Leadership

د ژوند رهبري

ژباړه: واحد ګل هاشمي

هره ورځ تاسې د دې وړتیا لرئ چې په ځان واک وچلوئ یا په بله مانا د خپل ځان مناسبه رهبري وکړئ. که تاسې شخصي رهبري نه لرئ کولی شئ هره ورځ یې پیل کړئ. د دې لپاره چې تاسې په خپل ځان په بشپړه مانا واکدار واوسئ اړتیا ده چې د بیلابیلو ناخوالو او ستونزو سره مخ شئ. مګر، پر خپل ځان مناسبه رهبري ستاسې ژوند ښکلی کوي. یو څه چې باید لا واضیح شي زیات لوستونکي شاید دا ووايي چې په خپل ځان رهبري څه مانا یا په خپل ځان واک څه مانا؟

زیاتره وخت ټول په دې پوهیږي جې نشه يي توکي حرام او د صحت لپاره زیات زیان لري مګر بیا یې هم کاروي. دا ځای دی چې تاسې د یوې موضوع اړوند په زیان ښه پوهیږئ، مګر بیا یې هم ترسره کوئ دا په دې مانا چې تاسې پر خپل ځان په بشپړ مفهوم حاکم نه یاست.

واحدګل هاشمي

که تاسې پر خپل ځان حاکم ووسئ په ډیرې اسانۍ سره تاسې کولی شئ چې ټول ارزښتونه درک او د ترلاسه کولو لپاره یې منظمه طرحه ولرئ. هغه څوک چې شخصي رهبري لري یا په خپل ځان حاکم وي دوي هدف ټاکي او د ترلاسه کولو لپاره یې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کوي. تر څنګ یې ژوند له ډیرو لاسته راوړنو ډک وي او راتلونکي ته تر نورو خلکو زیات خوشبین وي. دا ډله اشخاص په ژوند کې ټولې ستونزې په ډيرې اسانۍ حل کوي او د ستونزو لوبولو ښه وړتیا لري.

له شکه پرته تاسې هغسې ژوند کوئ هغسې چې تاسې یې فکر کړی وي. یعنې ستاسې ژوند ستاسې د فکر سره مستقیمه اړیکه لري. نو ددې لپاره چې تاسې ټولې ستونزې په پوره فکري قوت او په ښه شان حل کړئ اړتیا ده چې تاسې باید په ژوند کې شخصي رهبري او په خپل ځان حاکمیت ولرئ.

راځئ دلته ځینی لنډې حل لارې شته چې تاسې یې په عملي کولو سره په ډیرې اسانۍ شخصي رهبري کولی شئ.

لومړی: ارزښتونه په نښه کړئ

د یوه ښه ژوند کولو لپاره خورا مهمه ده چې تاسې ارزښتونه په نښه کړئ او هغه څه په پام کې ولرئ چې تاسې ته زیات ارزښت لري او مهم وي. که یو څوک په خپل ژوند کې منظمه شخصي رهبري څخه برخمن وي، دوی بیا په ډیرې اسانۍ د ژوند د ټولو ننګونو سره لوبیږي او پایله یې هم مثبته وي. نو په ژوند کې ارزښتونه په نښه کولو سره تاسې کولی شئ د وخت له ضایع څخه خلاص شئ او په خپل ځان او په ژوند مو حاکم ووسئ.

دویم: د ژوند کولو لپاره پلان تنظیم کړئ

هر څه چې تاسې جوړیدل غواړئ او یا هر څه چې تاسې هیله لرئ چې په راتلونکي کې یې ترسره کړئ، نو اړتیا ده چې تاسې ورته منظم پلان ولرئ. کله چې تاسې د ژوند کولو او د هدفونو د ترلاسه کولو لپاره منظم پلان ولرئ هڅه وکړئ چې عملي یې کړئ. د خپل پلان د تطبیق لپاره شاید تاسې له ستونزو سره مخ شئ، مګر د خپل ژوند اړوند د منظم پلان په شتون کې له ستونزو مه ویریږئ. همدا ستاسې مقاومت ددې سبب کیږي چې تاسې په ډیرې اسانۍ خپل هدفونه ترلاسه کړئ. په نړۍ کې زیات شمیر شرکتونه ددې له امله بریالیتوب ته رسیږي چې دوي منظمه کاري ستراتیژي او پلان لري او بې ویرې یې د عملي کولو لپاره هلې ځلې او کوښښونه کوي، چې بیا د لنډې مودې وروسته بریالیتوب ددوي په برخه وي.

په یاد ولرئ!

ستاسې په ژوند کې هیڅ مثبت بدلون تر هغې نه رامنځته کیږي تر هغې چې تاسې د یوه منظم پلان او کلک هوډ سره حرکت ونه کړئ.

دریم: مثبت فکر وکړئ

زیاتره وخت تاسې په ژوند کې له داسې پېښو سره مخ کیږئ چې هیڅ ستاسې له پلان سره سمون نه لري او فکر کوئ چې تاسې نور وړاندې حرکت نه شئ کولئ. خو نه؛ اصلاً داسې نه ده، خیر که ژوند ستاسې په زړه نه وي مګر تاسې په خپل دریځ او هوډ کلک ودریږئ ماتې مه منئ، ستونزو ته مه تسلیمیږئ، هلته به نو تاسې تر بریا ورسیږئ.

د مقالې لیکوال وايي:

ستاسې په آند چې څوک هم بریالی وي، له هغه تاسې وپوښتئ چې ایا تاسې بې له کومې ستونزې او خرابۍ د بریا حد ته رسیدلي یاست؟ حتمي به یې ځواب درته نه وي. دا په دې مانا چې که چیرته تاسې مثبت فکر وکړئ د خرابي په صورت کې په شا نه شئ په دې باوري ووسئ چې تاسې به بریالیتوب ترلاسه کړئ. همدا شان مثبت فکر کول کولی شي تاسې لا هم په ځان باوري کړي، چې په دې حالت سره تاسې په ښه شان سره شخصي رهبري کولی شئ او تاسې به د خپل ځان ښه رهبر جوړیدلی شئ.

څلورم: لږ څه تفریح ولرئ

ددې لپاره چې تاسې په ژوند کې په خپل ځان بشپړ او په ښه شان حاکمیت ولرئ. لکه څنګه مو چې پورته د ځینو اړینو چارو یادونه وکړه ددې ټولو ترسره کول شاید تاسې یو څه نا ارامه او ستړي کړي. نو اړتیا ده چې تاسې باید یو څه تفریح ولرئ. ددې تر څنګ فکر وکړئ چې تاسې په ځان تر هر وخت ډیر حاکمیت لرئ. خپلې پرېکړې مو د ښه فکر کولو وروسته بیان کړئ. د وخت ارزښت وپیژنئ نو په دې سره به تاسې پر ځان باوري او حاکم یاست.

لیکوال: By Z. Hereford

سرچینه: Essential life skills