یوه تیل وړونکې بیړۍ اوړمه ورځ د چین په اوبو کې له یوې کارګو بیړۍ سره ټکر شوې وه. په پېښه کې د بېړۍ ۳۰ ایراني او دوه بنګله دیشي سورلۍ لادرکه دي.
په دې بېړۍ کې یو لک او ۳۶ زره ټنه تیل انتقالېدل. د یو میلیون بېرله تیلو بیه چې په دې ټانکر بیړۍ کې ځای شوي و، ۶۰ میلیونه ډالره اټکل شوی دی.
د چین د ټرانسپورټ وزارت تیره ورڅ وویل، د سانچي په نوم د تیلو دا ټانکر بېړۍ چې د پانامه بیرغ پرې رپېده، لا هم سوځي او ډېره اندازه تیل ترې تللي دي. هڅې روانې دي چې سورلۍ وژغورل شي.
د ایران د سمندري بندرونو رئیس محمد رستاد وویل، ناسمې هوا او د اور زیات دود د ژغورونکې ډلې کار ستونزمن کړی دی.
کارګو بېړۍ چې د هانک کانګ بېرغ پرې رپېده ۶۴ ټنه غَلَه انتقالوله.
د چین د ټرانسپورټ وزارت ویلي، د چینايي کارګو بېړۍ ټولې ۲۱ سورلۍ ژغورل شوي دي.