د چاپ پروسه له پيله تر شلمې میلادی پيړۍ

لیکوال : شریف الله ځيرک

د چاپ پروسې له شروع تر اوسه درې مختلفې دورې وهلي؛ چې هرې دورې ته یې لن‌‌‌‌‌‌ډه کتنه کوو.

1: د چاپ د صنعت اپتدایي او کلاسیکه دوره

پخوا به خلکو د پاپيروس د بوټي په پاڼو، د خرما په پاڼو، د حیواناتو په پوستکو، په لویو، لویو تیږو د کیندنې په طریقه …. لیکل کول. چې دوخت په تیرېدو سره خرابیدل او له منځه تلل.

په شپږمه او اتمه میلادي پيړۍ کې د (کای ان تسابانو) او (سوترای الماس) په نوم کتابونه د کیندنې په طریقه په چین هیواد کې لیکل شوي چې اوس هم د انګلستان هیواد په ملي موزیم کې پراته دي.

د چاپ لومړنی ماشین، د ۱۶۳۹ د سپټمبر ۲۵ مه

د چاپ د تخنیک او د وسایلو د جوړیدو مرحله یې د 15 م پيړۍ پيل او تر اوسه دوام لري.

لومړی ځل د چاپ په هکله فکر د (جان ګوتنبرګ) الماني سره پيدا شو‌، او وی کړای شول چې په پنځلسمه میلادي پيړۍ کې د چاپ ماشين اختراع کړي.

د دغه وخت د چاپ ماشین د لرګو جوړ وو چې ‌‌‌‌‌‌ډير ساده او ټول کار به یې د لاس په واسطه تر سره کیده. چې په پيل کې یې پرې د انجیل مذهبي کتاب څو نسخې چاپ کړی، او وروسته ترې د ورځپاڼو د چاپ لپاره کار اخیستل کېده.

2: د چاپ د صنعت پرمختللې برقي دوره

د چاپ په برخه کې هغه وخت د پام وړ بدلونونه رامنځ ته شول کله چې برق او د بخار قوه کشف شوه.برتانوي ( جېمز واټ ) په 1769 میلادي کال د بخار قوه کشف کړه. د بخار قوې د چاپ ماشینونو په ساختمان کې تغیر رامنځ ته کړ او د چاپولو سرعت یې زیات کړ.

په دغه دوره کې هغه کار چې مخکې به د لاس په واسطه تر سره کېده اوس د برق او د بخار د قوې په مرسته ماشین خپله تر سره کوه. نو د برق په کشف سره تر ‌‌‌‌‌‌ډيره هغه ستونزی حل شوې چې پخوا د چاپ په پروسه کې موجودې وې.

1796 میلادي کال کې د لیتو ګرافۍ کشف د مطبوعاتو په برخه کې لوی پرمختګ ګڼلې شو، د لیکلو دغه ‌‌‌‌‌‌ډول دود ‌‌‌‌‌‌ډير زر له هند، چین او ایران څخه افغانستان ته راغې. همدا رنګه ورپسې لوی بدلون په 1870 میلادي کال کې

د (توماس الوا ا‌‌‌‌‌‌ډيسون) لخوا برق کشف شو. چې د مطبوعاتو د پرمختګ په برخه کې یې د یو لوی بدلون او انقلاب دوره ګڼلې شو. په دغه وخت کې د چاپ ‌‌‌‌‌‌ډير زیات ماشینونه کشف شول چې دچاپولو سرعت ورسره لوړ شو.

په 1904 میلادي کال کې د چاپ افیسېټ ماشین کشف شو چې د چاپ تر ټولو پرمختللې ماشین ګڼل کېږي او د هر ‌‌‌‌‌‌ډول چاپ وړتیا لري.

3: د چاپ د صنعت پرمختللې (‌‌‌‌‌‌ډيجیټل) دوره

په 20 میلادي پيړۍ کې د انټرنیټ او کمپیوټر په کشف سره اوس د مطبوعاتو په برخه کې هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول مشکل نه تر سترګو کېږي، او د چاپ په برخه کې د مخکنیو دورو په پرتله زیات پرمختګونه او بدلونونه رامنځ ته شوي دي. چې خلکو ته یې ‌‌‌‌‌‌ډيره اسانتیا رامنځ ته کړې ده.

دغه پرمختګونه د وخت د خلکو غوښتنه وه، ځکه خلکو غوښتل چې اطلاعاتو ته لاس رسې ولري او د نړۍ د حالاتو خبر شي.