د ژوند تېروتنې مو اصلاح کړئ!

ژباړه: محمدزمان سهیل

ګڼ شمیر تېروتنې او نيمګړتياوې دې چې زمونږ په ژوند کې بیا بیا ځلې تکرار ېږي، چې  دا تیروتنې د اصلاح وړ دي. مګر ځینې تیروتنې دي چې که چیري ورته پام ونه کړو نو د وخت په تیریدو سه لویږې او په جدې ستونزي بدلېږي نو په همدې اساس اړینه ده تر څو مونږ خپلې دغه تکراري  تیروتنې او نا وړه خصلتونه له منځه یوسي او ځان تري بېغمه کړو، د همدې لپاره دا لاندې څو موارد ذکر کوو چې باید ځان تري وساتو.

د کارونو ډیرښت او د پلان نه شتون:

څه لامل دی چې یو شمیر اشخاص د کارونو له ډیروالی او د پلان له نه شتون سره مخ کېږي؟ کیدای شي داسي ځواب ووایو چې دا ډله خلک تنمل او او د اړوندو چارو ترسراوی سره علاقه نه لري، مګر په حقیقت کې داسي نه ده. هغه اشخاص چې د نن کار سبا ته پرېږ دي دا به دا معنی نه لري چې ګوندې دغه کار تري پاتې شوي ځکه کیدای شي ترسره يې کړي خو لږ په ځنډ او د زیاتو ستونزو په زغملو سره، چې د دې کار مخنیوی لپاره پلانګزارې ته اړتیا ده.

د مطالعې کمښت:

ټولنیزي میډیا او مجازي نړۍ زمونږ له ډيرو نه دا اختیار اخیستی چې خپل وخت څنګه تنظیم کړو، زمونږ د ژوند ډیري مهمه شیبې همدې رنګینې نړۍ رانه نیولي دي، چې ګټه يې کمه او یا هم په پایله کې هیڅ عاید تري لاسته نه راځي. مجازي نړۍ د مطالعې، د مخامخ لیدونو او آن د یوي وړي خبري چې په موبایل هم کیدای شي وخت يې رانه تلف کړی دی. نو باید مجازي نړۍ کې دومره غرق هم نه شو.

په کمو ګټورو خوړو عادت:

زیات شمیر اشخاصو دا عادت اخیستی چې  ډیر غوړ او یا هم هغه خواړه چې زیات کالری لري په روزمره ژوند کې وخوري او دا چاره په ټولنه کې  د ډیر کسانو د وزن د زیاتوالی سبب شوي ده. د ډيرو غوړو او پر کالری، سرو کړو خوړو خوړل او له خپلو سنتې فرهنګ څخه لري والی زمونږ د ډیرو عادت ګرځېدلی چې زمونږ روغتیا يې له خطر سره مخ کړي ده او سر بیره پر دې يې جسمانې سلامتیا او له ځان څخه د نه رضایت سبب شوي او تر روحی فشار لاندې يې را وستې یو.

د لګښتونو لپاره د پلان نشتوالى:

زیات مصارف کول هغه څه دې چې  په دې وروستیو کې زمونږ ترمنځ يې د سیالیو  ډول خپل کړی او هر څو هڅه کوي یو له بل څخه زیات مصارف ولري، که چیري دا حالت په سم ډول مدیریت نه شي نو هم فرد، هم کورنۍ او هم ټولنې  په زیان ده. هڅه وکړي له اړتیاوو سره مو مصارف موازي واوسي او له هغې څخه زیات مصارفو څخه ځان وساتې ولو که ستاسې مالي ملاتړ کوونکې بل څوک هم وي ځکه تاسې په نتیجه کې په ډیر مصرف باندې روږدې کېږي او کله چې تاسې خپل مالې ملاتړ له لاسه ورکړي نو د ماتې احساس به وکړئ.

د نورو مرستو ته تمايل نلرل:

ولو که خپلواکې هر وخت ارزښتمنه وي مګر ځینې وخت د ستونزو او بهراني حالاتو پر مهال له نور مرسته غوښتل د خپلواکۍ لپاره یوه لاره ده. بدبختانه یو شمیر اشخاص د دې لپاره ځان په نورو بار نه کړي له ویري او یا هم په دلیل چې دی په هر څه پوهېږي چې خپل ټول مسایل په خپله پرمخ یوسي او د نورو له مرستې څخه ځان ساتې خو په اصل کې همدا چاره يې د دې لامل کېږي چې کارونه يې له ستونزو ډک او د پرمختګ مخه يې ډپ شي.

له فطري استعدادونو محروميت :

اولینه او تر ټولو مهمه خبره  د ځان پېژندنې ده چې له دې لاري انسانان کولی شي نور شیان پېژني او بغیر له ځان پېژندې نه د نورو شیانو پېژندل ستونزمنه ده. هیڅ یو پروګرام او کار به ګټور نه وي تر څو مونږ لومړی خپل ځان وپېژنو، که چیري مونږ فطري استعدادونه په نظر کې ونه نیسو نو پر مخ لاړ شو نو همدا مسله زمونږ ماتې سبب کېږي او زمونږ د رضاعت د اوج لامل کېږي.

ډلیز فشار:

زیات اشخاص په ډلیزه توګه کارونه ترسره کوي او د دیوه فشار په توګه کار کوي ځان او شاخوا د هغه کار په ترسره کولو مجبور ویني. له یاده مه باسئ چې په ډلیز کار کې داسې فرصتونه هم په لاس درځي چې خورا مهمې تجروبي ترلاسه او ښه ملګري پېدا کړئ، نو هڅه کې واوسئ چې د همدې ډلیز کار له امله د نورو په خوښه حرکت ونه کړي، خپله واوسئ او خپله د خپلو غوښتنو په اساس حرکت وکړئ.

د سالم ژوند لپاره تګلاره:

ګڼ افراد د کال په سر کې ډیر زیات تصمیمونه نیسي  او ان تر دې چې هڅه کوي څو ورځي د همدې تصمیمو پر لور حرکت هم وکړي. کیدای تاسې هم په ځلونو دا چاره ترسره کړي وي مګر په نتیجه کې مو ماتې خوړلي وي او یا مو هم د څو ورځو په تیریدو سره له یاده وتلي وي چې تاسې څه غوښتل ترسره يې کړي.

مګر سږ کال يې کیدای شي بیخې مختلف واوسي، خپلې وزري را وباسئ او الوت وکړئ، ذهن او فکر ته مو رشد ورکړئ او هغه خصلتونه چې ستاسې خوښ دي پرېږدي او ترڅنګ يې هغه خصلتونه چې ستاسې خوښ دي او تاسې کې دي هڅه وکړي اصلاح يې کړي او لاندې ټکو ته پام وکړئ:

۱: په وخت او کافي خوب:

دغې مسلې ته پام نه کول د دایمې ستړیا لامل کېږي، حافظه کمزوري کوي او د ډیرو نورو بداخلاقیو سبب کېږي چې تاسې له جدې خنډونو سره مخ کوي، هڅه وکړي په شپه او ورځ کې حد اقل اته ساعته خوب او ارام وکړئ، بیولوژیکي جوړښت مو نورمال او ځان مقید وساتئ تر څو په معینو وختونو کې هره شپه په وخت سره خپل د خوب بیستر ته پورته شئ، د شپې له لوري د اوږدې بي خوبۍ او د ورځي له لوري د جبري بیده کیدلو  نه ځان وساتئ.

۲: خپلې تغذيې ته مو پام ساتئ:

خوراک او څښاک مو په تعادل سره کوئ، له هغو خوراکونو نه چې زیاته کالري لري او د وزن د زیاتوالی سبب کېږي  ځانونه وساتئ، اوبه او مشربات زیات څښئ، میوي او سبزیجات مو په روزمره ژوند کې زیات کړئ.

۳: په منظمه توګه ورزش:

فزیکي فعالیتونه هم جسم او هم ذهن قوي کوي، هغه کسان چې په دوامداره توګه ورزش کوي له روغ جسم او ذهن څخه برخمن دي. هغه امکانات چې ستاسې په چاپیریال کې د ورزش لپاره شته ځان تري اګاه کړئ او ځانونه عادت کړي چې دوامداره ورزش وکړئ؟

۴: د فعالیتونه مدیریت وکړئ:

د اجتماعي ژوند او تحصیلي ژوند ترمنځ مو تعادل برقرار کړئ، هڅه وکړئ کوم مسولیتونه چې په غاړه اخلي متناسب واوسي او تاسې يې له توانه ووتلی شئ، کله چې له مشکل سره مخ کېږي نو له کورنۍ او دوستانو نه مو مرسته وغواړئ کوشش مه کوئ تر څو مشکلات په یوازي ځان حل کړئ، ځان په خپلو فعالیتونو فعالیتونو برلاسي ولري مه پرېږدي چې کارونو او فعالیتونه مو پر تاسې غالب شي.

۵: معنویات له یاده مه باسئ:

د ښه او ډیر آرام  لپاره معنیویاتو ته مخه کړئ له الله ج سره اړیکه قوي وساتئ چې دا د الله لویه لورینه ده. انسانان په دوعا کولو سره له الله ج سره په راز او نیاز کې زیات ارام او سکون تر لاسه کوي او آن تر دې  چې په ارامي کې یو ډول خوندوره سرکشي هم وي.

۶: له نورو مرسته وغواړئ:

له نورو مرسته غوښتل په دې معنی نه دې چې تاسې ضعیف او یا هم نه پوهېږئ بلکې په دې معنی ده چې په ټاکلي وخت، ټاکلي ځای او ټاکلو موخو لپاره له نورو مرسته غواړي، چې منطقي هم ده ځکه مونږ ټول کامل نه یو او د نورو مرستې ته په ژوند کې اړتیا لرو.

نو دا هغه لارې چاري دي که چیري يې مونږ په خپل ژوند کې عملي کړو له سترو ګواښو سره به مو مبارزه کړي وي او د یوه سالم ژوند لپاره به مو ځانونو ته لارې لټولي وي.