د چاپېریال اغېز په ښوونه او روزنه

لیکنه: شیروان ودان

چاپېریالي منفي اغېزې څه دي؟ ښوونه او روزنه څه ته وایي؟ چاپېریالي مثبتې اغېزې څه دي؟ دا او دېته ورته هغه مسایل دي چې ترخپله حده پورې واضع او تشریح شوې دي.

په نړۍ کې که موږ نظر وکړو نو هره سیمه چاېریالي اغېزې لري، او یوه سیمه له بلې سیمې سره ډېر تفاوت لري. د خلکو د اوسېده، خوراک،څښاک، کارکول او نور هغه کلتوري فکتورونه دي، چې په چاپېریال کې په ښوونه او روزنه باندې نېغ په نېغه اغېز لري.

په ډېرو هیوادونو کې د ښوونې او روزنې لپاره ډېر مناسب چاپېریال خوراک، زده کړه، د کارکولو او ښې ښوونې او روزنې لپاره ښه موقع برابرې کړې او په راتلونکې کې د ښه ژوند د تېرولو ضمانت ور په برخه کوي.

خو په افغانستان کې بیا داسې خلک ژوند کوي چې حتا یو څوګ د یوې مړۍ پیدا کولو په پار در په در ټکرې خوري. نو د دوی ژوند ورځ تر بلې خرابیږي.

ښوونه او روزنه!

ژان ژاک روسو ښوونه او روزنه داسې تعریفوي: “ښوونه او روزنه داسې فن یا هنر دی چې د زده کوونکو د استعدادونو او طبیعي قوو د لارښوونې په صورت کې، د طبیعي ودې د قوانینو په مراعات کولو سره او په خپله د هغه په همکاري سره د ژوند کولو لپاره ترسره کیږي”.

ویلی شو چې، افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دی چې په نړۍ کې د ليک لوست تر ټولو ټيټه کچه لري او د ښوونې په سکتور کې له پام وړ چلینجونو سره لاس او ګريوان دی چې پر بنسټيزو پراختيايي موخو يې ناوړه اغيز ښندلی دی.

منفي چاپېریالي اغېزې په ښوونه او روزنه څه دي؟

۱: ناامني:

ناامني هغه څه ده چې د نورو بدو اغېزو ترڅنګ په ښوونه او روزنه مستقیمآ اغېز ښیندي.

که په کومه سیمه کې ناامني شتون ولري نو حتمآ به په هغه سیمه کې ښوونه او روزنه پېکه وي، او ورځ تربلې به د بې خوندۍ پر لور روانه وي.

۲: منفي کلتوري مسایل:

منفي کلتوري مسایل هم، په سیمه کې بدې اغېزې له ځان سره شیندي. بد کلتور په خلکو، سیمه او په ځانګړې ډول په ښوونه او روزنه اغېز لري.

۳: مخدره مواد:

مخدره موادو استعمال په یوه سیمه کې هم له ځان سره ډېر پرازیټونه خپروي چې د ښوونې او روزنې لپاره په پایله کې مضر تمامیږي.

نو بنآ ویلی شو چې که په هره سیمه یا چاپېریال کې پاسني منفي موارد وجود ولري نو اغېز به یې حتمآ د نورو مسایلو ترڅنګ په ښوونه او روزنه هم زیات پرېوځي.

خو د پاسنيو مواردو برعکس که په کوم چاپېریال یا سیمه کې بد کلتور، ناامني، بې نظمي، د مخدره موادو نه استعمال یا دېته ورته نور مسایل وجود ونلري نو په هغه چاپېریال کې به په ښوونه او روزنه هیڅ بد اغېز ونه لرلی شي او ښوونه او روزنه به په هغه ډول پرمخ روانه وي لکه ډول چې فکر کولی شو.

سوکاله، ارامه، باعزته او مترقي افغانستان په هیله!