سره خپله موضوع شريکه کړي. مشوره بايد له داسې پوهانو سره وکړي، چې په ځانګړي انتخاب شوې موضوع په برخه کې وکولى شي، چې ځوان څېړونکي ته ښې مشورې ورکړي،چې د څېړنې په ارزښت، د هغه د نوښت او ښايست، د څېړنې د چمتو کېدو ممکنه وخت او همداراز د ماخذونو د ترلاسه کولو د امکان وخت او ښودنې په هکله ښه معلومات ولري.

د موضوع په انتخاب باندې ختيځ پوهانو او لويديځ پوهانو خپل ـ خپل نظريات ورکړي دي، چې د اکثرو نظريات سره يو شان دي.

د څېړونکي لپاره د څېړنې موضوع ټاکل داسې مثال لري لکه يو څوک چې په خپل ژوند کې د خپل ځان لپاره ملګري او دوست انتخابوي، طبيعي خبره ده، چې هغه به داسې ملګرى نه انتخابوي چې د ده د فکر، عقيدې، خوى، عادت او طبيعت مخالف وي.

په همدې شان د څېړنې موضوع هم د څېړونکي د ژوند او علمي کارونو سره ملګرې ده، څېړونکى بايد داسې موضوع پيدا نه کړي، چې د ده د فکر، نظر، مينې او طبيعت مخالفه وي.

په نورې نړۍ کې د موضو ټاکل ډېر اهميت لري ، ځکه د زياتو علمي (نظري او عملي) موضوعاتوڅېړنې او پلټنې شوې وي او چې کوم موضوعات پاتې وي شايد هغه غير واضحه، پېچلې او يا ډېر بحث ته اړتيا ولري. خو داسې موضوعات شته چې ډېرې واضحې او ښه موضوعات دي او تر اوسه نه دي څېړل شوي، د داسې موضوعاتو پيدا کول ډېر صبر، کوښښ، علمي توانايي، ډېره مطالعه، د څېړنې صلاحيت او رياضت، د مختصصو استادانو سره ناستې او د هغو مشورې ته اړتيا لري.

په افغانستان کې د څېړنې لپاره ښه زمينه، د ښې موضوع د پيدا کېدو په برخه کې شته دي، دلته اکثره موضوعګانې نوې دي او په ډېرو موضوعاتو کار نه دى شوى.

د څېړونکي موضوع بايد د څېړنې د محتوا او منځپانګې سره معنوي تړاو ولري. هر څېړونکى او ليکوال دې د څېړنې د موضوع د انتخاب او د کار له پيل څخه له مخې لاندې پوښتنو ته ځواب پيدا کړي:

١. کومه موضوع چې انتخابوم په ټاکلي زماني واحد کې پاى ته رسولى شم او که نه؟

٢. پر موضوع باندې د څېړنې علمي صلاحيت لرم او که نه؟

٣. انتخاب شوې موضوع لپاره اصلي او فرعي منابع شته دي او که نه؟

٤. موضوع خو ډېره اوږده او يا ډېره لنډه او محدود نه ده.

٥. د موضو ع انتخاب د څېړونکي د علمي استعداد او ذکاوت سره برابره ده او که نه؟

٦. آيا له موضوع سره علاقه او مينه لرم او که نه؟

که چېرې له راغلو پوښتنو يوه هم منفي وي نو په کار دى چې څېړونکى او ليکوال په بلې موضوع پسې وګرځي.

هر څېړونکى بايدداسې فکر ولري، چې د ده انتخاب شوې موضوع د فرهنګ په غنا کې اساسي نقش لري او که چېرې موضوع د علمي او تحصيلي اسنادو د لاسته راوړلو لپاره ليکل کېږي او نوره ګټه يې ټولنې ته نه وي د داسې موضوعاتو ليکل هېڅ ارزښت نه لري.

د موضوع په پيدا کولو او غوره کولو کې څېړونکى بايد لاندې نکاتو ته پاملرنه وکړي:

١. څېړونکى بايد داسې موضوع د څېړنې لپاره انتخاب کړي، چې نوي وي علمي ذکاوت او استعداد يې د موضوع سره برابر وي، نه ډېره لويه موضوع وي او نه ډېره محدوده وي.

٢. څېړونکى چې کومه موضوع د څېړنې لپاره غوره کوي، بايد دا معلومه کړي چې د دې نه مخکې په همدې انتخاب شوې موضوع بل څېړونکي خو کار نه دى کړى، که چېرې بل ليکوال د دې څخه مخکې په همدې موضوع کار پيل کړى وي، نو د څېړنې اخلاق دا نه ايجابوي چې په موضوع دې کار وکړي.

که چېرې يوليکوال د څېړنې يوه موضوع انتخابوي او په همدې موضوع بل څېړونکى هم کار کوي. نوکه چېرې د لومړي لیکوال څخهد موضوع حق ښه ادا کولى شي، نو کولى شي چې کار او تحقيق پيل او پاى ته يې ورسوي او که د لومړي ليکوال علمي صلاحيت او فکر ورڅخه زيات وي او پوه شي چې د موضوع حق ترې ښه ادا کولى نشي، نو په موضوع دې څېړنه نه کوي.

٣. موضوع بایدنوې او له ابتکاره ډکه وي او که په داسې موضوع څېړنه پيل کوي چې مخکې هم پرې پوهانو څېړنې کړې وي، نو دى بايد په نوي فکر او نظر او نوې روحيې او طرز باندې پرې کار پيل کړي.

٤ . څېړونکى چې کومه موضوع غوره کوي، بايد ورسره مينه ولري او په خپلې خوښې انتخاب کړي. د نورو مشرانو، پوهانو او عالمانو مشوره دې واخلي، خو هېڅکله دې موضوع د بل په خوښې نه غوره کوي.

٥. څېړونکى چې کله موضوع انتخابوي، بايد اصلي او فرعي منابع او ماخذونه ولري. د څېړنې لپاره مواد ډېر ارزښت لري، لکه څنګه چې ښکاري د ښکار د وسايلو سربېره ښکار نه شي کولاى يا يو جنګيالى د جنګ په ميدان کې د جنګ وسايل ورته مهم دي، دغه شان د څېړونکي د څېړنې کار په منابعو او موادو ولاړ وي.

٦. د څېړنې د موضوع لپاره کله کله ځانګړی زمان ټاکل کېږي، په ځينو هېوادوکې د ماسټرۍ او ډاکټرۍ (تيزس او ډيرزټيشن) لپاره معينه موده ټاکل کېږي، نو څېړونکى بايد داسې موضوع غوره کړي چې په مشخصه زمانې موده کې یې پاى ته ورسوي.

٧. څېړونکى بايد د موضوع په انتخاب کې دوه ډوله صلاحيتونه ولري.

لومړى: آيا څېړونکى په غوره شوې موضوع علمي او فکري صلاحيت لري او که نه؟

دويم: آيا څېړونکى د اړتياوو د پوره کولو صلاحيت لري او که نه؟ په اړتياوو کې منابع او ماخذونه د مطالعې زمان، مکان او ناستې ځاى او داسې نور شيان راځي.

په عام ډول د څېړنې موضوع پيداکولواوغوره کولوکې ځينې نور هدايات هم شته، خو په خاص ډول مې د ځينو يادونه وکړه.