د ژبې او ګرامر اړیکې

لیکنه : محبوب شاه محبوب

ژبه د پوهولو او راپوهولو د یوې وسیلې په توګه د غږیزو قراردادونو په واسطه په ټولنه کې د یوه ټولنیز او اکتسابي پدیدې په ډول له یوه نسل څخه وبل ته په میراث پاتې کېږي.

د یو شمېر ژبو دا میراث په سالمه توګه انتقال نه مومي، دا چې په سالمه توګه انتقال ومومي ښايي چې یو سالم ګرامر ولري.

عبدالاحد یاري په خپلې مقالې نننۍ ژبپوهنه کې د امریکې د معاصرې ژبپوهنې د موسس په حواله وايي:

ژبه د ورځیني ژوند یو مخ دی، دومره اشنا او طبعي ایسي چې لکه ساده کښل یا ګرځېدل، موږ دا عمل اجرا کوو او نه ورته ملتفت کېږو چې تعریف یې کړو او ماهیت او کیفیت یې وپېژنو.

ژبه د یوې ټولنې هویت دی او د هویت ساتنې په پار اړتیا ده چې ژبه د علمي کېدا خوا ته بوځو، ژبه هغه وخت علمي کېدای شي چې ټولې لیکنۍ او وینایي ستونزې یې له منځه لاړې شي چې دا ستونزې د ګرامر په واسطه له منځه ځي.

History of new linguistic کتاب لیکوال په خپله دغه څېړنه کې وايي چې ژبه او ګرامر روح او جسم دي. دغه ژبپوه زیاتوي که چېرې په جسد کې روح نه وي، نو تګ راتګ، ناسته ولاړه  او په وګړیو کې محبوبیت نه شي رامنځته کولی. همداسې ژبه هم ده، که چېرې ګرامر ونه اوسي نو د ژبې لیک له ګواښ سره مخ دی، که چېرې لیک نیمګړی وي ادبیات نیمګړي دي او که چېرې ادبیات نیمګړي شول ژبه د مرګ له ګواښ سره مخ ده.

ژبه د هغو اوازونو مجموعه ده چې د یوه ځانګړي نظم او سیستم لاندې د انسان د صوتي يا غږیزوغړیو په واسطه ادا کېږي خو د دغه سیستم د علمي مطالعې او له خطاو د ژغورلو په موخه اړینه ده چې ګرامر رامنځته شي او د علمي اصولو او قواعدو پر بنسټ په ژبه کې ستونزې راکمې کړي او د ژوندي پاتې کېدا باعث یې شي.

موږ تجربه کړې ده چې د یو شمېر نورو ځانګړیو عواملو لکه اقتصاد، سیاست، علمي څېړنې او نورو تر څنګ د یوې ژبې د ژوندي پاتې کېدا لپاره د ګرامر موجودیت حتمي دی.

نو د نتیجې په دول ویلی شو چې ګرامر پرته له ژبې نه رامنځته کیږي، لومړی ژبه رامنځته کېږي او بیا د همدغې ژبې د داخلي ساختمان په نظر کې نیولو سره د ژبې د علمي شرحې او بقا په موخه ګرامر رامنځته کېږي چې له یو بل سره نه شلېدونکې اړیکې لري او دا هم باید په یاد ولرو چې اکثره ګرامري قواعد د ژبې له داخلي ساختمان څخه راوځي ، په دې معنا چې ګرامري قواعد له ژبې څخه راوځي.

د چاپ منبع: سپین غر مهالنۍ، لومړی کال ، لومړی ګڼه،سه شنبه، ۱۳۹۶د لړم ۲۳مه