د چين ولسمشر له جيکي چن څخه څه پوښتلي؟

په روان مارچ کې هوا ګرمېږي او ګلان غوړېږي، همدا راز په چين کې د دوو مجلسونو کلنۍ غونډې هم پرانيستل کېږي چې يوه يې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلسمې دورې ملي کمېټې دوهمه غونډه او بله يې د چين د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس دوهمه غونډه ده.

د مارچ د څلورمې نېټې په ماسپښين د چين ولسمشر شي جين پينګ د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلسمي دورې ملي کمېټې په دوهمه غونډه کې د کلتوري، هنري او ټولنيزو علمي ډلو له ګډون کوونکو استازو سره خبرې اترې وکړې، د دوی نظرونه او وړانديزونه يې واورېدل او ورته يې د چين د کلتوري او هنري پرمختګ په اړه مهمي څرګندونې وکړې.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چي فرهنګيان بايد خلکو ته غوره کلتوري اثار وړاندې کړي.

ارزښتناک او اهميت لرونکي کلتوري اثار او علمي څېړنه بايد واقعيت انعکاس کړي، مراقبت يې وکړي او د واقعي مسئلو د حل او واقعي موضوعاتو ته د ځوابونو د پيدا کولو له پاره دې ګټور وي. شي جين پينګ هيله وښوده چي ټول فرهنګيان د چين له واقعيت سره سم د کلتوري اثارو په جوړولو سره د چين معاصر پرمختګونه او د چينايانو ښکلی ژوند وښيي او د چين معنويات، ارزښت او توان په ښه توګه معرفي کړي.

دغه راز دې پر ملي واقعيت او معاصرو تودو موضوعاتو تمرکز وکړي او پر دې بنسټ دې د خپلو اثارو ذهنيت، کلتوري معاني او هنري ارزښت زيات کړي. شي جين پينګ وويل، فرهنګيان بايد ځانونه د زمانې له ګامونو سره برابر کړي.

د چين ځانګړتيا لرونکی سوسياليزم نوې زمانې ته داخل شوی، هيله ده چې تاسو د نوې زمانې د ثبتولو ، ليکلو او ستايلو دندې پر غاړه واخلئ، د زمانې موضوعاتو ته د ځوابونو د لټولو له پاره دې هڅه وکړي او د چين د لويو معاصرو نوښتونو د زده کولو له لارې دې نوي اثار وپنځوي، څو په ښه توګه د دغې زمانې تاريخي بدلونونه او معنويات وښيي. شي جين پينګ وويل، سږ کال د نوي چين د جوړېدو اويايمه کاليزه ده.

چين په تېرو اويا کلونو کې ډېر کوښښونه کړي چې په پايله کې يې په دې هيواد کي ستر بدلونونه رامنځ ته شوي دي. هغه هيله وښوده چې چيني فرهنګيان د چين د کمونيست ګوند او خلکو ۷۰ کلنې تجربه کارۍ انعکاس کړي، د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم لار، تيوري، نظام او کلتوري غوره والی په ښه توګه روښان کړي، څو د ګوند او خلکو د دوامدار پرمختګ له پاره قوي معنوي ملاتړ برابر کړي.

په دغه غونډه کې ډېرو ګډونوالو د ښاغلي شي له نظرونو سره توافق وښود. د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دايمي کمېټې غړي او مشهور فلمي لوبغاړي جېکي چان د غوره اثارو په اړه وويل، څه وخت وړاندي د         wandering earth په نوم د چين هغه ډول لومړنی فلم چي د ساينس په اړه د ليکل شوې سناريو پر اساس جوړ شوی، خپور شو، ډېرو بهرنيانو ما ته وويل چې دا ګمان نه کېده چي چينايانو دومره ښه فلم جوړ کړی دی.  په سېنماوو کي د دغه فلم ټکټونه ښه وپلورل شول او زه په دې ډېر خوشحال شوم. موږ هم د دغه ډول فلم د جوړولو وړتيا لرو.

ښاغلي شي د دغې غونډې له پای ته رسېدو وروسته له جېکي چان څخه وپوښتل چې هغه په دې وروستيو کې د څه فلمونو په جوړولو لګيا دی؟ جېکي چان رئيس شي ته ځواب ورکړ چي هغه د ترقي کوونکو په نوم په يوه نوي فلم کي رول ولوباوه چې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو د څلوېښتمې کاليزې او د نوي چين د جوړېدو د اويايمې کاليزې په وياړ جوړېږي.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دايمي کمېټې غړي او د ډرامې مشهور لوبغاړي  فنګ يوان جنګ خبريالانو ته وويل، د عمومي منشي شي دې خبرې وايي چي مبتکران بايد ښه معنويت وښيي، ما ته ژوره خاطره راکړې ده.

زما په اند دغه معنويت چيني معنويت دی. فرهنګيان بايد هغه جمله وايي چې ټول ابتکارونه بايد د خلکو له پاره وي، د لومړني کاري اصل په توګه وګڼي او پر دې ټينګار وکړي.