د چالان شوي تلويزيون سره مونځ کېږي؟

سوال:

که په اطاق کې تلويزيون ايښی وي، او د لمونځ کوونکي شاته لګېدلی وي خو اواز يې ګل شوی وي، لمونځ کېږي؟

جواب:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
لمونځ کېږي او صحیح دی ان شاء الله، خو غوره او بهتره داده چې د لمانځه پر مهال ټلویزیون بند کړل شي، او هر هغه څه چې د مسلمان د وسوسې سبب ګرځي هغه مخې لرې شي. ځکه چې لمونځ له الله تعالی سره خبرې او دزړه خواله او هغه جل جلاله ته عاجزي او دعا ده، نو مسلمان باید په داسې ځای او شان کې د الله تعالی عبادت وکړي چې دهغه جل جلاله له شان سره مناسب وي، مونږ او تاسې چې له یو عادي وزیر، رئیس او بل مشر سره کله ګورو نو کوشش کوو چې ځان ښه منظم کړو او که تلویزیون، کمپیوټر، تر دې چې خپل موبایل هم بندوو ترځو مزاحمت ونه کړي، نو الله جل جلاله چې ددې ټولو مخلوقاتو خالق او رب دی دهغه جل جلاله پر وړاندې له اودریدو مخکې هم باید داسې چاپېریال جوړ کړای شي چې لمونځ مو واقعي لمونځ شي.
والله اعلم