د ژوند نړۍ مو خپله و رغوئ

په خپل چاپېریال کې مو چې کومې منصوعي جوړونې او رغونې وینی، دا ټول له رغونې څخه مخکې ستاسو په څېر انسانانو په خپل ذهن کې تصور کړي او بیا یې د پلي کولو لپاره مټې رانغاړلې دي. ستاسو په ژوند کې ټول څیزونه اول له یوه فکر، یوې هیلې او یا مو په ذهن کې له یوه خوب څخه پیلېږي. ستاسو فکرونه جوړوونکي دي، ستاسو اندونه ستاسو په ژوند کې مهم او هر هغه څه چې تاسو ته پېښېږي، هغه ته جوړښت او شکل ورکوي.

ارواپوهان پدې اند دي چې انسان د وخت په تېرېدو سره ټولو هغو څیزونو ته بدلون ورکوي، د کومو په اړه چې زیاتره وخت فکر کوي. زرګونه بریالي کسان په دې هکله پوښتنو ته په ځواب کې وایي: ډېری وخت مو خپل ذهنونه په خپلو غوښتنو او په دې چې څه ډول خپلو غوښتنو او هیلو ته ورسېږو، بوخت کړي دي.

کوم کسان چې ناکام دي، ډېری وخت یې یوازې په بې ځایه وېرو او د هغه څه په اړه پر خبرو تېر کړی چې د زړه له غوښتنو څخه یې نه دي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي