د ژوند هر اړخیز مهارتونه

د ژوند مهارتونه څه ته وایي او له انسان سره څه مرسته کولای شي؟ که غواړی پوشی لیکنه ترپایه تعقیب کړئ.

هیڅ انسان له ځانه پوره نه دی هر انسان د ناکمۍ او کامیابۍ مهارتونه له ځان سره لري خو مونږ ته پکار ده چې له کومو ځان وساتو او کوم ترسره کړو دا ټول درته په همدې لیکنه کې بیانو.

اصلي مهارتونه:
اصلي مهارتونه هغه مهارتونو ته ویل کیږي چې کتابونه ولولو او په مهمو مسایلو په ښه او بد ځان پوه کړو او خپل ژوند په ښه طریقه پرمخ یوسو.

شخصي مهارتونه:
شخصي مهارتونه هغه مهارتونو ته ویل کیږي چې مونږ په هیڅ هم پو نه یو او له خپله ځانه د خپل ژوند جوړولو کار پیل کړو نو بهتره داده چې کوم کارونه چې پیل کوې لمړۍ باید خپل نژدې ملګرو سره مشورې وکړئ او د هغوي نظرونه هم ځان سره واخلئ په دې مشورو سره به ته پو شې چې زه په ښه لار روان یم که په بده ځکه انسان له ځانه پوره نه دی هر انسان خطاګانې لري دغه بیا له مشورو سره حل کیږي.

تصمیم:
زینې خلک اقتصادي مشکیلات لري او له هغه لپاره سوچ او فکر کوي په سوچ او فکر هڅ نه کیږي بهتره داده چې جیګ شه همت پیدا کړه او تصمیم ونیسه خپل روزمره ژوند مخکې یوسه.

که څوک په سوچ او فکر کې ناست وي چې څنګه به وکړم او څنګه ونکړم له دې هیڅ نه جوړیږي بیلاخبره له ډېره غمه سګرټ چرس او همدارنګه نورو نشو ته لاس رسی پیدا کوی او هرڅه به درنه پاتې وي.

د غوسې او حساساتو مهارت:
زینې کسان ژر په غوسه کیږي چې ورسته بیا پښیمانه وي خپل احساسات کنټرول کړئ او ژر مه عصبي کیږئ.

د خبرو مهارت:
کوښښ وکړئ جرت ولرئ او خبرې وکړئ دومره زیاتې هم نه دومره وکړئ چې د مقابل لورې ځواب په ښه الفازو ورکړئ.

د مالي مصارفو مهارت:
دا ډېر اړینه خبره ده چې خپل اقتصاد او روزمره مصارف څنګه کنټرول کړو دلته باید پوره پاملرنه وکړو ځانته باید مهال وېش جوړ کړو پس انداز باید ولرو او له اضافي خریداري څخه باید ډډه وکړو.