بلخ او سمنګان ولایت کې د ډبرو سکرو د کانونو کارکوونکي وايي، د حکومت له لوري د ډبرو سکرو پر کانونو د تعرفې لوړونه دوی له ډیرو اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي او په دغه برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.
د بلخ چارواکي بیا دا پریکړه د کانونو او پطرلیم وزارت بولي او په وینا یې دوی یواځې د دغې پریکړې د تطبق صلاحیت لري.