د (چهرې) فلم پوسټر خپور شو، خو ريا چکرورتي پکې نشته

د باليووډ راتلونکي فلم (چهرې) عکس يا پوسټر خپور شوى دى، خو د دې فلم په کاسټ کې شامله ريا چکروتي په عکس کې نه ليدل کېږي.

دا پوسټر د فلم پروډکشن له خوا په انسټاګرام کې خپور شوى دى، چې د فلم مرکزي اداکاران په دې عکس کې ليدل کېږي، خو ريا چکروتي پکې نشته.

په فلم کې مشهور اداکاران اميتاب بچن او عمران هاشمي ليدل کېږي، همدا راز دوه نور اداکاران هم پکې ليدل کېږي. د دې فلم ټيزر به د مارچ په ١١مه نېټه په ټولنيزو رسنيو کې خپور شي.

بلخوا چې اميتاب بچن او عمران هاشمي هم دا عکس خپور کړى دى، د فلم اړوند نور ټول کسان يې ټېګ کړي دي، خو يوازې ريا چکروتي يې نه ده ټېګ کړې.

داسې ويل کېږي، چې د سشانت سينګ راجپوت له ځانوژنې وروسته ريا چکروتي په دغه پېښه کې د پوليسو تر تعقيب لاندې وه، چې ښايي له دې امله نوموړې له فلم څخه ويستل شوي وي.

کاپي…