د ژوند هغه حقیقتونه چې موږ پرې اعتراف نه کوو

لیکنه: مارک چېرنوف

ژباړه: حفیظ الله وقار

موږ ټول ستونزی وینوو ، مونږ ټول زوریږو، هره ورځ

موږ اندیښنه کوو، مونږ ځنډولاو ټالول کوو.

موږ فشار احساسوو.

موږ د  غوسه احساسوو.

موږ یواځېتیوب احساسوو.

موږ پوره ښه احساس نه لرو، ( خو اعتراف هم نه کوو).

مونږ هیله لر چې کاشکې مې یوه ښه اندام درلودی.

کاشکې مې ښه روغتیا درلودی.

کاشکې شتمن وای.

کاشکې مې یوه ښه دنده درلودی.

کاشکې می ښې  اړیکی درلودی.

موږ فکر کوو چې په ژوند کې هر څه باید اسانه وي، پرته له کړکیچونو، کړاونو، رنځونواو ستونزو مو ژوند درلودی،

ځکه  موږ د ژوند له هرې ستونزې نه  شکایت کوو، خو  دا هیروو چې ځینې ستونزی او رنځونه موږ خپله خپل ځان ته جوړ کړي دي. دغه حقیقي دي، حقیقی ځکه دي چی دغه ستونزې موږ په خپلو ذهنونو کې جوړې کړې دي. مونږ خپل ځان له یو داسې ايډیالې نړۍ سره تړلی دی، چېرته چې موږ ‌ له  خپل ژوند څخه نفس خوشحالوونکې هیلې او توقعات لرو ( څنګه باید ژوند وګړو؟ تر څو مونږ لپاره په کافی اندازه ښه وي) او که چیری زموږ ژوند زموږ هیلو او توقعاتو سره سم پر مخ لا‌‌ړ نه شي، نو موږ  اندېښنه کوو، ځنډول کوو،،  فشار احساسوو،  غوسه کوو او خپل ځان یواځې احساسوو.

موږ اندېښنه کوو، ځکه چې موږ تل په دې فکر کې یوو چې کیدای شي زموږ ژوند زموږ خوښې سره سم پرمخ لاړ نه شي. مونږ په کار کی ځنډ کوو، ځکه چې موږ له ناکامۍ نه ډاریږو. مونږ فشار لاندی راځوو، ځکه چی موږ غواړو له نورو څخه مخکی و اوسوو. موږ غوسه کوو، ځکه چې زموږ ژوند هغسې نه دی څنګه چې مونږ غوښت. موږ  د یواځیتوب احساس کوو، ځکه چې موږ اعتراف پرې نه کوو،  ځکه چې زمونږ پر احساساتو اوهېلو باندې یواځې او یواځې موږ پوهیږو ؛ نور هیڅ څوک نه.

خو دا ټول شیان یواځې زموږ په ذهنونو کې دي او دا باید داسې نه وي، لږ تر لږه ستاسو لپاره…

 

تاسو ښه  فکر کولای شئ، تاسو ښه ژوند کولای شئ. دا یو انتخاب دی چی تاسې جوړولی شي.

ژوره ساه واخلئ، او له خپل ځان څخه دا بې ارزښته فکرونه او شخوندونه لرې کړئ، دا ډول فکرونه  موږ ته له ژور خپګان څخه پرته  هیڅ څه نه راکوي. خپل پام یواځې حاضر  وخت ته را واړوئ او وګورئ چېتاسو سره څه شته او تاسو ورسره څه  کولای شئ. رڼا، اوازونه، ستاسو بدن، ستاسو د پښو لاندې ځمکه، خلک او شیان چې ستاسو شاوخوا ګرځي راګرځي یا ولاړ دي- ټولو ته ځیر شئ، خو تاسې په دغو شیانو قضاوت مه کوئ چې دغه شیان  باېډ څه رنګه وای، هر ډول چې دي بس ویې منئ،  ځکه چې یو ځل موږ حقیقت منل شروع کړل، نو په ښه ډول وړاندې تلای شو.

پرته له هغو ایډیال اندونو چې تاسو سره دي، ژوند ته په هغه نظر وګورئ کوم چې حقیقت دی،  له ځان څخه دا سترس (فشار) ورکونکی لیونتوب لر. یواځې اوسنۍ شیبه تجربه کړئ.

دا شیبه په کافي اندازه تاسو لپاره ښه ده … دلته و اوسئ.

تاسې هغه وخت ته  شاته تګ هم کولای شئ، کله چی تاسو زما لیکنه لوستې هم نه وه او زما خبرې په څو شیبو کې هیرولی شئ او لکه د نورو په شان خپلو ایډیالو سره ټول ژوند تیرولی شئ- خو له هغه نه مخکی چې تا سو شا ته ولاړ شئ، دا به ښه وخت وي چې تاسو ته د ژوند اړوند ځیني حقیقتونه له کوم نه چې مونږ انکار کوو، په یاد کړم.

انسان د خپل ژوند په بهیر کې داسې حالاتو سره مخامخ کیږي کوم چې د هغه په واک کې نه وي ـــــ زیاتره هغه څه چې زموږ په ژوند کې پیښیږي، زمونږ په واک کې نه دي، خو ددغو حالاتو په وړاندې زموږ پریکړې او عکس العمل (ځواب) زمونږ په واک کې دی او زمونږ ځواب، زمونږ ځواک دی.

زمونږ لوړې هېلې زیاتره وخت مونږ ناهیلې کوي

ژوند پرته له ایډیالونو دومره بد هم نه دی؛ لږ تر لږه له هغو ناهیلیتوب، اندیښنواو رنځونو څخه خو لرې یوو، کوم چې  مونږ ته د هېلو د نه پوره کیدو له امله پیدا کیږي ، نو مونږ باید هېلې  پری نه ږدو چې په پوره ډول زموږ په نفس واکمن، خپل په حاضر باندې خوشحاله واوسئ. خوبونه ووینئ خو د خپلو ټولو خوبونو پوره کیدو تمه مه لرئ.

مونږ انسانان به تل نیمګړي یو و

که چیرې موږ نړۍ سره د خپلو کیسو، نظریو، استعداد او تحفو د شریکولو نه مخکې خپل کاملیدو ته انتظار و باسوو نو په پوره باور دا انتظار نه ختمیدونکی دی، ځکه چې یواځې الله تعالی کامل دی.

د اندیښنې شیبه د ضایع شیبه ده

اندیښنه هیڅ کله په پایلو کې بدلون  راوستلی ه شي. نو اندیښنه د څه لپاره؟ کار زیات وکړئ او اندیښنه کمه. خپل ذهن داسې وروزئ چې هر څه نه زده کړه وکړي او بیا یې بهتره کړي

د ژوند ښه زده کړه له سختو ورځو څخه تر لاسه کیږي

کله کله تاسې د خپل ژوند ټیټې نقطې تجربه کوئ چې هغه زده کړه ترې ترلاسه کړئ، کوم چې  تاسی  یې په نورو ورځو کې ترلاسه کولای نه شئ.

بریالیتوب زموږ سرونو او ناکامی زمونږ زړونو ته لاره پیدا کوي

زمونږ اصلي کیفیت، زمونږ د ژوند په لوړو او ژورو کې معلومیږی. په دواړو حالاتو کې د قوي هوډ او ارادې خاوندان و اوسئ. په لوړو کې عاجزي، په ژورو کې صبر او منځني حالاتو کې وفاداري غوره کړئ.

موږ زیاتو ته اړتیا نه لروچې خوشاله واوسو، موږ کمو ته اړتیا لرو

موږ تل فکر کوو چې موږ زیاتو ته اړتیا لرو، خو داسې نه ده، موږ ته یو ډیر کم شی هم ډیره خوشحالي را په برخه کولای شي. کم شی ډیر په اسانۍ تر لاسه کیږي او زیات شی  په سختۍ لاس ته راځي. نو زیاتو پسې مه ګرځئ، لږو پسې وګرځئ. داسې نه چې زیاتو پسې وګرځئ او زیات هیڅ کله پیدا نه کړئ او په ژوند کې مو بې نظمي رامنځته شي.  ژوند هله ډیر ښایسته او روښانه وي کله چی بی نظمي ور څخه لرې وي. بې نظمي ژوند پیچلی کوي.

موږ په نورو قضاوت د هغوی اعمالو له مخې، او په خپل ځان باندې قضاوت د خپلو ایډیالونو له مخې کوو.

موږ د نورو نیمګړتیاوې د هغوی په اعمالو کې ګورو او په خپلو نیمګړتیاو  د خپلو غوښتنو له کبله ځان ناګونډوله نیسوو، او یا د هغه چا خبره: خوده ده کوچه حسن چپ میزنیم. خو موږ باید داسې ونه کړو، موږ باید حقیقت منل زده کړو. ځکه کله چې مونږ

حقیقت منل شروع کړو، نو هغه بهتره کولای شوو. خپلې نیمګړتیاوې له منځه وړلی شوو.

اصلي ښکلا ظاهري ښکلا نه، داخلي ښکلا ده

که څه هم موږ په ټولنه کې هغه چاته ښکلی وایوو د چا چې مخ ښکلی وي، خو په حقیقت کې د یو انسان ښکلا د هغه د مخ په ښکلا کې نه  بلکه د هغه د زړه ښکلا کې ده، د هغه د وینا په ښکلا کې ده.

مونږ د یو کار ګټو ته پام کوو، خو زیانونو ته نه

زیاتره خلک د داسې لاسته راوړنو خوبونه ویني چی پرته له خنډونو، خطرونو او ستونزو تر لاسه کیږي. داسې بریالیتوبونه  چې پرته د کوم ډول فتنو څخه وي. یعنی هغوی یواځې د هغو ګټو ته پام کوي، زیانونو ته نه. خو تاسې له داسې خلکو څخه مه اوسئ. ژوند دومره اسانه نه دی. هر کله چې تاسې هغه لاسته راوړنو ته نږدې شواست، کوم چې تاسو تل غوښتل، نو ځان سره فکر وکړئ:

ـ د دغه څه ترلاسه کولو له پاره زه به څه شی له لاسه ورکوم؟