د ژوند ستونزې

ښوونکي په ټولګي کې له اوبو ډک لوښی په لاس کې ونيو او له زده کوونکو يې وپوښتل:

– څه فکر کوئ چې د دغه لوښي وزن به څومره وي؟

زده کوونکو ځواب ورکړ :

– کېدای شي 2, 3 کيلو ګرامه وي.

ښوونکي وويل :

– ممکن، همدومره وي، خو پوښتنه دا ده چې که زۀ دغه لوښی د يو څو دقيقو لپاره همداسې په لاس کې ونيسم نو څه به وشي؟

زده کونکو وويل :

– هيڅ نه .

ښوونکي بيا وپوښتل :

– ښه که د يو ساعت لپاره يې همداسې ونيسم نو څه به پېښ شي ؟

يو شاګرد ځواب ورکړ :

– ورو ورو به مو په لاس درد شي .

ښوونکي شاباسی ورکړ او بيا يې وپوښتل :

– او که زه تر سبا پورې دغه وزن په لاس کې ونيسم نو بيا ؟

شاګرد بيا وويل :

– کېدای شي لاس مو له کاره ولوېږي او خبره تر روغتونه ورسيږي .

شاګردانو کټ کټ وخندل، استاد وويل :

– ډېر ښه . خو آيا د لوښي وزن به کم شي ؟

ټولو په يوه خوله وويل :  نه

ښوونکي په مينه وويل :

– بلکل همداسې ده، مګر دحل لاره يې څه ده او زۀ بايد څه وکړم ؟

زده کوونکو بيا په يوه خوله وويل :

– خو لوښی په ځمکه کېږدئ .

ښوونکي بيا شاباسی ورکړ او زياته يې کړه :

هو، د ژوند ستونزې هم کټ مټ همداسې دي . که هغه د يو څو دقيقو لپاره په ذهن کې وساتئ، ممکن هيڅ ونه شي ، خو که د ډېرې مودې لپاره پرې فکر وکړئ، نو کېدای شي اعصاب له لاسه ورکړئ او حتیٰ لېوني شئ .

پايله :

(( د ژوند د ستونزو په اړه فکر کول ښه دي، خو مهمه دا ده چې د هرې ورځې په پای کې هغه په ځمکه کېږدئ، او چې کله سهار پاڅېږئ، نو بيا په پوره ځواک له هر ډول ستونزو سره مبارزه کولای شئ )) .

ژباړن : يحيیٰ يعقوبي