د ژوند کوچني رازونه او لویې بریاوې

د هغه څه لپاره چې د اخیستو توان یې نه لرې او یا ورته کاپي پانګه نه لرې، د بل قرض او دین ته غاړه مه ږده.

د ژوند له کوچنیو خوښیو لکه، پلي تګ، له دوستانو سره ناسته ولاړه او په طبیعت کې له یوې ښې ورځې تېرولو خوند واخله.

دا سمه ده چې د پیسو سپما هم ګټوره ده، خو د دې پر ځای چې پیسې سپما کړی او ورځ تر بلې یې ارزښت را کم شي، ښه به دا وي چې پیسې مو پر کار واچوئ او پانګونه پرې وکړئ، ځمکه واخلئ او یا له چا سره ګډ کار پرې وکړئ.

د دې لپاره چې په ژوند کې خوښ و اوسی؛ هڅه وکړئ چې د زده کړې په لټه کې اوسئ. هره ورځ باید یو نوی شی زده کړئ.

 

که وایې چې ماشومان او یا هم د کور کارونه پر غاړه لرم، دا نو بیا هسې بهانې دي.

ته باید په ډېر دقت او خلاص ذهن  سره فکر وکړې، په نویو نظرونو پسې وګرځې، په دې کار سره به د وخت په تېرېدو سره درته معلومه شي، چې ته څومره یو عامه فهمه او ځېرک کس شوی یې.

کاپي…