د ژوند بدلون

په نړۍ کې انسانان الله تعالی په قدونو، شکلونو، فکرونو او رنګونو کې یو شان نه دي پیدا کړي.

دغسې یې د انسانانو تر منځ دین، مذهب،رسم ،رواج هم یو شان ندې پیدا کړې.

ځنې خلک پدې اند دي که ډیر زیار ، زحمت وباسم ډیر څه به لاسته راوړم،خو ځنې خلک بیا د ډیر زحمت ویستلو سره،سره هم څه لاسته نشي راوړلای.

ځنې خلک بیا پدې اند دي چې ښه تحصیل،تعلیم وکړم له لیسانس نیولې تر دوکتورا زده کړې وکړم ډیر سندونه تر لاسه کړم. ژوند به مې ښه شي ،خو ډیر وګړي د ډیرو سندونو په لاسته راوړلو سره هم په ژوند کې ځوریږي.

ځنې خلک بیا په دنیا کې د رزق ویش په تقدیر پورې تړي چې له اسلامي اوصولو په نظر کې نیولو سره دا موضوع په احادیثو کې روښانه ده.

که تاسې فکر وکړئ ددنیا بې حسابه سرمایه داران بې سواده دي، خانداني مالداري یې نه درلوده د ډیر لږ څه الله تعالی شته کړي دي.

خو ځنې خلک بیا د خپل ناوړه فکر له لاسه ځوریږي، پخپله څه نشي تر لاسه کولای او په بل یې نه لوریږي.

خو ځنې خلک بیا د خپل قام، قد،شکل په لحاظ ځان معتبر ګڼي،خو په دنیا کې اکثره بدرنګه،بې قده او بې شکله خلک په ژوند کې د بریا تر پوړه رسیدلي دی.

ځنې بیا دا فکر کوي چې د تحصیل کول هم کومه مانا نلري دا هم نادرست فکر دې،د نړۍ زیاتره لوړ پوړي خلک د تحصیل به ذریعه د لوی منصب څښتنان دی.

تحصیل یعنې څه؟

پوهه، او د علم څراغ  لاسته راوړل دی،ډیر ټولګیوال مې د علم او تحصیل له برکته په ښو موقفونو کې قرار لري.

دنیا په امید ودانه ده او ژوند کول هم په امید دي نا امیدي مو ناکامي ده،

درزق ویش( تقسیم) مو کله،کله خلک د کورودانې په ښه بخت پورې هم تړي.

هدف دادې د ژوند هره برخه امتحان دی،په هر حال به شکر وباسو.دنیا د امتحان ځای دی او الله تعالی مو د صبر، زغم، حوصلې ننداره کوي.

کوم انسانان چې پداسې ازموینو کې بریالي شوي، د یو روڼ سهار شاهدان دي.

ځنې ناشکره خلک به مو هم لیدلې وي چې تر پرونه په رزق پسې لالهانده وو، نن د ډیرې دارایی خاوندان دي، خو تیر یې هیر کړي.

ځنې داسې سرفرازه خلک به هم ووینې چې نن د لوی منصب خاوندان دي خو د تیر ژوند سختې،تنګې د تجربو په شکل خلکو ته وایي.

که مو د شکر کلمې سره ژوند تیر کړو د پرمختګ دروازې به راته الله تعالی نورې هم پرانیزي.