د چا شخصي حریم کې مداخله مه کوئ…!

لیکوال: محمد تمیم رحیم زی

د خپل ځان یا ډلې اړوند اطلاعات جلا کول او نورو ته د هغې د ښودلو/نه ښودلو په هکله تصمیم نیول، شخصي حریم دی. دلته بیا د حریم پولې بېلې دي، چې فردي حریم او سازماني(موسسه، ټولنه، بهیر او په ټوله کې هېواد) حریم دی؛ چې دلته د فردي حریم یو-څو ټکو ته اشاره کوو.

هغه بله ورځ مې د ټاکنیزو ټیمونو یو تلوېزیوني بحث کتو، درې ښځې یې کښېنولې وې چې هرې یوې به یې د خپل ټیم برنامه توضیح کوله، خو یو وار په خپلو کې سره واوښتل او د یو بل په شخصي حریم یې لفظي برید وکړ؛ پداسې حال کې چې که چېرې منطقي غږېدلي وی هېڅ د دې اړتیا نه وه چې یو-بل وګواښي.

دوی په خپل منځ کې ستونزه نه درلوده؛ اصل هدف د خپل ټیم ځواب دی چې باید شوی وی، خو متأسفانه ځینې وخت ځینې خلک داسې انګیري چې ښايي ټول موارد د دوی مربوط کېږي او هره خبره ځان ته کشوي.

اوس تازه د ټاکنو موضوع ډېره توده ده، هر څوک د دې حق لري چې خپل ځانګړی انتخاب ولري؛ په نورو د خپل انتخاب تحمیل سم کار نه دی. زه دلته یو ټکی جدي یادوم هغه دا چې ملګري باید د سیاسي جوړ-جاړیو لپاره خپله ملګرتیا قرباني نه کړي، ځکه دا چاره هېڅ د دې ارزښت نه لري.

هر لوری باید فکري او شخصیتي استقلال ولري، هر څوک د دې حق لري چې خپل شخصي نظر ولري؛ خو د نظر ورکړه باید د یو لړ ټولنیزو اصولو پر بنسټ وي. د اصولو رعایت د دې لامل کېږي چې د بل چا په شخصي حریم کې مداخله ونه کړئ، د ټولنیزو قواعدو رعایت باید له خپله ځانه پیل کړو څو ورځ تر بلې په ټولنه کې د ټولنیز نظم د ټینګښت لامل شي.

انګلېسي کې یوه اصطلاح ده ” Go out mute mode”، چې ژباړه یې داسې ده”له غیرفعاله یا چوپتیا حالته ځان وباسئ”.

مانا دا چې کوښښ وکړئ ټولنه کې مثبت فعاله حالت ولرئ، لوی او خلاص فکر ولرئ، د مثبتې پنځونې په لټه کې اوسئ، له تېروتنو درس واخلئ-له تکرار یې مخنیوی وکړئ، د نظم لپاره کار وکړئ او د بې نظمیو د مخنیوي په برخه کې نوې برنامې جوړې کړئ-داسې برنامې چې خلک په اسانه وکولای شي عبرت ترې واخلي.

د هر چا هر شی په هغه پورې تړاو لري او د هغې په هر راز پسې نه ګرځېدنه د سړي شخصیت ښيي.

له خلکو سره ښه اړیکه درلودل، د خپلمنځي ستونزو نشتون، د چارو سمون، د فکر ارامتیا، ښه ګومان، مثبت نګري او غالب شخصیت د روغ ژوند نښې دي؛ چې دا ژوند په اسانۍ سره نه ترلاسه کېږي ځکه یو څه منډې-ټرنډې باید پکې متحمل شو.

دا چې اسانه ترلاسه کېږي، که سخت. د دې په تړاو د سړي خپل فکري تمرکز مهم دی چې کومې خواته یې اړوي؛ خو په ټوله کې د ترلاسه کېدلو وړ دی.