د ژوند پاڼه- اکبرکرګر

سړي کاغذ په ريږديدلو گوتو کې نيولي وو .يووار يې مخ را وگرځاوه . بيا يې بيرته شاه کړه . خپلې تور سرې ته يې کړه : زه به لاړشم دهاغه اخواته پټې په پوله مولا ناست دی، گوندې دا ليک راته ولولي :

– هو زما هم سودا شوه چې هلک به په ليک کې څه غوښتي وي . خدای دې ورته سر ته خير کړ ي .

– خير نو زه لاړم زما هم انديښنه ده .

– سړي ددالان دروازې ته مخه کړه . په ولو کړوپ شو .پټکی يې سم کړ چې ددروازې له پاسني درشايي سره ونه لگيږي . له دروازې بهر شو بيرته يې شاته وکتل زه به ژر راشم .

– په چابکو گامونو له دروازې ووت.په پوله روان شو . لږ تم شو چې په کلوشه کې يې بندې خاورې راوباسي .کلوشه يې له پښې وويسته . وې څنډله اوبيا يې بيرته په پښو کړله .

– ملا څو پټي وړاندې کښته دجومات په خواکې د وقفي پټې په ورخ کې لگيا وو ۔ اوبه يې تړلي چې په پټي يې ورسمې کړي . سړی ورنږدې شو . سلام يې واچاوه . ښې چارې .

– ملا په وعليک ځواب ورکړ .

ملا صيب پرون مې له زويه دا ليک تر لاسه کړ . بل څوک نشته چې وې لولي . تاته راغلم .

ملا لاسونه په خپل څادر وچ کړل . بيا يې ليک واخيست .سترگۍ يې په سترگو کړې .ليک يې پرانيست . سر يې ورسره له يوې خوا بلې خواته يووړ . شونډيې يې پرې ورپولې . غلي شو .

سړی : ملا صيب کوم بد خبر خو به نه وي . ؟ خيريت خو دی ؟

-نه بد خبر نشته . هسی فکر واخيستم .

پرې پوه نه شوم . کاغذ يې بيرته بوډا ته ونيو . همدومره يې وويل : زما خو پرې سر خلاص نه شو . خدای عالم الغيب دی . له ځانه څه نه شم ويلای .

بوډا بيا کاغذ راواخيست . قات يې کړ . دواسکټ په دننه جيب کې يې کيښود . په فکر کې شو چې چاته يې يوسي . له ملا يې رخصت راواخيست . تر کوره يې تلوسه څو وارې زياته شوه . له ځانه سره يې وويل . په ليک کې به څه وي . ايا زوی به يې کم خرڅه شوې و ي؟ بې پيسو به وي . ؟ هغه خو سرتېری دی . نه چې له چا سره يې جنگ کړی وي ؟ نه هغه خو دجنگ جدل سړی نه دی . په همدې سوچونو کې دکور ددروازې په درشايي پښه ږدي . بيا هماغه شان سر ښکته کوي . له ځانه سره وايي . ملا خوزما دزوی ليک نه شو لوستی . چاته يې يوسم ؟

بل ماشوم زوی چې ايله په دويم ټولگي کې دی له پلار سره سترگه په سترگه کيږي . پلار ته وايي :

ته يې ماته راکه ؟

– ته يې نه شې لوستلی . ملا چي ونه لوست . ته خو يې هيڅ نه شې لوستلې .

ماشوم په ټينگار وويل :خير هسې به يې وگورم . بوډا کاغذ دماشوم په گوتو کې ږدي .

– ماشوم په کوچنيو گوتو ليک خلاصوي.په لوستلو يې پيل کوي .

– .پلار اومورته ډېر ډېر سلامونه . لکه دونو پاڼې ,لکه دغرونو کاڼي ,لکه دوريځو اوښان , لکه دپسرلي دباران څاڅکي لکه ددښتو گلان , لکه په پټيو کې دغنمو وږي . اولکه دببرو پولو راپورته شوي واښه . زه ښه اوجوړ يم .

– بوډا غږ کوي . ماشومه دا له خپله ځانه وايي اوکه په رښتيا کاغذ لولي .

– ماشوم : ولاهي که به يې له ځانه وايم .همداسي ېی ليکلي دي , کاغذ را دمخه کوي , هان دا وگوره دا کرښه همداسې ده .

– دبوډا رنگ سور کيږي . حيران دريږي . په خوله کې يې لاړي وچېږي . خو ماشوم لکه دلښتي شړندي اوبه همداسې دکاغذ پر کرښو ځغلي اومنډې وهي . بوډا وايي : نو ملا څنگه ونشو لوستلې .اوته يې ؟

– ماشوم : بابا .پرون ماليم صيب ويل . ملا دژوند کاغذ نه شي لوستلي يوازې دمرگ کاغذ ونه لولي.