د ژوبل اتل سوبه

سترګې د ټلوېزیون پر سکرین مېخ وې. د زړونو ضربان زیاتېدل. غوږونه څک وو. هره لحظه د دې وېره وه چې تر کلونه انتظار وروسته یو تریخ پیغام واورېدل شي. د پرېشانۍ سیلۍ به کله دومره چټکه راپورته شوه چې د هیلو شمې به یې ګل کېدو ته نږدې کړې.

په همدې وخت کې یو څوک زبېښلی رنګ میدان ته را کښته شو. لا یې ټپونه سره سم نه وو ورغلي، لا یې د جراحي عملیات انرژي بېرته نه وه پوره کړې، خو د وطن او ولس د خوشالي ارمان ترې خپل دردونه هېر کړي وو. خپل ژور ټپ یې له یاده ووت او ټول تمرکز یې پر دې و چې څنګه د خپل ویرژلي ولس پر شونډو موسکا ونڅوي.

په خپل ټول زور یې لوبه پیل کړه. د لوبې رخ یې بدل کړ. هغه شمې چې ګل کېدو ته نږدې وې، بېرته یې رڼا تازه شوه. قربانۍ ته یې ادامه ورکړه. زخمونو یې څړیکې وکړې، دردونو یې غځونې وکړې، کوږ ووږ شو، خو د استراحت پر ځای یې عرق‌ریزي ته کش ورکړ.

دې ژوبل اتل ته یوې جذبې او یوه ارمان شېبه په شېبه انرژي ورکوله. دا جذبه د ملي بیرغ رپول وو. دا جذبه نړیوالو ته ښوول و چې د باروتو، قتلونو او وژنو په وطن کې لا هم داسې ځوانان شته چې د خپل وطن په عزت ویاړي او د خپل وطن له ویاړه د ډکې راتلونکې خوبونه ویني.

همداسې وشول. د خلکو پر شونډو یو ناڅاپه خوشالیو نڅاوې پیل کړې. د زړه ضربان ارام شول، وینه په رګونو کې په چټکۍ وځغلېده او درې رنګه مقدس بیرغ له خوشالي په رپا شو.

دا اتل اصغر ساتکزی و چې د ملګريو په مرسته یې د ملي ټیم لپاره د کريکټ نړیوال جام ته لاره پیدا کړه او له انتظاره لوړ ویاړ یې وګاټه.

ژوند د اضدادو ټولګه ده. دې صحنې راته نورې متضادې صحنې را په زړه کړې. هغه تازه صحنه یې را په زړه کړه چې د دې وطن په نعمتونو کې له سر تر پښو غرق انسان، میراثي نازولی او… سټیج ته پورته شو. د پردیو د خوشالولو لپاره یې د وطن د لمن په سر اړولو کوښښ وکړ، خو خپله لمنه یې تر وروستي حده پر سر واړوله او خپله اصلي څېره یې خلکو ته بربنډه کړه.

عجیبه کم‌بخته او کم‌نصیبه وطن دی. له داسې نمک‌حرامو یې غېږه ډکه ده چې د خپلې ګټې لپاره یې په تورو لاسونو د بدبختیو کندې ته ټېل وهي. د خپلو ګټو او بادارانو د خوشالولو لپاره یې د کمزوري کولو پلانونه طرح کوي، پر ضد یې شیطاني ايتلافونه جوړوي، په ډېره سپین‌سترګي یې د بې‌عزتي هڅې کوي. د ویجاړونې لپاره یې نوي نوي تکتیکونه ازمايي او…

خو تر ټولو عجیبه یې دا ده چې همدغه کسان تر ټولو ډېر د وطن امتیازات اخلي. همدغه ورځ په ورځ پړسېږي او همدغه کسان ځانونه د درناوي وړ او واجب الاحترام بولي.

خو په دغه شان تاریکه فضا کې د رڼا یو څرک ښکاري. دا د بیدارۍ څرک دی. اوس خلک په ویښېدو دي. په ټول قوت له دامونو وزرونه خلاصوي. «چهار قول» وايي او پخواني طلمسونه ماتوي. اوس به دا ویښ ولس یوازې هغوی پالي او هغوی ته به درناوی لري چې د وطن عزت ورته ګران وي. د وطن د سوکالۍ او وقار لپاره خولې تویوي.

هغه وخت لېرې نه دی چې ولس د وطن پر ټولو خاینانو، لوټمارانو او پردیو اجیرانو دومره لاړې تو کړي چې سمندر ترې جوړ شي او دا منفور خلک پکې د تل په مخه غرق شي.

محمد نعمان دوست