د ژوند دولس اصول او آداب            

رالېږونکی: خلیل احمد فاروقي

 

څلور شیان به ډېر کوو:

۱:  دعوت اِلی الله

۲:  تعلیم او  تعلم

۳:  ذکر او عبادت

۴:  خدمت

 

څلور شیان به بلکل نه کوو:

۱: سوال

۲: طمع

۳: اسراف

۴: د چا شی بې اجازې نه استعمالول

 

څلور شیان به د ضرورت په اندازه کوو:

۱: خوراك

۲: خوب

۳: خبري

۴: د مسجد څخه  وتل

 

 

د ژوند نور اداب او اصول

هرنېک عمل به په شپږ و صفاتو سره کوو:

۱: د کلمې په یقین سره

۲: د الله جل جلاله د رضاء لپاره

۳: د نبي کریم ﷺ  په طریقه  سره

۴: د نفس په مجاهده سره

۵: د زړه په توجه  سره

۶: د فضائلو په شوق سره

لاري د تگ پنځه اداب به مراعتوو:

۱: د لاري پر راسته طرف تلل

۲: ذکر کول

۳: د سترګو حفاظت کول

۴: نارینه ته سلام ویل

۵: د لاري څخه  ضرر رسوونکی شی لیري کول

 

په  ژوند کي به پنځه شیان غنیمت بولو:

۱: غِنا د مسکنت د مخه

۲: فراغت د مشغولیت د مخه

۳: ځواني د سپین ږرتوب د مخه

۴: صحت د مریضۍ د مخه

۵: ژوند د مرګ د مخه

 

د شپږو خبرو پابندي به کوو:

۱: د  تکبیر اولْی پابندي کول

۲: د تهجد پابندي کول

۳: د تسبیحاتو پابندي کول

۴: په ښو کي د امیر اطاعت کول

۵: په ټولنیزو اعمالو کي ګډون کول

۶: د سترګو حفاظت کول