په ګواډر کې وسله والو طالبانو د سړک جوړونې د يوې ډلې پر غړو ډزې کړې، چې له امله يې ۹ تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د سيمې يوه لوړپوړي حکومتي چارواکي نعيم بزئي له پاکستاني رسنيو سره په خبرو کې د پېښې د تائيدولو تر څنګ ويلي، چې وسله وال تر بريد وروسته له سيمې په تېښته بريالي شوي دي.
د بلوچستان ايالت د پوليسو چارواکو ويلي، چې وژل شوي ټول د سند ايالت اوسيدونکي دي او د کار په موخه بلوچستان ته ورغلي و.
دا کسان په هغه پروژه کې د کار پر مهال وژل شوي، چې د چين په پانګونه په پاکستان کې د ګواډر د پراختيا په موخه په لاره اچول شوې ده. په بلوچستان کې د سند ايالت د دې اوسيدونکو وژل کيدل، داسې مهال دي، چې د بلوچستان اصلي اوسيدونکي تل د پاکستان پر سياستونو نيوکه کوي، چې حکومت ورسره توپيري چلند کوي، او آن په دې ايالت کې شته کاري فرصتونه يې هم ترې اخيستې دي.
د بريد پړه تراوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې.