د ژوند د ښوونځي ۵ مهم درسونه

له هغې ورځې چې دې نړۍ ته راځو په زده کړه پيل کوو، په کوچني والي کې زموږ زده کړه د لوی والي سره توپير لري، خو دا زده کړه د ژوند د پيل څخه د ژوند تر پايه پورې دوام لري، کله چې د ماشومتوب دوره وي زموږ د زده کړې بنسټ تقليد وي، یانې موږ يې د ماشومتوب په دوره کې د نورو انسانانو د کړو وړو څخه زده کوو، همدا زده کړه په لوی والي کې هم جريان لري خو توپیر یې دادی چې په ماشومتوب کې موږ بېدون له دې چې د يو کس کړنې وارزولی شو تعقيب کوو یې، خو په لوی والي کې بيا د بل چا هره کړنه کټ مټ نه تقليد کوو، بلکې لومړی یې ارزوو چې ښه ده که بده، ګټه یې څه ده، زيان يې څه دی، وروسته بیا که يو ښه کړ و موږ یې هم يا کوو او يا هم د کولو هيله یې کوو.

 

د ژوند د زده کړې په دې ښوونځي کې موږ ټول زده کړه کوو، د ژوند مخالف پېښو څخه يو درس او يو عبرت اخلو، که خپله يو کار وکړو او ناوړه پايله ولري او يا یې هم بل څوک وکړي او پايله يې ناوړه وي د هغه څخه فاصله نيسو، لکه څنګه چې نېکي لويه او کوچنۍ لري همداسې بدي هم‌ کوچنۍ او لويه لري، ددوي دواړو پايلې متفاوتې دي، ددوی مسؤلیت او تلافي هم توپير لري، د وړې خطا تلافي اسانه کېږي او د لویې خطا تلافي بيا ګرانه وي.

 

د ژوند ځينې درسونه بيا داسې وي چې د ژوند عمومي مسير ټاکي، په دې ليکنه کې د ژوند د ښوونځي د ۵ طلايي درسونو څخه درته بحث کوو.

 

١-: کوم کار چې فکر یې کوئ د هغه څخه چټک کولی شئ

 

ډېر کله چې کله کوم کار کوو نو په مغز کې یې لويوو، ورته همداسې زيات وخت په نظر کې نيسو او هغه کار بيا د هغه وخت څخه نور هم زيات وخت ونيسي، د يو کار د ترسره کولو او يا يوې ستونزې د حل کولو لپاره لږ وخت په پام کې ونيسئ، د مثال په ډول يو کار ته مو چې يوه ورځ په پام کې وه څو لنډ ساعتونه ورته ځانګړي کړی او ځان مقيد کړی چې دا کار په همدې څو لنډو ساعتونو کې پای ته رسېږي، په دې ډول تاسې ځان د يو کار حل ته مجبور وقف کوی او هغه کار کولی شی په همدومره لنډ وخت کې ترسره کړى.

 

٢-: لومړی یې قدر وکړئ وروسته قدر ترلاسه کړئ

 

د قدر څخه مطلب دلته ارزښت دی، دا يو عام تفکر دی چې که د چا سره ښه کوو بايد هغوی هم زموږ سره ښه وکړي، که چاته مو يو څه ورکړي وي هغوی ېې هم بايد موږ ته راکړي، په آر کې دا سمه خبره ده خو ستونزه یې داده چې موږ فوراً د خپل کار بدل غواړو، يانې که نن مو د يو چا سره دوه روپۍ مرسته وکړه سبا يې بدل غواړو، خو د ژوند مسیر دا ډول نه دی، ډېر وخت ددې لپاره چې موږ د خپل کار مېوه وګورو بايد خپل کار ته تر يو وخت پورې دوام ورکړو، په دې هکله يوه بله د پام وړ خبره داده چې د کار پيل وکړو، يو چاته پخپله ارزښت ورکړو، وروسته د يو وخت به هغوی هم موږ ته پخپله همدا ډول ارزښت راکړي، يانې کوم عزت چې موږ ورکړی بېرته به موږ ته راوګرځي.

 

٣-: خطاګانې او غلطۍ ښې دي

 

کله چې ځوان يو تل د يو کار هڅه کوو او ډېر وخت پکې ځينې خطاګانې او سهوې کوو، خو ددې هرڅه څخه ډېر څه زده کوو، کله چې انسان زړېږي همداسې نور نوي شيان ورسره زده کوي، خو ددې ترڅنګ څومره چې زړېږي نوي څه نه تجربه کوي او په دې ډول یې خطاګانې هم کمېږي، خو کله چې انسان په دې پوه شي چې غلطي او سهوه د ژوند پای نه دی نو په دې ډول وروسته له دې دا غلطۍ او سهوې زياتې جدي نه نيسي، ډېر کله خپلې دا خطاګانې د يو فرصت په ډول کاروي او ډېر څه ورڅخه زده کوي، بریا هم هغه وخت راځي چې انسان سهوه وکړي خو بيا هم پیښمانه نشي او خپل کار او هڅې ته دوام ورکړي.

 

٤-: همغږي او عادت کېدل

 

د نويو انسانانو سره معرفي کېدل ګڼ فرصتونه رامنځته کوي، د هغوی څخه د زده کړې نيولې د ژوند تر نورو ډېرو چارو پورې، خو د نویو انسانانو سره پېژندګلوي ډېر وخت دومره راحت نه وي، د نوي کس سره معرفي کېدل يو څه نااشنا او داسې حس وي چې سره ورته تيار نه وي، ددې لپاره بهترینه لاره داده چې تل داسې نوي او يا نور کسان د خپل دوست په شان وګڼو او ډېر يو دوستانه پيل وکړو، په دې ډول به هم د يوه نوي دوست څښتن شوي و او هم به مو دا پیل راحت ترسره کړی وي.

 

٥-: د نورو انسانانو سره ځان مه پرتله کوئ

 

مه د ځان سره د ټيټ چا سره ځان پرتله کوی او نه د ځان سره د لوړ، که مو نن ترځان څخه په مالي او علمي کچه ټیټ باندې ځان غوره وګاڼه سبا به همدا پرتله حتماً د ځان په دې صفاتو د لوړ چا سره کوی، ددې لپاره ترټولو ښه خبره داده چې ځان د چا سره هېڅ پرتله نکړی، بلکې ځان مو د ځان سره پرتله کولی شی، يانې خپل پخوانی وخت او اوس وخت پرتله کولی شی، چې پخوا مو د اوس په نسبت څومره علم او پوهه زياته شوې څومره مو نور پرمختګونه کړي دي، که مو کړي وي شکر وکړی، که مو نه وي کړي نو لاس پکار به شئ.

 

ژباړه : منيب الرحمان رحماني