د ژوند استازي د ځان‌وژنې هڅه کړې

 

که لږ ډېر له تفریحي پروګرامونو، په ځانګړي ډول له خندوونکیو خپرونو سره مینه لرئ، بیا به حتما کپیل شرما پېژنئ.

دا نوم یوازې په هند پورې محدود نه دی، بلکې د نړۍ په سطحه پېژندل شوې څېره ده چې خپرونه یې هم “دا کپیل شرما شو” نومېږي.

موده کېږي چې دا سړی له سکرین څخه ورک دی، کله ناروغ او کله یو ډول او بل ډول، خو پوهېږئ له خندا دې ډک سړي هغه خبره بېخې ريښتیا کړه چې وايي، هغه چې ډېر خاندي، تر نورو ډېر غمجن وي.

کپیل شرما له خپل خوږ ملګري سنیل ګروور سره له سختې نښتې او جګړې وروسته د ځان وژنې هڅه کړې، خو بس قسمت بچ کړی دی.

کپیل شرما د خپل نوي فلم “فرنګي” د تشهیر په مراسمو کې ویلي، کله یې چې له سونیل سره جګړه وکړه، د خپرونې مزه یې لاړه، ورځ یې بد لور ته روانه وه او دا ټول هغه دلایل و چې دی یې په ذهني توګه تر فشار لاندې راوست او هڅه یې وکړه چې ځان ووژني، مګر ځینو کسانو بچ کړ.

کپیل وايي، اوس لږ ښه شوی او ذهني فشار یې وروسته تر له هغه را کم شو چې د سمندر پر غاړه یې یوازې ژوند پیل کړ.

سرخط ورځپاڼه