د ډيپلوماټيکو اړيکو په اړه د ویانا کنوانسیون – له الحاقي کنوانسيونونو سره

– ژباړه: امان الله ایمان

– ( د 1961کال د اپریل 18مه)

– یادونه: داد هغه کتاب برخه ده چي د دِيپلوماتیکو حقوقو په اړه د تکمیل په حال کې دی او د موضوع د اهمیت له کبله دغه کنوانسیون اوس له تاسو سره شریکوو

مقدمه
د دغه کنواسيون حاضر اړخونه هیوادونه؛
ددې خبرې په یادونې چې ـ له ډیر پخوا د ټولو هېوادونو ولسونو د ډیپلوماټیکو استازو لپاره ځانگړي تنظیمات او حالات منلي دي،
له دېنه په پوره خبردارۍ چې ـ د مطلقې تساوۍ په اړه د ملگروملتونو د منشور د موخو او اصولو او د نړیوالې سولې او امنیت د ساتنې او د ولسونو ترمنځ د نیکو اړیکو پراختیا،
په دې عقیده چې ـ د ډیپلوماټیکو اړیکو، مزایاوو او مصؤونیتونو او د هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو د ودې په موخه یو نړیوال کنوانسیون، که څه هم د حکومتونو اساس او ټولنیز اصول یې یو له بله سره ورته والی ونه لري، ښایي ښه اغیزه ولري،
په دې اند چې ـ له یادو شویو مزایاوو او مصؤونیتونو نه د افرادو گټې نه بلکې د ډیپلوماټیکو استازو د ماموریتونو او دندو ښه پلي کیدل یې موخه دي،
او ددې خبرې په ټینگار چې ـ د هغو مسایلو په اړه چې د دغه کنوانسیون په مقرراتو کې یې په ډاگه مکلفیتونه نه دي ټاکل شوي، د نړیوالو حقوقو عرفي قواعد به پرې حاکم وي، په لاندې مواردو کې هوکړې ته سره ورسیدل:

۱- ماده-: [ د اصطلاحاتو تعریفونه] په دغه کنوانسیون کې به دغه اصطلاحات داسې شرح کیږي، چې لاندې له هر یوه څخه یادونه کوو:
الف- د (ماموریت رییس) اصطلاح، یانې هغه کس چې د یوه لیږونکي هېواد له لوري په دغه دنده گومارل شوی وي.
ب- د ( ماموریت غړي) اصطلاح د ماموریت رییس او نور کارکوونکي.
ج- د (ماموریت کارکوونکي) اصطلاح، یانې (ډیپلوماټیک کارکوونکي)او اداري او فني کارکوونکي او د (ماموریت چوپړاسیان)
د – د (ډیپلوماټیک کارکوونکي) اصطلاح، د ماموریت هغه برخه کارکوونکی چې ډیپلوماټیکه دنده پرمخ وړي.
هـ- د (ډیپلوماټیک مامور) اصطلاح، یانې د ماموریت مشر یا د ډیپلوماټیک ماموریت یو کارکوونکی.
و – د (اداري او فني) کارکوونکي اصطلاح، یانې هغه ډله کارکوونکي چې د ماموریت اداري او فني چارې پرمخ وړي.
ز- د (چوپړاسیان) اصطلاح، یانې د ماموریت هغه ډله کارکوونکي چې د کورنیو چارو دندې پرمخ وړي.
ح – د (شخصي چوپړاسي) اصطلاح، یانې د ماموریت هغه ډله کارکوونکي چې د ماموریت د یو غړي خدمت کوي او د لیږونکي هېواد له لوري مستخدم نه وي.
ط – د (ماموریت ځایونه) اصطلاح، یانې ودانۍ یا د ودانۍ نورې اړونده برخې او ځمکې چې که یې مالک هر څوک وي، خو د ماموریت د اهدافو لپاره ترې گټه اخستل کیږي.

۲- ماده-: [ د نمانیده گی تاسیس او د اړیکو ټینگول] د ډیپلوماټیکو اړیکو د ټینگښت او د همېشني ډيپلوماټیکو ماموریتونو استول، د هېوادونو تر متقابل رضایت او خوښې پورې اړه لري.

۳- ماده-: [ د ډیپلوماټیکې نماینده گۍ دندې] ۱- په ځانگړې ډول د ډيپلوماټیک ماموریت دندې عبارت دي، له:
الف- په کوربه هېواد کې د لیږونکي هېواد استازیتوب.
ب- په کوربه هېواد کې د لیږونکي هېواد د وگریو او گټو ساتنه، تر هغه بریده چې په نړیوالو حقوقو کې منل شوې وي.
ج- د کوربه هېواد له حکومت سره خبرې اترې.
د- له ټولو شته وسایلو نه په گټه اخستنې، د کوربه هېواد د ټولو پیښو او اوضاع په اړه، د لیږونکي هېواد حکومت ته رپورټ ورکول.
هـ – د کوربه او لیږونکي هېوادونو ترمنځ علمي، کلتوري، اقتصادي او دوستانه اړیکو ته پراختیا او وده.
۲- د دغه کنوانسیون مقررات باید یو هم داسې تفسیر نه شي، چې ډیپلوماټیک ماموریت، د قونسلۍ د دندو د ترسره کیدو په مخ کې خنډ شي.

۴- ماده-: [د نماینده گۍ د رییس انتصاب] ۱- لیږونکي هېواد باید ډاډ ترلاسه کړي، چې د ماموریت د رییس دندې ته کاندید کس د کوربه هېواد له لوري منل شوی دی.
۲- کوربه هېواد په دې نه دی اړ چې د قبولۍ د نه منلو له دلایلو دې لیږونکی هېواد حتمي خبر کړي.

۵- ماده-: [نامقیمه نماینده گۍ (اکرډیټه) ] ۱- لیږونکی هېواد کولی شي له رسمي اعلام وروسته، په ذینفع هېوادونو کې د استازیتوب لپاره یو رییس څو هېوادونو ته او دغه شان، د ډيپلوماټیکو کارکوونکو له ډلې یو تن د اړونده دندو د ترسره کولو لپاره په ډیرو هېوادونو کې پر دنده وگوماري، مگر هغه وخت نه شي کولی چې یو هېواد له دغه کار سره په ډاگه مخالفت وښیي.
۲- کله چې لیږونکی هېواد خپله د استازیتوب دنده په یوه یا څو هېوادونو کې یوه رییس ته وروسپاري، کولی شي په هرو هغو هېوادو کې چې د ماموریت رییس هلته د همېش لپاره نه وي، یو ډیپلوماټیک ماموریت د یو ټیټ رتبه ډیپلوماټ تر نظر لاندې د لنډمهاله ریاست په توگه تاسیس کړي.
۳- د ماموریت یو رییس یا یو ډیپلوماټیک کارکوونکی کولی شي چې د لیږونکي هېواد لپاره په هر نړیوال سازمان کې د نماینده گې دنده پرغاړه واخلي.

۶- ماده-: [ گډه (مشترکه) نماینده گي] څو هېوادونه کولی شي په یو مهال کې یو کس د ماموریت د رییس په توگه په بل هېواد کې وټاکي، مگر هغه وخت نه شي کولي چې کوربه هېواد له دغه کار سره خپل مخالفت په ډاگه کړي.

۷- ماده-: [ د نماینده گۍ د کارکوونکو انتصاب] د ۵ او ۸ او ۹ او ۱۱مادو مقرراتو ته په کتو، لیږونکی هېواد د ماموریت د کارکوونکو په انتخاب کې خلاص لاس لري. کوربه هېواد کولی شي د تصویب لپاره مخکې له مخکې د نظامي، سمندري یا هوايي مربوطاتو نومونه وغواړي.

۸- ماده-: [ د ډیپلوماټیکو کارکوونکو تابعیت] ۱- د ماموریت ډیپلوماټیک کارکوونکي د اصولو له مخې د لیږونکي هېواد تابعیت لري.
۲- د ماموریت ډیپلوماټیک کارکوونکي نه شي کولی چې د کوربه هېواد له خوښې پرته د هغه هېواد له وگړیو څخه وټاکل شي. کوربه هېواد کولی شي هر وخت خپل رضایت یا خوښي بیرته واپس واخلي.
۳- کوربه هېواد کولی شي همدغه حق د درېیم هېواد د هغو وگړیو په اړه د ځان لپاره حفظ کړي چې د لیږونکي هېواد تابعیت نه لري.

۹- ماده-: [ ((نامطلوبه)) عنصر] ۱- کوربه هېواد کولی شي پرته له هغه او دغه هر وخت چې د خپل تصمیم د توجیه لپاره دلیل ولري، لیږونکي هېواد ته خبر ورکړي چې رییس یا د ډیپلوماټیک ماموریت هر یو غړی (نامطلوبه کس) دی او یا دا چې د ماموریت کوم هر یو کاروکوونکی ورته د منلو وړ نه دی. دغه مهال، لیږونکی هېواد هغه شخص له موقع سره سم راغواړي او یا په ماموریت کې دده دنده پای ته رسوي. کیدای شي یو څوک د کوربه هېواد خاورې ته تر ننوتو مخکې،(نامطلوبه) یا د نه منلو وړ شخص اعلان کړي.
۲- که لیږونکی هېواد د دغه مادې له ۱ بند څخه د راپورته شویو تعهداتو له ترسره کولو منع وکړي او یا دغه تعهدات په خپل وخت کې ترسره نه کړي، کوربه هېواد کولی شي دغه مورد بحث کس دندې ته د ماموریت د غړي په توگه دده له ورپیژندلو ډډه وکړي.

۱۰- ماده-: [ د نماینده گۍ د غړو د راتلو او وتلو ابلاغ] لاندې مراتب به د کوربه هېواد د بهرنیو چارو وزارت یا بل هغه وزارت ته چې دغه کار ته ټاکل شوی وي، اعلام کړل شي:
۱- الف) د ماموریت د غړو انتصاب او یا د هغوی د قطعي ورتللو یا عزیمت او یا د ماموریت پای.
ب- د هغه کس قطعي ورتگ یا عزیمت چې د یو ماموریت د غړو تر کورنیو پورې اړوند وي او د لزوم په وخت کې دا اعلامول چې یو کس د ماموریت د غړو د کورنیو په ډله کې را دننه شوی یا بهر شوی دی.
ج- د هغه شخصي چوپړاسیانو قطعي راتگ چې د دغه مادې د الف بند د مورد نظر کسانو د خدمت لپاره وي او د لزوم په وخت کې ددې اعلام چې دغه چوپړاسیان د پاسو یادو شویو کسانو خدمت بیرته پرېښود.
د – د ماموریت د غړو یا چوپړاسیانو په توگه، په کوربه هېواد کې د هستوگن هغو کسانو استخدام یا له دندې گوښه کول چې له مزایاوو او مصؤونیتونو څخه هم برخمن وي.
۲- که یې امکان درلود، هر ځل د اشخاصو قطعي راتلل یا عزیمت هم باید اعلام کړل شي.

۱۱- ماده-: [ د نماینده گۍ د غړو شمیر] ۱- د ماموریت د ځینو افرادو په اړه د پریکنده موافقې د نه شتون په صورت کې، کوربه هېواد کولی شي وغواړي چې د ماموریت اړتیاوو او د هېواد اوضاع او غوښتنو ته په کتو، ترکومه چې دوی ته ښه او معقوله بریښي، تر هغه اخوا یې زیات نه کړي.
۲- کوربه هېواد دغه شان کولی شي په هماغه حدودو کې له تبعیض پرته، د یوې معینې ډلې کسانو له منلو ډډه وکړي.

۱۲- ماده-: [ د نماینده گۍ له ځایونو بهر د دفتر تاسیس] لیږونکی هېواد د کوربه هېواد له پریکنده او مخکې له مخکې موافقې د ترلاسه کولو وړاندې، باید د ماموریت د استقرار له ځایه پرته، بل نوی ځای او یا د ماموریت اړونده دفتر پرانه نیزي.

۱۳- ماده-: [ د نماینده گۍ د رییس د خدمت پیل] ۱- په کوربه هېواد کې د ماموریت د رییس دنده هغه مهال پيلیږي چې خپله باورپاڼه وړاندې کوي، یا خپل راتگ، د باورپاڼې له یوې کاپي سره جوخت، د کوربه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته چې باید دواړه په یو ځايي توگه پلي شي، اعلاموي.
۲- د باورپاڼې د وړاندې کولو ترتیبات او یا د هغه د کاپۍ ورسپارل، د ماموریت د رییس د راتگ د نېټې، ورځې او گړۍ ته په پاملرنې سره ټاکل کیږي.

۱۴- ماده-: [ د نماینده گۍ د رییسانو طبقې] ۱- د ماموریت رییسان په لاندې توگه په دریو برخو ویشل کیږي:
الف- د هېوادونو سفیران او د پاپ هغه استازي چې د هېوادونو د ولسمشرانو پر وړاندې ماموریت مخته وړي کوي، او یا نور د ماموریت هغه رییسان چې له دوی سره ورته مقام لري.
ب – د هېوادونو استازي او مختاره وزیران او د پاپ (انترنوسن) هغه استازي، چې له ولسمشرانو سره ماموریت پرمخ وړي.
ج- موقت رییسان، چې د بهرنیو چارو د وزیرانو پر وړاندې ماموریت مخته وړي.
۲- په حضور او تشریفاتو کې له تقدم پرته، د ماموریتونو د رییسانو ترمنځ د طبقې له نظره هیڅ ډول توپیر نشته.

۱۵- ماده-: [ د نماینده گۍ د رییسانو په طبقو کې توافق] هېوادونه د خپل ماموریت د رییسانو د طبقو په اړه یو له بله سره توافق کوي.

۱۶- ماده-: [ د نماینده گۍ د رییسانو تقدم] په هره طبقه کې د به ماموریت د رییسانو د تقدم حق د هغه ورځې او گړۍ په اساس وي چې خپلې دندې د ۱۳مې مادې پر بنسټ پیلوي.
۲- د یوه ماموریت د رییس په باورپاڼه کې منل شوي بدلونونه، تر هغه ځایه چې دده طبقه عوض نه کړي، د هغه د تقدم په ترتیب کوم اغیز نه پریباسي.
۳- ددغه مادې مفاد هغه رسومو ته خلل نه رسوي چې د پاپ د استازو د تقدم د حق په نسبت د کوربه هېواد له لوري منل شوي وي او په راتلونکې کې به هم مخل واقع نه شي.
۱۷- ماده-: [ د ډیپلوماټیکو نماینده گیو د کارکوونکو ترمنځ تقدم] د ماموریت رییس د ماموریت د ډیپلوماټیکو کارکوونکو د تقدم د ترتیب په اړه، د بهرنیو چارو وزارت یا بل هر هغه وزارت ته چې دغه کار ته ټاکل شوی وی، خبر ورکوي

۱۸- ماده-: [ د نماینده گیو د رییسانو د منلو تشریفات] په هر هېواد کې د ماموریت د رییسانو د منلو په اړه تشریفات باید په هره طبقه کې یو ډول وي.

۱۹-ماده-: [ موقت رییس] ۱- کله چې د ماموریت د ریاست پوست تش وي، یا د ماموریت رییس ددغه دندې د ترسره کیدو وس ونه لري، یو لنډمهاله رییس د ماموریت د رییس په توگه دغه دنده مخته وړي. ددغه موقت رییس نوم د ماموریت د رییس په لاس، او که د ماموریت رییس عذر درلود، د لیږونکي هېواد د بهرنیو چارو وزارت له لوري به د کوربه هېواد د بهرنیو چارو وزارت یا بل هر هغه وزارت ته چې دغه کار ته ټاکل شوی وي، اعلامیږي.
۲- که د ډیپلوماټیک ماموریت د کارکوونکو له ډلې، یو کس هم په کوربه هېواد کې شتون ونه لري، د فني او اداري کارکوونکو له ډلې هم یو تن کولی شي د لیږونکي هېواد له لوري د کوربه هېواد په خوښه د ماموریت روانې چارې مخته یوسي.

۲۰-ماده-: [ د رسمي نښو او بیرغ راځوړندول] ماموریت او د هغه رییس حق لري چې د لیږونکي هېواد ملي نښې او بیرغ د ماموریت په اړونده اماکنو کې چې له دې جملې، د ماموریت د رییس په هستوگنځي او یا نوور نقلیه وسایطو باندې راځوړند کړي.

۲۱-ماده-: [ د نماینده گۍ لپاره د اماکنو په پیداکولو کې مرسته] ۱- کوربه هېواد باید د خپلو قوانینو په دننه کې د لیږونکي هېواد د تملیک د اسانتیاوو موجبات د ماموریت د اړتیا وړ ځایونو کې د دولت په خپله خاوره کې برابر کړي. او یا د دغه شان ځایونو په لاسته راوړلو کې له بلې لارې له لیږونکي هېواد سره مرسته وکړي.
۲- دغه شان، کوربه هېواد د اړتیا پرمهال باید د ماموریت د کارکوونکو د مناسب هستوگنځي په برابرولو کې ملگرتیا او مرسته وکړي.

۲۲- ماده-: [ د نماینده گۍ د اماکنو مصوؤنیت] ۱- د ماموریت ځایونه مصؤونیت لري او د کوربه هېواد مامورین د ماموریت د رییس له اجازې او خوښې پرته، دغو ځایونو ته د ورننوتلو حق نه لري.
۲- کوربه هېواد په ځانگړې توگه دنده لري چې د ماموریت د اماکنو لپاره لازم تدابیر ونیسي څو د ماموریت مربوطه اماکن د چا تر یرغل لاندې رانه شي او یا زیان ورته وانه وړي او ارامي چارې یې سره بې نظمه نه شي.
۳- د ماموریت اماکن او په هغه کې نور شته څیزونه او نور اسباب او دغه شان د ماموریت نقلیه وسایط له پلټنې، مصادرې، توقیف او اجرایوي اقداماتو څخه مصؤون دي.

۲۳- ماده-: [ له مالیاتو څخه د نماینده گیو د اماکنو معافیت] ۱- لیږونکی هېواد او د ماموریت رییس د ماموریت د اماکنو له بابته چې مالک یا یې په اجاره نیولي، د هر ډول مالیاتو او د ملي، سیمه ییزو او ښاري عوارضو له ورکړې څخه عفو دی، مگر هغه وخت نه دی چې ددغه عوارضو یا معافیتونو ترلاسه کول د ځانگړو خدمتونو پر وړاندې وي.
۲- که د کوربه هېواد له قوانینو سره سم، ددغه مالیاتو او عوارضو ورکړه د یو داسې کس پر غاړه وي چې له لیږونکي هېواد یا د ماموریت له رییس سره معامله کوي، ددغه مادې د مالیاتي معافیت موضوع به نفی وي.

۲۴- ماده-: [ د اسنادو او رازونو مصوؤنیت] د ماموریت اسناد او رازونه په هر وخت او هر ځای کې له تعرض څخه مصؤون دي.

۲۵-ماده-: [ د اسانتیاوو برابرول] کوربه هېواد به د ماموریت د دندو د ترسره کېدو لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې برابروي.

۲۶- ماده-: [ د تگ راتگ ازادي] کوربه هېواد به د ماموریت د ټولو غړو سفر او ازاده تگ راتگ په خپله خاوره کې تامینوي، د هغو سیمو د قوانینو او مقرراتو په مراعت چې هغو سیمو ته د ملي امنیت له نظره ورتگ منع وي، او د ځانگړو مقرراتو تابع وي.

۲۷- ماده-: [ د اړیکو ازادي] ۱- کوربه هېواد به د ماموریت د رسمي موخو لپاره د اړیکو ازادي ته اجازه ورکوي او ملاتړ به یې کوي. ماموریت کولی شي د لیږونکي هېواد له نورو قونسلگریو او ماموریتونو سره د اړیکو لپاره په هر ځای کې د ټولو ارتباطي وسایلو نه لکه ډیپلوماټیک قاصد او د راز له پټو پیغامونو څخه استفاده وکړي.
له دې سره سره، ماموریت نه شي کولی چې د کوربه هېواد له خوښې پرته، د لیږونکي هېواد یوه راډیويي دستگاه فعاله او استفاده ترې وکړي.
۲- د ماموریت رسمي مکتوبونه او لیکونه مصؤون دي او د (رسمي مکتوبونو) اصطلاح هغه لیکونو ته شامله ده چې د ماموریت او د هغه د دندو په ترسره کولو پورې اړه ولري.
۳- ډیپلوماټیکې دوسیې باید نه پرانیستل شي او نه چیرته توقیف کړل شي.
۴- له ډیپلوماټیکې دوسېې پرته، نورې دوسېې باید روښانه او مشخص بهرنی نښان او څرنگوالی ولري او یوازې به د ډیپلوماټیکو اسنادو او څیزونو د استعمال لپاره کارول کیږي.
۵- ډیپلوماټیک قاصدان چې باید له ډیپلوماټیکو دوسیو پرته، له یو شمیر نورو هغه بستو نه هم برخمن وي چې دده له لوري له رسمي مدرک څخه حاکي وي، باید د خپلو دندو په ترسره کیدو کې د کوربه هېواد له پوره ملاتړه برخمن وي. ډیپلوماټیک قاصدان مصؤونیت لري او په هیڅ صورت کې زنداني کیدی نه شي.
۶- ماموریت یا لیږونکی هېواد کولی شي ځانگړي قاصدان وټاکي او په دې صورت کې ددغه مادې د ۵ بند مقررات او په هغه کې مندرج مصؤونیتونه یوازې تر هغه جریان ولري، چې نوموړی قاصد ډیپلوماټیکې دوسیې خپل هدف ته وروسوي.
۷- کولی شو ډیپلوماټیکه دوسیه د یوې تجارتي الوتکې هغه مسوول ته وسپارو چې په ورودي سیمه کې د راښکته کیدو جواز ولري. نوموړی مسوول کس چې ډیپلوماټیک قاصد نه دی، له ډیپلوماټیکو دوسیو پرته باید له رسمي مدارکو نه حاکي یو شمیر بستې هم له ځانه سره ولري.
ماموریت کولی شي خپل یو غړی د ډیپلوماټیکې دوسیې د ترلاسه کولو لپاره نیغ او په ازاده توگه د الوتکو له مسوول کس سره واستوي.

۲۸-ماده-: [ پر عوایدو له مالیاتو څخه د نماینده گۍ معافیت] د رسمي دندو د ترسره کیدو په مقابل کې چې د ماموریت له خوا، کوم عواید یا د کار مزد ترلاسه کوي، له ټولو عوارضو او مالیاتو څخه معاف دي.

۲۹-ماده-: [ د ډیپلوماټیک مامور مصوؤنیت] په خپله ډیپلوماټیک مامور مصؤون دی، او په هیڅ صورت هغه توقیف یا نیول کیږي نه. کوربه هېواد به له هغه سره له احترام ډک چلن کوي، چې دده له شان سره ښایي او دده شخصیت او ازادۍ ته د کوم زیان اوښتلو پر وړاندې باید کلک تصمیمونه ونیسي.

۳۰- ماده-: [د ډیپلوماټیک مامور د مالونو، لیکونو، اسنادو او هستوگنځي مصوؤنیت] ۱- د ډیپلوماټیک مامور خصوصي هستوگنځی، د ماموریت د نورو اماکنو په شان مصؤون او ملاتړ به یې کیږي.
۲- اسناد او لیکونه او دغه شان د ۳۱مې مادې د ۳ بند په مراعت، د ډیپلوماټیک مامور اموال مصؤون دي.

۳۱ماده-: [ قضایي مصوؤنیت] ۱- په کوربه هېواد کې ډیپلوماټیک مامور د جزایي تعقیب له مصؤونیت څخه برخمن دی، او له اداري او مدني مصؤونیت څخه به هم برخمن وي، مگر په لاندې مواردو کې نه:
الف- د هغو خصوصي غیرمنقولو اموالو په اړه دعوی، چې د کوربه هېواد په خاوره کې وي، مگر هغه بیا مصؤون دي چې ډیپلوماټیک مامور دغه مال د لیږونکي هېواد د نماینده گۍ او یا یې د ماموریت د موخو لپاره تصرف کړی وي.
ب- د ترکې(د مړي پاتې مال) په اړه دعوی، چې په هغه کې ډیپلوماټیک مامور په خصوصي توگه، نه د لیږونکي هېواد په نوم، وصي یا د ترکې امین، وارث یا موصی له واقع شوی وي.
ج- د سوداگریزو، حرفوي یا هر ډول فعالیتونو په اړه دعوی، چې ډیپلوماټیک مامور د کوربه هېواد په خاوره کې له خپلې رسمي دندې بهر، په هغه مشغوله وي.
۲- ډیپلوماټیک مامور د شهادت اداکولو ته نه اړ ایستل کیږي.
۳- د ډيپلوماټیک مامور پر وړاندې به هیڅ ډول اجرایوي عملیات نه ترسره کیږي، پرته له هغه ځایونو چې د دغه مادې د الف، ب او ج په برخو کې یاد شوي، په دې شرط چې دغه اجرایوي عملیات به دغه شخص او دده د هستوگنځي مصؤونیت ته زیان نه رسوي.
۴- په کوربه هېواد کې د ډیپلوماټیک مامور قضایي مصؤونیت، په لیږونکي هېواد کې نوموړی له قضایی مصؤونیت څخه شي نه ژغورلي او معاف کولی.

۳۲-ماده-: [ له مصوؤنیت څخه انصراف] ۱- لیږونکی هېواد کولی شي د ډیپلوماټیکو مامورینو او هغه کسانو چې له ۳۷مې مادې سره سم، له مصؤونیته برخمن دي، قضايی مصوؤنیت ترې سلب کړي.
۲- د مصؤونیت سلب باید په ډاگه اعلام کړل شي.
۳- د ډیپلوماټیک مامور یا بل هر هغه چا له لوري د دعوی په صورت کې، چې د ۳۷مې مادې پر اساس له قضايي مصوؤنیت څخه برخمن دی، د متقابلې دعوی پر وړاندې یې په قضايي مصوؤنیت باندې استناد چې مستقیما له اصلي دعوی سره ارتباط لري، نه منل کیږي.
۴- د قضايي مصوؤنیت سلب د مدني یا اداري مصوؤنیت د سلب په نسبت د اجرایوي حکم متضمن نه دی، د هغه د اجرا لپاره د مصؤونیت د سلب لپاره بیل اعلام ته اړتیا ده.

۳۳- ماده-: [ له ټولنیزو بیمو څخه مصوؤنیت] ۱- ډیپلوماټیک مامور ددغه مادې د ۳ بند په مراعت، لیږونکي هېواد ته د ترسره کړل شویو خدمتونو په اړه د هغه ټولنیزو بیمو له مقرراتو څخه معاف دی، چې ښایی په کوربه هېواد کې لازم الاجرا وي.
۲- ددې مادې په ۱ بند کې مندرجه معافیت هغه شخصي چوپړاسیانو ته هم شامل دی چې د ډیپلوماټیک مامور په انحصاري خدمت کې دی، خو په دې شرط چې دغه چوپړاسیان به:
الف- دغه چوپړاسیان به د کوربه هېواد وگړي نه وي او یا به په همدغه هېواد کې د همیش لپاره هستوگن نه وي.
ب- د لیږونکي یا درېیم هېواد د ټولنیزو بیمو مقررات به یې په اړه اعمال او پلي کیږي.
۳- ډیپلوماټیک مامور باید د هغو کسانو په اړه چې خدمت یې کوي او ددغه مادې د ۲بند په معافیت کې نه راځي، باید د کوربه هېواد د ټولنیزو بیمو له مقرراتو نه راپورته شوي هغه مکلفیتونه یې په اړه مراعت کړي چې په آمر ورتحمیلیږي.
۴- ددغه مادې په ۱ او ۲بند کې یاد شوی معافیتونه، د بې لا اختیاره منلو او د کوربه هېواد له ټولنیزو بیمو نه د گټې اخستنې په مخ کې تر هغه بریده چې د هغه هېواد لپاره د منلو وړ وي، مانع نه گرځي.
۵- ددغه مادې مقررات د هغه دوه اړخیزه او څواړخیزه توافقاتو په مخ کې نه خنډ کیږي چې په تیرو وختو کې د ټولنیزو بیمو په اړه تړل شوي، او په راتلونکي کې به یې هم مانع نه شي.

۳۴-ماده-: [ مالیاتي معافیتونه] ډیپلوماټیک مامور له لاندې مواردو پرته نور له ټولو شخصي، مالي، هېوادني، سیمه ییزو یا ښاري مالیاتو او عوارضو څخه معاف دی:
الف- هغه غیرمستقیم مالیات چې معمولا د توکو یا خدماتو د بیو برخه شمیرل کیږي.
ب- د کوربه هېواد په خاوره کې د پرتو خصوصي غیرمنقولو اموالو له مالیاتو او عوارضو نه، له هغه ځایونو پرته چې ډیپلوماټیک مامور، د لیږونکي هېواد نمانیده گۍ ته د ماموریت د مقاصدو لپاره له ځانه سره مال تصرف کړی وي.
ج- په ارث باندې هغه مالیات چې د کوربه هېواد له خوا ترلاسه کیږي، د ۳۹مې مادې د ۴بند په مراعت.
د- په کوربه هېواد کې له شخصي عوایدو څخه اخستل شوي مالیات او عوارض او دغه شان د هغه هېواد په سوداگریزو مراکزو کې په کار لویدلو پانگو باندې مالیات.
هـ– هغه مالیات او عوارض چې د ځانگړو خدمتونو د ترسره کولو په پایله کې لاسته راځي.
و- د ۲۳مې مادې د گټو په پام کې نېولو سره، د غیرمنقولو مالونو په برخه کې د ثبت، رهن، محکمې او تمبر( ) لگښتونه.

۳۵- ماده-: [ له عمومي او شخصي خدمتونو څخه معافیت] کوربه هېواد به سیاسی مامورین د شخصي او عمومي خدمتونو په ترسره کولو کې، په هر صورت او بڼه له نظامي الزاماتو لکه مصادرې، بیگار او د نظامي کسانو له ځای پرځای کولو څخه معاف کوي.

۳۶- ماده-: [ گمرکي معافیتونه] ۱- کوربه هېواد هغو قوانینو ته په پام سره چې د وضع امکان یې شته دی، له (ذخیره کولو)، باربرۍ (انتقالي چارو) او له دې ته ورته خدماتو څخه، د راولاړو شویو لگښتونو پرته، د لاندې شیانو ورود ته، له گمرکی حقوقو، عوارضو او ټولو فرعی لگښتونو څخه د معافیت اجازه ورکولی شي.
الف- د ماموریت د رسمي استفادې وړ څیزونه.
ب- د ډیپلوماټیک مامور او یا د هغه د کورنۍ د اړونده کسانو، د شخصي استفادې اړونده څیزونه او یا د کور لپاره د اړتیا وړ اسباب.
۲- د ډیپلوماټیک مامور شخصي توښه له پلټلو معاف ده، مگر هغه وخت نه ده چې جدي دلایل پر دې موجود وي چې په دغه توښه کې پراته څیزونه د ۱ بند په مشمولو معافیتونو کې نه راځي. او یا د هغه څیزونو وړل راوړل چې د کوربه هېواد د قوانینو او یا قرنطین مقرراتو په بنسټ منع وي. په دې وخت کې پلټل د ډيپلوماټیک مامور یا د هغه رسمي استازی له شتون پرته نه شي ترسره کیدی.

۳۷- ماده-: [ له ډیپلوماټیکو مامورینو پرته نور هغه کسان چې له امتیازاتو برخمن دي] ۱- د ډیپلوماټیک مامور اړوند نور د کورنۍ غړي په دې شرط چې د کوربه هېواد تابعیت به نه لري، له ۲۹مادې نه تر ۳۶مې مادې پورې، له مندرجه مزایاوو او مصؤونیتونو څخه برخمن کیدی شي.
۲- د ماموریت اداري او فني کارکوونکي او دغه شان د هغوی د کورنیو اړونده نور غړي په دې شرط چې د کوربه هېواد تابعیت ونه لري او یا هلته دایمي هستوگن نه وي، له ۲۹نه تر ۳۵مادو پورې له مندرجه مزایاوو او مصؤونیتونو څخه برخمن کیدی شي، خو د ۳۱مې مادې د لومړي بند په اداري او مدني چارو کې د کوربه هیواد قضايي مصوونیت، ددوی د کړنو څخه بهر نه شي ګڼل کیدی.
دغه شان یاد شوي کسان د ۳۶مې مادې د لومړي بند له مندرجه مزایاوو څخه د هغو توکو په اړه چې د لومړني استقرار لپاره یې واردوي، هم استفاده کولی شي.
۳- د ماموریت کارکوونکي په دې شرط چې د کوربه هېواد اتباع او همیشني اوسیدونکي نه وي، د خپلو دندو له پلیتابه څخه د راپورته شویو کړنو پروړاندې مصؤونیت لري او د کار د ترسره کولو په مقابل د مزد له بابته د مالیاتو او عوارضو له ورکړې څخه معاف دي، دغه شان په ۳۳مه ماده کې له یاد شوي معافیت څخه هم گټه اخستی شي.
۴- د ماموریت د غړو شخصي چوپړاسیان چې د کوربه هېواد اتباع یا همشني اوسیدونکي نه وي، د هغه حقوقو له بابته چې د کار د ترسره کولو پر وړاندې یې پیدا کوي، د مالیاتو او عوارضو له ورکړې معاف دي. له نورو مصؤونیتونو او مزایاوو گټه اخستل یوازې په هغه حدودو کې امکان لري، چې کوربه هېواد ېې ومني. له دې سره باید کوربه هېواد د خپل حاکمیت حق ددغه کسانو پر وړاندې داسې پلی نه کړي چې په یوه نامتناسبه توگه ددندې د ترسره کیدا په مخ کې خنډ شي.

۳۸- ماده-: [ د نماینده گۍ د هغو غړو امتیازات چې د لیږونکي هیواد اتباع نه دي] هغه سیاسي مامور چې د کوربه هېواد وگړی یا هستوگن وي، یوازې د رسمي فعالیت د ترسره کیدو پر وخت له قضايی او د تعرض له مصؤونیت څخه برخمن دی، مگر هغه وخت چې کوربه هېواد ورته تر هغه زیات مصؤونیتونه او مزایاوې ومني.
۲- نور هغه شخصي چوپړاسیان او د ماموریت کارکوونکي چې د کوربه هېواد اتباع یا دایمي اوسیدونکي وي، یوازې تر هغه بریده چې کوربه هېواد ته د منلو وړ وي، له مصؤونیتونو او مزایاوو څخه برخمن کیدی شي. له دې سره، کوربه هېواد باید د حاکمیت حق ددغه کسانو په اړوند داسې پلی نه کړي، چې په یوه نامتناسبه توگه د ماموریت د دندې د ترسره کیدا په مخ کې خنډ شي.
۳۹- ماده-: [ د امتیازاتو پیل او پای] هغه کسان چې ددغه مزایاوو او مصؤونیتونو خاوندان دي، څنگه چې د کوربه هېواد خاورې ته رادننه شول، د ماموریت له دغه مصؤونیتونو او مزایاوو څخه برخمن کیدای شي. او که مخکې له مخکې ددغه هېواد په دننه کې وي، له دغه مصؤونیتونو او مزایاوو څخه یې گټه اخستل هغه مهال پیلیږي، چې د ده انتصاب د بهرنیو چارو وزارت یا بل دیته د ټاکل شوي وزارت له لارې اعلام کړل شي.
۲- کله چې له مزایاوو او مصؤونیتونو څخه د برخمن شخص ماموریت پای ته ورسي، نو ددغه هېواد له خاورې چې څنگه ووت، یا هغه مناسب ټاکل شوی وخت تیر شو، چې ددغه ماموریت په خاطر ده ته ورکړل شوی دی، دغه مصوؤنیتونه او مزایاوې پرې قطع کیږي، خو دغه مزایاوې او مصؤونیتونه که د داوړو هیوادونو ترمنځ وسله وال ټکر هم وي، تر شوې نېټې پورې به دوام کوي. دغه شان، دغه مصؤونیت به نسبت هغه کړنو ته په هماغه خپل حالت پاتې وي، چې یو څوک ددغه ماموریت د ترسره کیدو په جریان کې ترې برخمن وي.
۳- د ماموریت د یوه غړي د مړینې پرمهال، د ده د کورنۍ نور غړي د هغه مناسب مهال تر انقضا پورې د پخوا په شان له مصؤونیتونو او مزایاوو برخمن دي، چې د کوربه هېواد د خاورې د پرېښودلو لپاره ورته وضع کړل شوی وي.
۴- د ماموریت د هغه غړي د مړینې په صورت کې چې د کوربه هیواد وگړی یا دایمي هستوگن نه وي، او یا د ده د کورنۍ د نورو اړونده کسانو د مړیني په صورت کې، کوربه هېواد د مړه شوي کس د منقولو اموالو د وتلو اجازه ورکوي. د هغه اموالو په استثنا، چې په همدغه هېواد کې لاسته راغلي وي او د مړینې پر مهال یې ایستل منع وي. له هغه منقولو اموالو څخه د ارث مالیات نه اخستل کیږي، چې د هغه مالیاتو شتون یوازې په ماموریت کې د متوفی تر موجودیت پورې اړونده وي.

۴۰- ماده-: [ د درېیم هیواد مکلفیتونه] کله چې ډیپلوماټیک مامور د ماموریت ځای ته د تلو یا خپل هېواد ته د راتلو په قصد له درېیم هېواد څخه د اړتیا په اساس تگ راتگ کوي، یا په درېیم هېواد کې د لږ وخت لپاره حضور پیدا کوي، په درېېم هېواد کې له تعرض څخه مصؤون او له ټولو هغه مصؤونیتونو برخمن کیږي چې د تلو راتلو لپاره ورته ضرورت لري.
د درېېیم هېواد له لوري له همدغه مقرراتو څخه د ده د کورنۍ نور غړي هم برخمن کیدی شي، او له ډیپلوماټیک مامور سره یو ځای، یا له هغه نه بیل او یا له هغه سره د یو ځای کیدو په موخه یا هېواد ته د بیرته راتگ پرمهال پلي کیږي.
۲- درېیم هېوادونه په ورته وخت کې، هغه څه چې ددغه مادې په ۱بند کې مقرر شوي دي، اداري او فني کارکوونکي یا د ماموریت چوپړاسیان یا د هغوی د کورنیو نور غړی په خپله خاوره کې د عبور په وخت کې له ستونزو سره نه مخ کوي.
۳- درېېم هېوادونه د نورو ارتباطي وسایلو او رسمی مکاتیبو پر وړاندې او له دې جملې څخه هغه د راز پیغامونه چې د درېیم هیواد په خاوره کې تیریږي، له هماغه ازادۍ او ملاتړ څخه برخمن دي، چې په دې اړوند یې کوربه هېواد مراعتوي. د ډیپلوماټیکو قاصدانو او دغه شان د ډیپلوماټیکو دوسیو پر وړاندې، چې د اړتیا پرمهال تگ راتگ کوي، له هماغه تعرض څخه مصؤون او له هغه حمایت څخه برخمن دي چې په کوربه هېواد یې مراعتول لازم دي.
۴- ددغه مادې له ۱او ۲ او ۳ بند سره سم، رسمي او ارتباطي وسایل او ډیپلوماټیکې دوسیی چې د (فورس ماجور) له امله د درېېم هېواد په خاوره کې دي، د درېېم هېواد مکلفیتونه پرې پلي کیږي.

۴۱- ماده-: [ د نماینده گې او غړو مکلفیتونه] ۱- ټول هغه کسان چې له مصؤونیتونو او مزایاوو څخه برخمن وي، پرته له دې چې مصؤونیتونو او مزایاوو ته یې کوم زیان ور واوړي، په دې مکلف دي چې د کوربه هېواد قوانینو او مقرراتو ته په درنه سترگه وگوري او د هغه هېواد په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ځان وساتي.
۲- ټولې هغه رسمي چارې چې له کوربه هېواد سره د لیږونکي هېواد له لوري د خبرو اترو د اقدام لپاره ماموریت ته ورترغاړې وي، باید د کوربه هېواد د بهرنیو چارو له وزارت یا له هر هغه وزارت سره ترسره شي چې ددغه دندې لپاره ټاکل شوی وي.
۳- د ماموریت له اماکنو څخه باید داسې گټه واخستل شي چې ددغه کنوانسیون له مندرجه دندو یا د نړیوالو حقوقو له نورو کلي قواعدو یا د هغه لازم الاجرا ځانگړو توافقاتو سره په ټکر کې نه وي، چې د کوربه او لیږونکي هېواد ترمنځ تړل شوي وي.

۴۲- ماده-: [ د ډيپلوماټیکو مامورینو د انتفاعي فعالیتونو منع] ډیپلوماټیک مامور په کوربه هېواد کې د شخصي گټو په موخه له سوداگریزو او حرفوي فعالیتونو څخه منع دي.

۴۳-ماده-: [ د ډیپلوماټیک مامور د دندې پای] د ډیپلوماټیک مامور ماموریت په لاندې مواردو کې پای ته رسیږي:
الف- هغه وخت چې لیږونکی هېواد د ډیپلوماټ د ماموریت له پای څخه کوربه هېواد ته خبر ورکړي.
ب- کله چې د ۹مې مادې د ۲بند په اساس، کوربه هېواد لیږونکي هېواد ته خبر ورکړي چې د ماموریت د غړي په توگه د ډيپلوماټ مامور پیژندنه نه مني.

۴۴-ماده-: [ د نماینده گۍ د غړو د بیرته راستنیدو اسانتیاوې] کوربه هېواد دنده لري چې آن د وسله وال ټکر پرمهال لازمې اسانتیاوې برابرې کړي، څو ددغه هیواد له اتباعو پرته له دغه مزایاوو او مصؤونیتونو څخه برخمن کسان او یا ددوی د کورنۍ نور غړي ددوی تابعیت ته له پاملرنې پرته په ډیره چټکۍ سره ددغه هېواد له خاورې ووزي. یاد شوی هېواد باید په ځانگړې توگه د اړتیا پرمهال د دوی او د دوی د اموالو لپاره دوی ته نقلیه وسایل په واک کې ورکړي.

۴۵-ماده-: [ د اړیکو غوڅېدل او د نماینده گۍ تعطیل] د دوو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماټیکو اړیکو د پریکون پرمهال او یا هغه وخت چې ماموریت په قطعي یا لنډمهاله توگه پای ته ورسي:
الف- کوربه هېواد دنده لري چې آن د وسله واله ټکر پرمهال، د ماموریت اوړند اماکنو او دغه شان مالونو او اسنادو ته په درنه سترگه وگوري او ملاتړ یې وکړي.
ب- لیږونکی هېواد کولی شي د مامورینو د ځایونو او په هغه کې د پرتو مالونو، او دغه شان د ماموریت د اسنادو ساتنه یو داسې درېېم هېواد ته وسپاري چې کوربه هېواد ته هم د منلو وړ وي.
ج- لیږونکی هېواد کولی شي د خپلو گټو او د خپلو وگړیو د گټو ساتنه یو داسې درېېم هېواد ته وروسپاري چې کوربه هېواد ته هم د منلو وړ وي.

۴۶-ماده-: [ د درېیم هیواد د گټو ساتنه] لیږونکی هېواد کولی شي د کوربه هېواد د مخکیني رضایت د راجلبولو او د درېېیم هغه هېواد په غوښتنه چې په کوربه هېواد کې نماینده گي نه لري، په لنډمهاله توگه د درېېیم هېواد د منافعو او وگړیو حفاظت پر غاړه واخلي.

۴۷-ماده-: [ د کنوانسیون په پلي کولو کې عدم تبعیض] ۱- کوربه هېواد ددغه کنوانسیون د مقرراتو په پلیتابه کې د هېوادونو ترمنځ له تبعیض څخه کار نه اخلي.
۲- لاندې موارد تبعیض نه گڼل کیږي:
الف- دا چې کوربه هېواد د دغه کنوانسیون یوه مقرره له دې امله چې د لیږونکي هېواد په خاوره کې د دوی د ماموریت پر وړاندې په محدوده ورته توگه قایل شوي دي، کولی شي په محدوده توگه یې پلې کړي.
ب- یا دا چې هېوادونه د عرف او عادت پر بنسټ، او یا د یوې معاهدې له لارې په هغو زیاتو مزایاوو چې یو بل ته یې په متقابله توگه منلې وي او د دغه کنوانسیون په مقرراتو کې یې یادونه نه وي شوې.

۴۸-ماده-: [ د کنوانسیون لاسلیک] دغه کنوانسیون د ملگروملتونو د ټولو غړو هیوادونو یا د یوه تخصصي سازمان او دغه شان هر هغه هېواد چې د نړیوالې څارنوالۍ د دیوان له اساسنامې سره تړلی وي او یا هر هغه هېواد چې د همدغه موخې لپاره د ملگروملتونو د عمومي مجمع له خوا بلنه ورکړل شوې وي، په لاندې توگه یې د لاسلیک لپاره پرمخ پرانیستی دی.
د ۱۹۶۱کال د اکتوبر تر ۳۱مې نېټې پورې، د اتریش فډرال هېواد د بهرنیو چارو په وزارت کې او له هغه ورسته د ۱۹۶۲کال د مارچ تر ۳۱مې نېټې پورې په نیویارک کې د ملگروملتونو د سازمان په مقر کې.

۴۹-ماده-: [ د ملگرو ملتونو عمومي سرمنشي ته د کنوانسیون د اسنادو سپارل] دغه کنوانسیون تصویبیږي او د تصوییب اسناد به یې د ملگروملتونو عمومي سرمنشي ته سپارل کیږي.

۵۰- ماده-: [ تر کنوانسیون پورې الحاق] له دغه کنوانسیون سره هر هغه هېواد ملحق کیدای شي، چې په ۴۸مه ماده کې د یادو شویو څلورو طبقو یوه برخه وي، د الحاق اسناد به د ملگروملتونو عمومي سرمنشي ته سپارل کیږي.

۵۱-ماه-: [ د کنوانسیون د اعتبار نیټه] ۱- دغه کنوانسیون د دوه ویشتم د الحاق او تصویب د سند د ورسپارلو له نېټې دیرش ورځې وروسته، د ملگروملتونو د عمومي سرمنشي له خوا لازم الاجرا گڼل کیږي.
۲- دغه کنوانسیون د هر هغه هېواد په اړه چې د دوه ویشتم تصویبي سند یا الحاقي تصویبي سند نه وروسته ورسپاري او یا ورپورې ملحق شي، د تصویب یا الحاقي سند له ورسپارلو دیرش ورځې وروسته له هغه څخه د اجرا یا پلیتابه غوښتنه کوي.

۵۲-ماده-: [ د کنوانسیون د طرف هیوادونو خبرول] د ملگروملتونو عمومي سرمنشي ټولو هغو هېوادونو ته چې په ۴۸مه ماده کې د ذکر شویو څلورو طبقو غړي یا برخه وي، لاندې مراتب وړاندې کوي:
الف- د هېوادونو له خوا ددغه کنوانسیون لاسلیکول او د ۴۸ او ۴۹ او ۵۰ مادو د مفاداتو پر بنسټ، د الحاق یا تصویب د اسنادو سپارل.
ب- هغه نیټه چې دغه کنوانسیون یې د ۵۱مې مادې پر اساس لازم الاجرا گرځول شوی دی.

۵۳- ماده-: [ د کنوانسیون اصلي نسخې] د دغه کنوانسیون اصلي نسخه چې انگلیسي، چینايي، هسپانیايي، فرانسوي او روسي متنونه یې له برابر اعتبار څخه برخمن دي، د ملگروملتونو عمومي سرمنشي ته سپارل کیږي.
د ملگروملتونو عمومي سرمنشي له پاسنیو یادو شویو متنونو څخه اخستل شوي له اصل سره سم نور متنونه ټولو هغو هېوادونو ته ورسپاري چې په ۴۸مه ماده کې د ذکر شویو څلورو طبقو برخه یا غړي وي.
بناًُ په مرتبه توگه، لاندې تام الاختیار لاسلیکوونکو استازو چې د خپلو متبوعه هېوادونو له پلوه ورته لازم واکونه ورکړل شوي دي، دغه کنوانسیون لاسلیک کړ.

۱۹۶۱کال، د اپریل ۱۸مه – ویانا

د ډيپلوماټيکو اړيکو په اړه د ويانا کنوانسيون

د اختلافاتو د اجباري حل په اړه اختیاري پروټوکول

ددغه پروټوکول او په ویانا کې د ۱۹۶۱کال د مارچ له دوهمې نیټې نه د اپریل تر څوارلمسې پورې د ملگروملتونو د سازمان په کنفرانس کې د ډیپلوماټیکو اړیکو په اړه د تصویب شوی د ویانا کنوانیسون په اړه، چې ښایي د حاضرو هیوادونو له لوري له دې وروسته د (کنوانسیون) په نوم و نومول شي،
د عدالت نړیوالې محکمې د اجباري پریکړې ته د توسل د میل په څرگندولو، تر هغه ځایه چې تر هغوی پورې اړه لري، د (کنوانسیون) له پلیتابه او تفسیر څخه د راولاړو شویو ستونزو د کلي حل لپاره، نه هغه چې په ټاکلي وخت کې یې په گډه ورته بله د حلاره موندلې وي، د لاندې مقرراتو په اړه هوکړې ته سره ورسیدل:

۱-ماده-:
د (کنوانسیون) له تفسیر یا پلیتابه څخه راولاړې شوې ستونزې، د عدالت نړیوالې محکمې صلاحیت دی، ددغه پروټوکول لاسلیکوونکي او د اختلاف یو اړخ هر هیواد کولی شي د غوښتنپاټې په وسیله دغه اختلافات په دیوان کې مطرح کړي.
۲- ماده-:
د اختلاف اړخونه هیوادونه کولی شي له یو او بل سره د اختلاف درلودلو له اعلام دوې میاشتې وروسته د عدالت نړیوالې محکمې پرځای، دغه اختلافي موضوع د حکمیت(منځگړیتوب) یوې بلې محکمې ته راجع کړي. ددغه وخت له پای ته رسیدو سره سم، هر یو د اختلاف اړخ هیواد کولی شي د غوښتنپاڼې له لارې اختلاف په دیوان کې مطرح کړي.
۳- ماده-:
۱- د اختلاف طرفین هیوادونه دغه شان کولی شي ددغه دوو میاشتو په ترڅ کې په گډه یو له بله سره داسې یوه هوکړه وکړي چې د عدالت نړیوالې محکمې ته تر ورتلو وړاندې سازش ته سره ورسي.
۲- د سازش کمیسیون له جوړیدو پنځه میاشتې وروسته باید خپلې توصیې وسپارې. که یادې شوې توصیې د اعلام له نیټې د دوو میاشتو په ترڅ کې د اختلاف د طرفینو هیوادونو ته د منلو وړ نه وې، هر یو د طرفینو کولی شي دغه اختلافي موضوع د غوښتنپاڼې د ورسپارلو ترڅنگه، په دیوان کې مطرح کړي.
۴-ماده-:
د (کنوانسیون) د تعهداتو او د تابعیت د لاسته راوړلو د اړوند اختیاري پروټوکول او دغه حاضر پروټووکول طرف هیوادونه کولی شي اعلام کړي چې ددغه پروټوکول مقررات د تابعیت د لاسته راوړلو اړوند اختیاري پروټوکول له تفسیر او پلیتابه څخه راولاړو شویو اختلافاتو ته هم شامل دی. ددغه موضوع مربوطه اعلامیو په اړه به د ملگروملتونو د سازمان عمومي سرمنشي ته خبر ورکول کیږي.
۵- ماده-:
دغه پروټوکول د ویانا کنوانسیون د ټولو حاضرو هیوادونو پرمخ د لاسلیک لپاره په لاندې ډول پرانیستی دی:
د ۱۹۶۱کال د اکتوبر تر ۳۱مې نیټې پورې د اتریش فډرال هیواد په بهرنیو چارو وزارت کې، او له هغه وروسته د ۱۹۶۲کال د مارچ تر ۳۱مې نیټې پورې د ملگروملتونو د سازمان په مقر نیویارک کې.
۶-ماده-:
دغه پروټوکول تصویبیږي او تصویب شوي اسناد به د ملگروملتونو د سازمان عمومي سرمنشي ته سپارل کیږي.
۷-ماده-:
دغه پروټوکول د ټولو هغو هیوادونو د الحاق لپاره پرانیستی دی، چې د ویانا تر کنوانسیون پورې تړلي دي. د الحاق اسناد به د ملگروملتونو د سازمان عمومي سرمنشي ته سپارل کیږي.
۸-ماده-:
۱- دغه پروټوکول له هغه ورځې چې (کنوانسیون) لازم الاجرا گرځول کیږي، د ملگروملتونو عمومي سرمنشي ته تر پروټوکول پورې د تصویب یا الحاق د دویم سند تر ورسپارلو دیرش ورځې وروسته هر یو چې وروسته وي، لازم الاجرا گرځول کیږي.
۲- د هر هغه هیواد لپاره چې دغه پروټوکول تر لازم الاجرا کیدو وروسته، د همدغه مادې د ۱بند پر بنسټ تصویبوي، یا تر دغه پروټوکول پورې ملحقیږي، د پروټوکول د تصوبیدو یا الحاق د سند له ورسپارلو دیرش ورځې وروسته لازم الاجرا گرځول کیږي.
۹-ماده-:
د ملگروملتونو د سازمان عمومي سرمنشی ټول هغه هیوادونه ته چې ښایی تر دغه (کنوانسیون)پورې ملحق شي، له لاندې مراتبو خبروي:
الف- د هیوادونو له خوا ددغه پروټوکول لاسلیک او د تصویب یا الحاق اسناد د ۵ او ۶ او ۷مادو پر بنسټ دی.
ب- هغه اعلامیې چې ددغه پروټوکول د ۴مې مادې پر بنسټ صادریږي.
ج- هغه نیټه چې ددغه پروټوکول د اتمې مادې پربنسټ لازم الاجرا گرځول کیږي.
۱۰-ماده-:
د دغه پروټوکول اصلي نسخه چې انگلیسي، چینايي، هسپانیايي، فرانسوي او روسي متنونه یې له برابر اعتبار څخه برخمن دي، د ملگروملتونو عمومي سرمنشي ته سپارل کیږي.
د ملگروملتونو عمومي سرمنشي له پاسنیو یادو شویو متنونو څخه اخستل شوي له اصل سره سم مهر شوي نور متنونه په ۵مه ماده کې یادو شویو ټولو هیوادونو ته ورلیږي.
بناًُ په مرتبه توگه، لاندې تام الاختیار لاسلیکوونکو استازو چې د خپلو متبوعه هېوادونو له پلوه ورته لازم واکونه او جوازونه ورکړل شوي دي، دغه پروټوکول لاسلیک کړ.

۱۹۶۱کال د اپریل ۱۸مه – ویانا

د ډیپلوماټیکو اړیکو په اړه د ویانا کنوانسیون

د تابعیت د لاسته راوړلو په اړه اختیاري پروټوکول

د دغه پروټوکول او د ۱۹۶۱کال د مارچ له دوهمې څخه د اپریل تر څوارلمسې نیټې په ویانا کې د ملگرو ملتونو د سازمان په کنفرانس کې د ډیپلوماټیکو اړیکو په اړه د تصویب شوي د ویانا کنوانیسون چې له دې وروسته به د (کنوانسیون) په نوم ونومول شي،
د ډیپلوماټیکو ماموریتونو د غړو او یا ددوی د کورنیو د اړونده کسانو له خوا د تابعیت د ترلاسه کولو اړونده اصولو ټینگښت ته د تمایل د څرگندولو په تړاو، د لاندو مقرراتو په اړه هوکړې ته سره ورسیدل:
۱-ماده-:
ددغه پروټوکول له نظره، د (ماموریت غړي) اصطلاح هماغه د کنوانسیون د لومړې مادې د ب بند مفهوم او مانا لري، یانې د ماموریت رییس او د مامویت کارکوونکو ته شامله ده.
۲- ماده-:
د ماموریت هغه غړي او د هغوی د کورنۍ اړونده کسان چې د کوربه هیواد تابعیت نه لري، د کوربه هیواد تابعیت یوازې د قانوني مقرراتو له امله نه شي ترلاسه کولی.
۳-ماده-:
دغه پروټوکول د ټولو هغو هیوادونو پرمخ د لاسلیک لپاره په لاندې توگه پرانیستی دی چې تر (کنوانسیون) پورې تړلي وي.
د ۱۹۶۱کال د اکتوبر تر ۳۱مې نیټې پورې د اټریش فډرال هیواد په بهرنیو چارو وزارت کې، او له هغه وروسته د ۱۹۶۲کال د مارچ تر ۳۱مې نیټې د ملگروملتونو د سازمان په مقر نیویارک کې.
۴- ماده-:
دغه پروټوکول تصویبیږي او د تصویب اسناد به د ملگروملتونو د سازمان عمومي سرمنشي ته سپارل کیږي.
۵-ماده-:
دغه پروټوکول د ټولو هغو هیوادنو پرمخ د الحاق لپاره پرانیستی، چې د (کنوانسیون) غړي دي. د الحاق اسناد به د ملگروملتونو عمومي سرمنشي ته سپارل کیږي.
۶-ماده-:
۱- دغه پروټوکول له هغې ورځې چې(کنوانسیون) لازم الاجرا گرځي یا د ملگروملتونو سرمنشي ته تر پروټوکول پورې د الحاق یا تصویب د سند له ورسپارلو دیرش ورځې وروسته، هر یو چې وروسته وي، لازم الاجرا گرځي.
۲- د هغه هیواد لپاره چې دغه پروټوکول له لازم الاجرا کیدو وروسته ددغه مادې د ۱بند په اساس تصویبوي، یا ورپورې ملحقیږي، د الحاق یا د ورسپارلو له نیټې دیرش ورځې وروسته پروټوکول لازم الاجرا دی.
۷-ماده-:
ټول هغه هیوادونه چې ښایي تر (کنوانسیون) پورې ملحق شي، د لاندې مراتبو په اړه د ملگروملتونو د سازمان د عمومي سرمنشي له لوري ورته خبر ورکول کیږي:
الف- د حاضرو هیوادونو له خوا د پرټوکول لاسلیک او د ۳ او ۴ او ۵ مادو سره سم، د تصویب یا الحاق اسناد ورسپارل.
ب – هغه نیټه چې دغه پروټوکول د شپږمې مادې پر اساس لازم الاجرا گرځي.

۸-ماده-:
د دغه پروټوکول اصلي نسخه چې انگلیسي، چینايي، هسپانیايي، فرانسوي او روسي متنونه یې له برابر اعتبار څخه برخمن دي، د ملگروملتونو عمومي سرمنشي ته سپارل کیږي.
د ملگروملتونو عمومي سرمنشي له پاسنیو یادو شویو متنونو څخه اخستل شوي له اصل سره سم مهر شوي نور متنونه په ۳مه ماده کې یادو شویو ټولو هیوادونو ته ورلیږي.
بناًُ په مرتبه توگه، لاندې تام الاختیار لاسلیکوونکو استازو چې د خپلو متبوعه هېوادونو له پلوه ورته لازم واکونه او جوازونه ورکړل شوي دي، دغه کنوانسیون لاسلیک کړ.

۱۹۶۱کال د اپریل ۱۸مه – ویانا