د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي، افغانستان کې شاوخوا ۳۰ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري

‏د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي، افغانستان کې شاوخوا ۳۰ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او د بودیجې کموالي بشري چارې ټکنۍ کړې دي.
یادې کمېټې ویلي چې د بشري مرستو کمېدو د اړمنو خلکو شمېر زیات کړی او له اقتصادي رکود سره یې مخ کړي دي.